خليلزاد د مذاکراتو ناکامېدل زما نه، بلکه د تېر حکومت ناکامي وه
حبيب الله ابدالي
دوه امريکايي نوکران،
د زلمي خلیلزاد څرګندونې
"د مذاکراتو ناکامېدل زما نه، بلکه د تېر حکومت ناکامي وه."
"زه د یو مؤقت حکومت جوړولو ته رسېدلی وم خو د اشرف غني د هیواد څخه وتلو هر څه ګډوډ کړل"
"د دوحي په تړون کې افغان حکومت ته څوارلس میاشتې وخت ورکړل سوی و، چې له ااا سره یوې پایلې ته ورسيږي خو اتلس میاشتې یې په بهانو کې تېرې کړې. فالتو وخت يې ضایع کړ، چي د جمهوریت په زیان او د ااا په ګټه تمام سو"
"اشرف غني فکر کاوه چې امریکا کې به نوی حکومت راشي او د دوحـي تړون به ختم کړي،
۲: هم يې باور نه کاوه چې بهرني عسکر به ووځي."
خليلزاد د تېر حکومت دا دعوه هم رد کړې، چې دوي له مذاکراتو بې خبره ساتل شوي، خلیلزاد وايي "له هرې ناستې مخکې او وروسته زه کابل ته ورغلی یم او جزیات مې ورکړي دي. داچي غني او ډلې يې غفلت کاوه هغه ددوی کار او ناکامي وه."
