No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح.ا.ا امیر ښاغلی حکمتیار حفظه الله: تر دې شېبې پوري؛ امريكا نه ده توانېدلې چي په بريد كي د ظواهري د وژل كېدو كره اسناد او شواهد وړاندي كړي؛ نه ئې د هغه د مړي عكس رسنيو ته ښودلى او نه د DNA لابراتواری ثبوت.

ټول افغانان؛ دا بريد پر خپل هېواد، ملي حاكميت او فضائي حريم يو ظالمانه تېرى او ستر جنايت گڼي او په كلكه ئې غندي؛ دا له شك پرته داسي تروريستي عمل دئ چي په هيڅ دليل او برهان سره نشي توجيه كېدى؛ دا نه د عدالت د تأمينولو لار ده او نه سولي ته د رسېدو لار؛ بر عكس همدا بريدونه دي چي تروريزم او تروريستي ډلي زېږوي. دا د 11 سپتمبر بدله نه بلكي د سپتمبر په څېر پېښي؛ له دغو تروريستي بريدونو زېږېدلې؛ څوك چي په نورو جگړي تحميلوي؛ د دې جگړي اور به د ده كور او هېواد ته هم انتقالېږي؛ د چا سرتېري چي په نورو هېوادونو كي د بې گناه انسانانو وژل زده او تجربه كړي؛ په خپل هېواد كي به ئې هم كوي.

: د ح.ا.ا امیر ښاغلی حکمتیار حفظه الله: خو دا يو حقيقت دئ چي د ظواهري په وژلو سره نه القاعده له منځه ځي او نه امريكا خپلو موخو ته رسېدى شي. لكه څنگه چي د اسامه په وژلو سره القاعده له منځه نه ولاړه؛ د ظواهري په وژلو هم له منځه نه ځي؛ امريكا ويلي چي ښايي د ظواهري پر ځاى به سيف العدل وټاكل شي او دا ئې هم ويلي چي دى په ايران كي دئ؛ هغه د يوې تبادلې له لاري د ايران له زندان خوشي شوى او گواكي هملته ايران كي پاته شوى.

: د ح.ا.ا امیر ښاغلی حکمتیار حفظه الله: افغانان بايد متوجه وي چي امريکا به د تل په څېر دا هڅه وکړي چي د إمارت اسلامي په ليكو كي اختلافاتو ته لمن ووهي؛ دا تبليغات ئې پيل كړي چې گواكي ځينو مشرانو أيمن الظواهري ساتلى او ځينو له امريكا سره د هغه په وژلو كي مرسته كړې او لازم معلومات ئې ورکړي؛ په دې اړه د خليلزاد اظهارات همدا په گوته كوي؛ خليلزاد ويلي: داسي معلومېږي چي د حقاني ډله د ايمن الظواهري له شتون خبر ول او ښايي د طالبانو ځينو مشرانو د ظواهري د موقعيت په اړه امريكا ته معلومات وركړي وي!!

د ايمن الظواهري د مرگ په اړه تر دې شېبې نه إمارت اسلامي څه ويلي او نه القاعدې.

: د ح.ا.ا امیر ښاغلی حکمتیار حفظه الله: په هر صورت دا يوه مهمه ملي مسئله ده؛ ټول هغه افغانان چي اسلام او هېواد ته ژمن او وطنپال دي؛ پر خپل هېواد او ديني او ملي ارزښتونو غيرت كوي؛ بايد گډ دريځ غوره كړي او له خپل وطن او استقلال د هر تېري په وړاندي دفاع وكړي؛ سياسي او سليقوي اختلافات بايد شا ته وغورځوو او واحد دريځ غوره كړو. إمارت اسلامي بايد په دې ملي اجماع رامنځته كړي او په تصميم كي ټول ملت شامل كړي.

: د ح.ا.ا امیر ښاغلی حکمتیار حفظه الله: د طالبانو له لوري ويل شوي چي القاعده په افغانستان كي نه نظامي ځواك او حضور لري او نه طالبانو دوى او بل چا ته اجازه وركړې چي د افغانستان خاوره د كوم هېواد په ضد وكاروي. نه ئې په شيرپور كي د ظواهري شتون منلى او نه دا چي هغه په دې بريد كي وژل شوى. يعني دا چي طالبانو د دوحې معاهدي مطابق عمل كړى؛ خو بل لوري ته امريكا دا حق ځان ته وركوي چي خپل مخالفين په ټولي نړۍ كي ولټوي او په هر ځاى كي چي هغوى مومي ترور ئې كړې؛ امريكا همدا اوس؛ او د دوحې د معاهدې له لاسليك سره سره؛ د افغانستان وسله والو مخالفينو ته پناه ځي، دفترونه او مركزونه وركړي؛ دا وسله وال مخالفين په افغانستان كي د داسي نظامي عملياتو پړه او  مسئوليت قبلوي چي په ترڅ كي ئې بې گناه انسانان وژل كېږي؛ د غربي هېوادو رسمي او دولتي رسنۍ د هغوى اعلاميې او د عملياتو خبرونه خپروي. آيا دا هېوادونه افغانانو ته دا اجازه وركوي چي په هلته د دې ترورستانو په خلاف همداسي عمليات وكړي لكه چي امريكا د يكشنبې په ورځ په كابل كي وكړل؟

: ‏تیم ملی فوتبال نوجوانان افغانستان در چارچوب رقابت‌های کافا روز (جمعه) به مصاف قرغیزستان رفت که این بازی را با نتیجه یک بر صفر به رقیب خود واگذار کرد. تیم ملی فوتبال نوجوانان افغانستان در دومین دیدار این رقابت‌ها امروز (۱۵ اسد) ساعت ۸:۳۰ شب در برابر تاجیکستان به میدان خواهد رفت.

: د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند: ‏د کابل ښار شپږمې ناحيې پل سوخته سيمه کې په يوه ګلدان کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله زموږ دوه تنه هېوادوال شهيدان او ۲۲ويشت تنه نور ټپيان دي چې د يوه ټپي حالت نازک ښودل شوی.

: ‏د ا.ا د کورنيو چارو وزارت وايي د دغه وزارت سرپرست سراج الدين حقاني د سويلي ولايتونو د امنيتي چارو ارزولو په هدف هلمند ولايت ته تللى دى. د کورنيو چارو وزارت وايي چې نوموړى به په هلمند کې د هغه ولايت له امنيتي او ولايتي مسٶلينو او قومي مشرانو سره وګوري.

: ‏مسوولان محلی هلمند می‌گویند که سراج الدین حقانی، سرپرست وزارت داخله، از قربانی‌های باشندگان هلمند در ۲۰ سال گذشته قدردانی کرده است.

محمد قاسم ریاض، معاون ریاست اطلاعات وفرهنگ این ولایت می‌گوید که آقای حقانی به هدف دیدار با باشندگان، به این ولایت آمده است.

: ‏وزارت خارجه امارت اسلامی حمله‌های اسراییل به غزه و جان باختن شهروندان فلسطین را محکوم کرده است.

عبدالقهار بلخی، سخنگوی این وزارت در تویترش نوشته است که امارت اسلامی از کشورها می‌خواهد تا مسوولیت شان برای پایان این حمله‌ها انجام دهند ‏بربنیاد گزارش رویترز، کم از کم ده تن به شمول یک کودک پنج ساله، روز جمعه در حمله‌های هوایی اسراییل بر غزه، جان باخته اند.

: ‏دوازده شهروند افغانستان که در امارات متحده عربی زندانی بودند، آزاد و به کشور برگشتند.

معاونیت اقتصادی ریاست الوزرا در صفحه تویترش گفته است که آزادی آنان به درخواست ملا عبدالغنی برادر، معاون اقتصادی رییس الوزرا که چندی پیش به آن کشور سفر داشت، صورت گرفته است.

: ‏ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی ا.ا.ا طی مصاحبه‌ی گفته است که در حمله طیاره‌ی بدون سرنشین امریکایی در کابل هیچ جسدی پیدا نشده است.

مجاهد افزوده است که در محل حمله از موادی استفاده شده که همه چیز را سوختانده و هیچ چیزی شناسایی نمی شود.

: ‏د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر  عبدالطیف منصور اروزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي، هڅه کوي چې لويې پروژې د خپلو داخلي عوایدو او افغان سوداګرو په مالي مرسته پلې کړي. دغه راز ده یادونه وکړه چې حکومت به له معادنو او زېرمو په استفادې په هېواد کې پرمختیايي پروژې عملي کړي.

