تعلیم، سیاست، اجتماعیت او دعوت کې د ښځو رول
مولانا عبد الصبور عباسی
لومړی تعلیم:
د حدیثو، فقهې، انسابو، طب او د حدیثو او فقاهت سره اړوند برخې لکه روایة الحدیث، د رایة الحدیث او حفظ الحدیث، فتوا او نورو علومو کې د ښځو ونډه په لومړنیو درې پيړیو کې ډپره بازره وه، ډیرو، ښځو د علم د طلب او خپراوي لپاره سفرونه او هجرتونه هم کړیدي او له شیوخو نه ئې استفاده او شاګردانو ته افاده هم کړېده تردې چې عامو خلکو حتی ستروسترو تابعینو هم له دوی څخه استفاده کړیده.
د نبی علیه السلام زمانه کې د ښځو تعلیم او تعلم ته پوره اهمیت ورکول کیده، تر څو ښځې هم دین زده کړي، د نبي علیه السلام د نکاحونو د کثرت یو عامل داهم وه، چې ازواج مطهرات کور کې دین زده کړي او نورو ته یې ورسوي.
ذ ښځو هم دې کې دلچسپي وه، چې څه زده کړي، تر دې چې یوه ورځ ښځو د نبی علیه السلام نه غوښتنه وکړه چې دوی ته د تعلیم لپاره جلا ورځ وټأکې ترڅو د رسول الله اکرام علیه السلام نه علمی او فکري استفاده وکړي، بیا د رسول پاک له خوا ښځو ته د تعلیم لپاره جلا ورځ وټاکل شوه.
دا کیسه امام بخاری خپل کتاب صحیح البخاری کې نقل کړيده.
همدا راز دنبوت عصر کې ښځې به پنځه وخته لمونځونو، د جمعې لمانځه او د اخترنو لمونځونو ته راتلې، د نبی کریم علیه السلام له مواعظو، تعلیماتو، ښوونو او ارشاداتونه به ئې استفاده ده کوله.
هغه زمانه کې همدغه د تعلیم مهم وسائل ګڼل کېدل، چې ښځو او سړو دواړو ترې استفاده کوله.
همدغه شان ځينو ښځو به ځينو غزواتو کې هم برخه اخیسته، خپلو خاوندانو، ځامنو، ورېرونو، خوریانوسره به یې په ګډه په غزواتو کې برخه اخیسته، کله به د کلي ښځې سره یو ځای شوې، په ګډه به تللې، حتی خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم، هم ځينې ماندینې ځآن سره په غزواتو کې شریکې کړیدې.
•-اجتماعي او سیاسي امورو کې برخه:
قران کې په څرګنده توګه ذکر شویدي:
یاالها النبی اذا جاءک المؤمنات یبا یعنک علی ان لا یشرکن باالله شیاء ولایسرقن ولایزنین ولایقتلن اولادهن ولایا تین ببهتان یفترینهن بین ایدیهن وارجلهن فبایعهن واستغفرلهن الله ان الله غفور رحیم.الممتحنه ۱۲
دې ایت کې الله رب العلمین نبی علیه السلام ته فرمائي: : ای پيِغمبره! کله چې مومنې ښځې درته راشي او په دې، درسره بیعت کول وغواړې چې الله سره به شرک نه کوي، غلا، زنا به نه کوي، خپل اولادونه به نه وژني او تور به نه تړي، په معروف کې به ستا نا فرماني نه کوي نو بیعت ورسره وکړه، اوله الله نه ورته بخښنه وغواړه، الله بخښونکې او مهربان دی.
همدا راز قران وایې والمؤمنون والمؤمنات بعضهم اولياء بعض یامرون بالمعرف وینهون عن المنکر، ویقیمون الصلوه ویؤتون الزکوة ویطیعون الله ورسوله اولئک سیرحمهم الله، ان الله عزیز حکیم
)سورته التوبه ۷۱ ایت(
ژباړه:
مومن سړي او مومنې ښځې، د ځینود ځینو دوستان او ملګري) حمایت او نصرت کونکي) دي،
دواړه به په نیکو امر کوی او له بدیو (منکر) نه به خلک منع کوي، لمونځبه قائموي، زکات به ورکوي اود الله او رسول اطاعت به کوي، دا هغه خلک دي، چې عنقریب به الله پرې رحم وکړي، حقیقت دا دی چې الله غالب او حکمت والا دی.
له دې نه څرګنده شوه چې نبوي، عصر کې ښځې د شریعت حدودو کې په ټولو کارونو کې له سړو سره شریکې وې، لکه جهاد، امرالمعروف، نهی عن المنکر، بیعت، لمونځونه، تعلیمې اجمتاعات، او زده کړې.
دا په خپل ځای درست چې سړي په جهاد مکلف ول، د خپل مکلفیت تر سره کولو په خاطر هم مجبور ول، چې جهاد لاړ شي او ښځې په عمومي توګه په جهاد نه دي مکلفې(إلاعندالنفيرالعام) خو کله به ښځو د خپلو خاوندانو په اجازه( چې دچا به خلوند و) هم برخه اخیسته، دی معامله کې د احد د غزوې مثال ډير څرګند دی، د بنو مصطلق غزوه کې عائشَه رض عنها هم نبی علیه السلام سره تللې وه، چې هغې کې د افک هغه مشهوره واقعه هم منځ ته راغله اګرچې ښځې د جهاد د فرضیت، له حکم نه مستثناء دي.
یوه ښځه په یوه جنګ نبي کریم علیه السلام ته راغله، د شهادت د شوق له امله یې جهاد کې د برخې اخیستو اجازه غوښته، نبي پاک ورته و ویل : ستا خوښه چې زما بي بي سره یوځای کېږې که د خپل قوم د ښځو سره؟
هغې وفرمایل:
ستا د کورنۍ ښځو سره؛
بیا له ام المؤمنین ام سلمه سره ملګرې شوه
•-دنیکې امراو له منکراتو نه منع:
دا چې څنګه دسړو وظیفه ګڼل شوي ده، همدا راز قران، ښځې هم پکې شریکې کړيدي، چې خپله دائره کې هغوې هم نیکیو ته د بلنې او ګناه نه د منع کولو کار جاري وساتي او سرته یې ورسوي
دا نو ستر اجتماعي کار دی، چې الله پرې مکلفې کړي دي.
•- اقامت صلوة
د اقامت صلوة معامعله کې د جمعې او اختر لمونځونو کې ښّځو ته دجماعت په اړه تخفیف ورکول شوی دی خو که شرکت کول وغواړي، چاته یې، د منع کولو اختیارهم نشته دی؛ ښځې به بالعموم نبی علیه السلام سره په لمونځونو کې شریکیدې.
زموږ فقهاء عموما د فقهی ټولو کتابونو کې دامسله بیان کړېده، چې لومړی به سړي صفونه جوړ کړي بیا واړه هلکان بیا ښځې، د دې لږ تر لږه دا معنا داده چې که ښځې لمانځه کې برخه اخیستل وغواړي، ترتیب یې معلوم دی، که د جماعت لمانځه کې د سره ګډون یې ناروا وی، بیا د دې دبیان څه حاجت و، چې مرتبه او مقام یې ورته تعیین کړ چې دریم صف کې به د هلکانو نه وروسته ودرېږي.
پورتني ایت کې د زکات ورکولو حکم هم ښځو ته شوی دی، د دې معنا دا ده چې ښځه تجارت کولی شي، د مال مالکه جوړیدای شي، جایداد، دکان، باغ او ځمکه، لرلی شي، ځکه خو ورته د زکات ورکولو امر شوی،
له دې نه دا هم معلومیږي چې د ښځې شخصیت سړي یا میره کې ضمیمه نه دی، بلکې ښځه مستقل، قانوني او حقیقي شخصیت دی.
ښځې او بیعت:
دې آیت کې د بیعت مسئله هم ذکر شویده.
بیعت هم دیني اړخ لرې، هم اجتماعي او سیاسي
د ښځو ایمان، اطاعت او بیعت د خاوندانو نه جلا دلته ذکرشوی دی، یعنې په دیني، اجتماعی او سیاسي مسائلو کې د ښځې جلا شخصیت ته اشاره شویده نه چې د سړی ضمیمه وګڼل شي.
د ابوبکر صدیق یوه ښځه نه وه مسلمانه شوې، نه ئي هجرت کړی و، غالبا هغه د اسماء بنت ابوبکر مور وه، ډېرې ښځې د خاوند له اجازې پرته مسلمان شوې وې او ډېرې داسې وې چې نه وې مسلمان شوې، له دې نه د ښځو د شخصیت تمایز معلومیږي، چې د هغو شخصیت په هر څه کې د میړه یا پلار تابع نه دی.
•- د خلافت بیعت:
د حضرت عثمان د بیعت معامله کې دا هم روایاتو کې راغلي چې حتې له ښځو نه هم په دې اړه پوښتنه شوې وه چې حضرت عثمان د خلافت لپاره غوره ګڼۍ او که حضرت علی رض ؟
•- بیعت عقبه ثانیه:
بیعت عقبه ثانیه کې هم دوه ښځې شریکې شوې وې؛ د یوې نوم ام عماره و؛ د بلی نوم، نسیبه بنت کعب الأنصاریة وه.
له دې آیت او واقعاتو نه لږ تر لږه دا خو ثابته شوه، چې ښځه د رسول الله علیه السلام په عصر کې دومره منزوي نه وه، لکه چې موږ منزوي کړې.
د اعتدال لار:
موږ د هغه چلند سره هم مخالف یو، چې غرب کې د حقوقو په نوم له ښځو سره کوي.
کوم چلند چې موږ کوو دا هم درست نه دی.
موږ او غربیان دواړه افراط کې اخته یو.
علماء، دانشمندان او د اجتماعیاتو او د سو شیالوژي متخصصین دې لپاره، یوه مناسبه لار تجویز یا پیشنهاد کړي.
د جدید تمدن په مهمو مسائلو کې یوه مسئله د ښځو د اجتماعي او سیاسي موقف تعیین دی، دا مشکل باید مسلمان مفکرین حل کړي
دا داسې عادي مسئله نه چې یو عالم یا مفکر یا حکومت پرې غوږونه کاڼه کړي
د تمدنونو د بقاء او ثبات معامله ورسره نن سبا تړل شوېده، ځکه چې خویندې د نفوسو لږ تر لږه نیمه برخه تشکیلوي.
دې باره کې که له اجتماعي اجتهاد نه کار واخیستل شي غوره به وي،
انفرادي اجتهادونه یا د افراط ښکار کېږي یا د تفریط.
