جرمني کې لومړی ځل لپاره د مسلمانانو لخوا يو گوند جوړ او د جرمني په ټاکنو کې رسمي برخه اخلي
دا ځوان جرمني کې زمونږ یو فعال او خدمتگار ورور دی.
د جرمني ښاري حوزه یې ټاکنو کې نوماند دی.
په جرمني کې لومړی ځل لپاره د مسلمانانو لخوا یو گوند جوړ او د جرمنی په ټاکنو رسمي برخه اخلي.
د عدالت شعار او د خدمت او د خپلو لازیات حقوق دفاع قانوني کوي.
مونږ شپږ میاشت مخکی هامبورگ کی یوه جلسه درلوده په هغه جلسه کی زمونږ پیغام داوو:.
1-زمونږ ځوانان باید خپل وطن ته د سولې، امنیت او پرمختگ کې فعال برخه ولري.
2-اروپا کې افغانان باید خپله رایه د انلاین د لاری د افغانستان ټولو ټاکنو پارلماني او اولسمشری استعمال کړی.
د تقلب مخ نیونه تنها د اروپا میشت افغانانو پنځه لکه سوچه رایه کولای شي. افسوس خبره ده چې پاکستانیان او ترکان د انلاین لارې خپله رایه وکاروي او افغانان بې تفاوته دی.
3-افغانان ځوانان حد اقل اروپا کې د اروپایی هیوادونو مهمو گوندونو کی عضویت او فعال برخه ولري په اقتصادی او سیاسي لحاظ د خپل پلرنی هېواد افغانستان کی او اروپا کی افغانانو ته خدمت وکړی. ځینی دوستانو د شرعي او غیر شرعي اجازې پوښتنې درلودی. هغوی هم جواب ترلاسه کړ.
4-اروپا کې میشت افغانان په ډیره اسانی کولای شی هم د افغانستان خدمت مصدر وگرځي، هم اروپا کې مهم رول وي.