: وزارت امور خارجه ترکیه با انتشار بیانیه‌ای حملات هوایی اسرائیل به نوار غزه را به شدت محکوم و بر لزوم پایان دادن هر چه سریعتر آن تاکید کرد.

در متن این بیانیه آمده است: این حمله که منجر به جان باختن غیرنظامیان، از جمله کودکان شده را غیرقابل قبول دانسته و عمیقا نگران افزایش تنش در منطقه پس از حملات هستیم. بر لزوم پایان دادن هر چه سریعتر به این حوادث پیش از آنکه به بن بست جدید درگیری تبدیل شود، تاکید کرده و خواهان خویشتنداری طرفین هستیم.

: ایگور کوناشنکوف، سخنگوی وزارت دفاع روسیه در کنفرانس خبری اعلام کرد که بیش از 80 مزدور خارجی را در منطقه دنیپرو اوکراین از پای درآورده‌اند.

کوناشنکوف با بیان اینکه در حمله نیروهای مسلح روسیه به خرسون اوکراین بیش از 470 سرباز از پای درآمده و 150 نظامی دیگر نیز زخمی شدند، گفت: همچنین 80 مزدور خارجی که برای اوکراین می‌جنگیدند نیز در منطقه دنیپرو این کشور کشته شدند.

: ‏. د سپینې ماڼۍ ویاندې کرېن ژان پېیر په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي دوی لاهم پر سیمه او افغانستان بشپړ څار لري. د نوموړې په خبره دوی د افغانستان په اړه ځانګړی ستراتيژيک دریځ لري او پر دې برخه یې لا ډېر تمرکز پيل کړی دی.

: ‏په تېر یوه کال کې زرګونه افغانان آلمان ته لېږدول شوي دي. د الماني رسنیو د راپورونو له مخې له هغه وروسته چې افغانستان ته نوی حکومت راغی نو زرګونه کسان چې له الماني حکومت سره یې کار کړی و، له افغانستان ایستل شوي او په المان کې مېشت شوي دي.

: ‏ایران یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغان لوري خپله حقابه غواړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ددغه هېواد پارلمان ته په یوه وینا کې ویلي چې دوی له ترکیې او افغانستان خپلې حقابې ارومرو غواړي.

: ‏اسراییلي ځواکونو تېره ورځ غزه کې بیا توغندي توغولي چې له کبله یې د یوه ماشوم په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

پر غزې داسې مهال توغندي توغول کېږي چې ټاکل شوې هلته نومبر میاشت کې ټاکنې ترسره شي.

: ‏رویترز در گزارش اخیراش گفته است، ایالات متحده امریکا بار دیگر بسته‌ی به ارزش یک میلیارد دالر برای ادامه کمک های نظامی به اوکراین آماده کرده است که قرار است تا دوشنبه آینده نهایی شود.

این گزارش می‌افزاید که این بسته شامل سلاح های مختلف، موترهای زرهی و موشک های دوربرد است.

: ‏ریچارد بنت، گزارشگر ویژه حقوق بشر سازمان ملل برای افغانستان، با بسته‌گان قربانیان انفجار روز گذشته در کابل همدردی کرده است.

آقای بنت با "وحشتناک" خواندن این حمله، در تویترش گفته است که حفاظت از جان همه‌ی افغان‌ها مسوولیت امارت اسلامی است.

: ‏توماس نیکلاسون، نماینده ویژه اتحادیه اروپا برای افغانستان، به انفجار روز گذشته (جمعه) در کابل واکنش نشان داده و بر حفظ جان شهروندان افغانستان تاکید کرده است. آقای نیکلاسون در تویترش نگاشته است که عاملان این رویدادها باید به دست عدالت سپرده شوند.

: ‏افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) کابل کې د تېرې ورځې (جمعې) برید په غبرګون کې د دا ډول بریدونو د مخنیوي او د رڼې څېړنې غوښتنه کوي.

: ‏د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د کابل چاودنې ته په نغوتې سره، ویلي دي چې د افغانستان اوسني واکمنان باید د دغو پېښو عاملان پيدا کړي او د افغانستان د خلکو امنیت تامین کړي ‏په هغې خپرپاڼه کې چې د جمهوري ریاست د اطلاع رسونې له مرکز څخه خپره شوې د ښاغلي رییسي پر حواله یې لیکلي چې د دا ډول پېښو عاملان د مسلمانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ د رامنځته کېدو په لټه کې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک