No-IMG

نړۍ د څومره بد سیرته او بد فرهنګه انسانانو په لاس لوېدلې ده؟!!

نه یواځې دا چې بایډن د متحده ایالاتو جمهور رئیس بلکې دا په نړیواله کچه د ستر اقتصادي، سیاسي او نظامي ځواک د رهبرۍ او قیادت یواځنئ موقف هم دئ. ولې د اخلاقو، تمدن او تهذیب له پلوه دومره ناروغ او ځوړ خلک دي، چې په شعوري توګه حیوان له ځان دروند ګني! نه یواځې دا چې حیوان ته ئې د خپل ځان مشابه آن تر ځان پراخ او غوره ځای جوړ کړئ؛ بلکې په دې حیوان د انساني جنس عفت هم ګواښي!!!

دا خو لا څه چې آن د ډوډۍ په دسترخوان ئې هم شریک دئ!! د کورني نظام د نشتون له امله د ماشومانو سره د عاطفې او مینې غریزه هم په همدې حیوان مشبوع کوي! همداسې چې ماشوم خپل مور او پلار د عاطفې له مخې ښکلوي دوی دا کار له حیوان سره کوي!!!

د ښځو حقوق او عفت د همدې حیوان تر سینه لاندې کوي!! نه یواځې دا چې ښځه په کور، پوهنتون او دفتر کې د نارینه جنس د غرایزو د اشباع لپاره ساتل کیږي؛ بلکې له دې بدتر ئې همدا چې حیوانات هم ترې ورته استفادې کولو ته روزي!!

عجیبه خو دا ده چې د  لار ورکې نړۍ، مسلمو او غیر مسلمو ملتونو لپاره دا هره بد اخلاقي او تهذیبي ځوړتیا هیڅ ارزښت نه لري! په مسلمانو ملتونو تپل شوي جعلي قیادتونه سره له دومره ځوړتیا او ناروغۍ بیا هم د خپلو ولسونو وینه د دې حیوان صفته انسانانو د ناوړه اهدافو لپاره تویوي!!

عجیبه ده چې نن د اسلامۍ نړۍ د وحدت او یووالي برنامه دې دین دښمنه، بدرنګو انسانانو ته واک کې ورکړل شوې! هیڅ مسلمان هیواد نشې کولای بل مسلمان هیواد ځان ته نېږدې کاندي او د دیني بنسټونو پر بناء ورسره اړیکې ورغوي!!

خورا مظلومیت!!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک