No-IMG

اقتصادي ثبات د یوه هیواد لپاره ډیر اړین دی

اسد الله مبارز

 

اقتصادي ثبات د یوه هیواد لپاره ډیر اړین دی؛ د سري لنکا سیاسي سقوط له اقتصادي سقوط څخه سرچینه اخلي. ددې خبرې د تأیید لپاره بې شمېره مقالې شته چې اقتصادي بې ثباتی کورني جنګونو او د هیواد ګډوډي ته لار هواروي.

تازه مې یو خبر ولوست چې د ټیوټا او سوزکي کمپنیو اعلان کړی چې پاکستان ته پر وارداتو سختي او په تیزۍ سره د کرنسۍ غورځیدلو له امله خپل فعالیتونو بندوي. دې سره مستقیم  دې کمپنیو کې پاکستاني کاریګر بېکاره کېږي او غیرمستقیم دې کمپنیو ته د موادو واردوونکو څخه نیولې تر صادرونکو پورې متأثر کېږي.

دا د نورو نړیوالو کمپینو لپاره هم د خطر زنګ دی او زه باوري یم که چیرې پاکستان کې اقتصادي وضعیت دوه میاشتي نور همداسې مخ پر ځوړ دوام وکړي؛ نږدې ټولې بهرنۍ کمپنۍ به خپل فعالیتونه وتړي.

له همدې باید زده کړو چې اقتصادي ثبات د یو هیواد لپاره څومره اړین دی؛ غوره ده چې د اجناسو بیې د ولس اخیستلو توانايې ته په پام سره کنټرول شي. خلکو ته د کار او پانګوالو ته د پانګونې برخه کې زمینه سازي وشي او نوي فرصتونه رامنځته شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک