No-IMG

بندي جسمونه آزاد روحونه!

راشد

 

د مسلمه امت د رشیدو شازلمیانو  پر وړاندې د نړیوال کفر دسیسې نړیوالې دي، د اسلام دښمنان تل هڅه کوي، چې د مسلمه امت هغه ځوانان په نښه کړي، تعذیب، زنداني او یا ئې هم په شهادت ورسوي، چې د دې امت د تېر برم او عظمت د اعادې په تکل ئې د مبارزې سپېڅلی توغ پر اوږه نیولی وي او هڅه کوي چې د خپل سر په قیمت خپلو لوړو اهدافو ته د رسېدو ستونزمن سفرونه را لنډ کړي.

د نړۍ په پراخه نقشه د زرګونه داسې ناوړه پېښو او بشري جنایتونو شاهدان یو، چې په ترڅ کې ئې د دې امت ستر ستر شخصیتونه له مینځه تللی، داسې چې نه شتون ئې  په ریښتني توګه د امت په مینځ کې نه ډکېدونکې تشې را مینځ ته کړې. دا لړۍ د بل هر وخت په نسبت د دښمن په ګټه روانه ده.

د اسلام پر وړاندې د مبارزې لپاره د دښمن هر سنګر روزل شوي سپاهیان لري. په خپل برخلیک ویریږي نه غواړي خپل فاسد افکار او ګنده عقاید یو ځل بیا د اسلام د حاکمیت له مخې د ذلت او خوارۍ  په ډنډ کې وګوري. له همدې امله ئې خپلې استخباراتي شبکې تر بل هر وخت فعالې ساتلې. د اسلامي هیوادونو ګوډ ګوډ ته ئې خپلې جاسوسې شبکې رسولې، په اسلامي هیوادونو کې ئې د خپلو مادي امکاناتو پر بنسټ داسې افراد روزلي چې دوی ته کار کوي. مسلمان دي خو ایمان پلور او ضمیر پلور افراد دي. د څو پیسو په مقابل کې هر څه ورکولو ته چمتو دي. دا هغه ډول افراد او د اسلام پټ دښمنان دي چې له ښکاره دښمن ئې څو ځله خطر زیات دئ.

مصر، الجزایر، عراق، فلسطین او افغانستان د دې ادعا د ثبوت  لپاره مستند شواهد او مثالونه  وړاندې کولای شي.

په مصر کې د طاغوتي کودتا له مخې د اخوان المسلمین ۵۰۰ علمی کدرونه او ستر ستر شخصیتونه زندان ته واچول شول. او د تدریجي مرګ لړۍ ئې روانه ده. له منتخب ولسمشر محمد مرسی رحمه الله نه تر دکتور محمد عصام الریان  پورې د دې خوځښت څه د پاسه دیرشو کدرونو خپل ژوند په زندان کې له لاسه ورکوي. په داسې حال کې چې تر نن پورې د بشر حقوقو کاذب مدافعین د دوی جرم نه دی ثبوت کړی.

هارون یو له مظلومو بندیانو څخه دی چې څه د پاسه شپاړس کاله د ګوانتانامو د وحشي زندان په تیارو کې ساتل کیږي. خو د بشر حقوقو کاذب او شیطان صفته مدافعینو ئې لا تر اوسه د مظلومیت غږ نه دی اوریدلي.

دا پایله راوځي چې د نن ورځې  اسلام د ځیرک دښمن په مقابله کې د غافل دوست له غفلت خورا ځورېږي. تل ئې د یو ځیرک دوست په لور د امید سترګې کږې دي. داسې چې په دې لار کې هرې قربانۍ ته چمتو وي. د مسلمه امت درندو مسؤلیتونو ته اوږه ور کړي او د حملولړ لپاره ئې محکم عزایم ولري.

د نړۍ په پراخه لمنه کې د اسلامي نظام د اقامې په هیله، داسې چې د عظمت ویاړلی شین بیرغ ئې د اقصی او اندلس په هسکو منارو ورپي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک