ځوانانو ته د عمر په اساس د علي بابا کمپنۍ مشر جیکما سپارښتنې
اسد الله مبارز
د علي بابا (Alibaba) کمپنۍ مشر جیکما (Jack Ma) د خپلې تجربې له مخې ځوانانو ته د عمر په اساس څو سپارښتنې کړي؛
* د عمر له شل کلنۍ تر دیرش کلنۍ پورې ځان ته یو ښه آمر ومومئ؛ اړینه نده چې د دندې لپاره ښه کمپنۍ وګوري بلکې د تجربې ترلاسه کولو او زده کړې لپاره ښه او تکړه آمر باید ولري.
* له دیرش کلنۍ څخه تر څلویښت کلنۍ پورې ځانته کار وکړئ. هڅه وکړئ په دې وخت کې ځان له علمي، ټولنیز او اقتصادي اړخه ښه بسیا کړئ.
* له څلویښت کلنۍ څخه تر پنځوس کلنۍ پورې هغه کار وکړئ په کوم کې چې ښه ماهر او په تېرو شلو کلونو کې مو کافۍ تجربه پکې ترلاسه کړي وي.
* له پنځوس کلنۍ څخه تر شپیته کلنۍ پورې د ځوانانو لپاره کار وکړئ او حمایه یې کړئ.
* له شپیته کلنۍ مو که عمر پورته شو نو خپلو لمسیانو سره مو وخت تېر وکړئ.
پر ما خو د لومړۍ دورې (۲۰ - ۳۰) کلنۍ عمر وروستۍ کال تیریږي؛ متأسفانه د جېکما په لومړۍ سپارښتنه کې پاتې راغلی یم. وګورو چې دویمه سپارښتنه کې څومره بریالي راووځو.
