No-IMG

د واخان د لارې په اړه

اسد مبارز

 

د واخان په اړه ملګري پوښتنه کوي؛ زه له قضیې ډیر خبر نه یم چې دقیق پرې وغږیږم البته یوه مسئله شته او هغه دا چې څو اونۍ وړاندې د چین او پاکستان اقتصادي راهدارۍ (CPEC) ګډې کمیټې انلاین غونډه درلوده او ددې پروژې د نور ځنډیدو مخنیوي په اړه یې بحث درلود. دواړو هیوادو په ګډه پریکړه کړې چې دې پروژې ته دې کوم دریم هیواد هم ورګډ کړل شي تر څو مالي ستونزې حل او پروژه له ځنډ وژغورل شي.

د ځینو ملګرو ذهن ته ممکن افغانستان راغلی وي چې د دریم هیواد په صفت د سي پیک پروژې غړی شي؛ داسې نه ده، اصلاً افغانستان په داسې وضعیت کې نه دی چې د دریم هیواد رول دې ولوبوي او د سي پیک د ځنډ مخنیوي پخاطر دې نغدې پیسې له ځان سره یوسي. د دریم هیواد نوم لا رسنیو کې ذکر نه دی شوی چې کوم هیواد به د سي پیک برخه شي خو وړاندوینې دادي چې سعودي عربستان، متحده عربي امارات او یا هم جرمني هیوادونو کې یو یې ممکن برخه شي.

له بل پلوه؛ شپږ ورځې وړاندې د اکنامک ټایمز ورځپاڼې د یو خبر (کمنټ کې یې لینک شته دی) له قوله چې پاکستان او چین غواړي سي پیک څه برخه افغانستان باندې تېره شي او ددې لپاره همدا د واخان یا ورېښمو لار په نظر کې نیول شوي ده. زه نه پوهېږم چې په دې اړه به افغانستان سره خبره شریکه شوي وي کنه. په هر صورت، زه اصلاً د واخان کیسې باندې غږیږم چې پاکستان او چین غواړي د سي پیک لار پر واخان تیره شي.

د سي پیک پروژه کې د افغانستان ګډون او یا د افغانستان پر واخان سیمه ددې لارې تیریدل خپلې ګټې او تاوانونه لري؛ ستر تاوان چې زه یې وینم هغه د هندوستان له لورې عکس العمل دی ځکه د چین د سنکیانګ د کاشغر له ساحې سي پیک پیل او بیا د پاکستان کنټرول کشمیر باندې راتیریږي؛ هندوستان څو ځل د کشمیر پر سر له چین سره هم په دې اړه جدي بحثونه کړي دي، د سي پیک د ځنډ یو علت دا هم دی چې هندوستان یې نه غواړي پر کشمیر دې تېر شي. په هر صورت، که چیرې سي پیک لار پر افغانستان تیریږي نو احتمال شته چې د چابهار بندر او افغانستان کې نور هند جوړ کړي ځایونو فعالیت کمزوری شي؛ یو ستر زیان یې همدا زه وینم خو بلخوا بیا ډیرې ګټې هم لري؛ په دې اړه به هغه وخت خبرې وکړو چې کله د افغانستان اوسني ادارې رسماً ومنل چې سي پیک پر افغانستان تیریږي. ان شاءالله

خلاصه دا چې واخان پاکستان ته نه دی تسلیم شوی؛ احتمال دې ولري چې د سي پیک لپاره پرې د سړک تیریدو خبره شوي وي خو دا خبره هم لا د اوسنۍ ادارې له لورې رسمي اعلان شوي نه ده؛ پرته له دې چې په یوه رسنیز مطبوعاتي کنفرانس کې ذبیح الله مجاهد د یوه سوال په ځواب کې همدومره وویل چې دوی غواړي او هیله لري چې سي پیک کې برخه واخلي.

https://m.economictimes.com/.../articleshow/92974237.cms

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک