د پیسو نړیوال صندوق (IMF) څخه د پور اخیستلو موضوع
اسد الله مبارز
د پیسو نړیوال صندوق (IMF) څخه د پور اخیستلو موضوع ډیره ګرمه ده؛ په دې اړه هماغه وخت (دوه کاله وړاندې) ما یوه لیکنه کړې وه، تاسې یې یو ځل ولولئ.
جان پرکنز د Confessions of an Economic Hit man (د يوه اقتصادي ترهه ګر اعترافونه) کتاب کې ليکلي چې مونږ به هغو غريبو هيوادونو چې په ستراتيژيک ډول امريکا ته مهم ول تشويقول چې له IMF قرض واخلي. وايې مونږ به داسې غريب هيواد تشويقول چې پوهيدو قرض بېرته نشي ادا کولی.
پرکنز ليکې چې په دې قرض باندې به هغو غريبو هيوادونو سترې پروژې لکه د سړکونو، پارکونو، هوايي ميدانونو او ورته نورې پروژې جوړولي. دې کار دوه ګټې کولې؛ يو به يې زمونږ په جال کې ګېر هيوادمشر په ولس کې د سترو پروژو په پيليدلو محبوبيت زياتيدل او بل پلو ته به يې د هغه هيواد سياسي او اقتصادي چارو کې د ډيرو قرضونو پر مټ مونږ ته د لاسوهنې ډير امکان راکول.
پرکنز کاږي چې يو زما له مهمو ماموريتونو څخه د سعودي او امريکا تر منځ سياسي او اقتصادي روابط جوړول وو چې له همدې لارې مو بيا په ميليونونو ډالر اسامه بن لادن ته هم ورکړل تر څو منځني آسيايي هيوادونو ته مونږ ته د مداخلې زمينه برابره کړي. پرکنز ليکي چې سعودي مو تشويق کړل چې له IMF د تيلو څاګانو او عايد لوړولو پخاطر قرض واخلي, وايې سعودي همداسې وکړل. د سعودي عايد د تيلو له استخراج زيات شول او له امريکا سره د شوي تړون له مخې د سعودي د تيلو عايد مونږ امريکايي دولتي بانډونو کې د څو فيصده سود مقابل کې سرمايه ګذاري کول او بل لورې ته يې مونږ ته د سعودي شاهي کورنۍ تر خپلې سياسي او امنيتي واک لاندې راوستلو ته زمينه برابره کړله.
پرکنز مخکې ليکې چې همدغسې چل مو له عراق سره هم غوښتل چې وکړو خو صدام حسين اجازه رانکړله. بالاخره مو مذهبي جنګونه پکې پيدا او صدام حسين مو پر عراقيانو شهيد کړل.
پرکنز د ډيرو افريقايي هيوادونو کيسې هم کړې دي. د کتاب په آخره برخه کې يو متل کوي چې the tender mercies of the wicked are cruel يعني "د شريره کس شفقت هم ظالمانه وي" معنی دا چې د داسې ادارو د مرستې هدف د هيوادونو اقتصادي او سياسي پاليسو ته زمينه مساعدول دي، نو د دوی مرستې هم ظالمانه دي.
تازه د افغانستان د مشرانو او ولسي جرګو ګډ کميسيون له IMF څخه د حکومت له لورې د 229 ميليون ډالرو قرض اخيستل تاييد کړي دي. زه باور يم چې د ګډ کميسيون غړي له IMF څخه د قرض اخيستلو پر پايلو نه پوهېږي او يا پکې د پرکنز په څير اقتصادي ترهه ګر شته چې هيواد مو له IMF څخه قرض اخيستلو ته هڅوي.
له IMF ډيرو هيوادونو قرضونه اخيستې خو هوښيار ملتونه يې مصرفولو ته شفاف ميکانيزم لري او بيرته يې پر وخت او حتی د جنوبي افريقې غوندې هيوادونو خو له وخت مخکې ور ادا کړل او ځينې نور لکه پاکستان تر بيړيو پکې غرق دي. همدا اوس پکې د ګاز او بجلۍ نرخونو د کنترول اداره د IMF په خوښه پرمخ ځي. دولتي ادارې پکې کرار کرار پرايويټايزيشن ته روانې دي, قيمتي او بيکاري پکې اوج ته رسيدلې او کرنسي يې د ډالر مقابل کې له 165 ټيټه شوه.
که افغانستان دولت په ريښتيا سره هم د کرونا سره مبارزې لپاره بوديجه نلري نو ددې قرضې اخيستلو لپاره دې لومړۍ د مصرفولو شفاف ميکانيزم جوړ او ولس سره شريک کړي. ورپسې دې تر لسو کلونو وړاندې د تاديه کولو لارې چارې وښايي. که دواړو برخو کې ستونزې نه وي نو نر غوندې دې پدې شرط ترې قرض واخلي چې بيا لپاره به ايمرجنسي حالتو لپاره خپله بوديجه مختص کوي او له IMF او نورو ادارو به پور نه اخلي او کنه د تېر په شان نه يې د مصرف حساب شته او نه يې د تاديې کوم څرک معلوم وي ښه ده چې ولس يې مخنيوی وکړي کنه حالت خپلې اقتصادي او سياسي پاليسي به راته دوی جوړوي.
نوټ: د پرکنز کتاب پښتو ژبي ته Meerahmad Yaad د "اقتصادي ترهه ګري" په نامه ژباړلی دی, په هره کتابخانه کې يې موندلی شئ.
