No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د چارو ادارې مطبوعاتي دفتر وايي، چې شیخ الحدیث نورالحق انور د چارو ادارې د عمومي رئیس په حیث او ددې ادارې پخوانی رئیس مولوي احمد جان احمدي د شیخ هبة الله د دفتر د نظارت او فرامینو د څار او تعقیب د عمومي مسؤل په حیث ټاکل شوي دي.

: ‏د افغانستان د برېښنا شرکت په وروستیو ورځو کې د برېښنا پرچاوۍ ته په اشارې وايي، چې د وچکالۍ له کبله له داخلي منابعو د برېښنا د تولید کچه کمه شوې او دا چاره ددې سبب ګرځېدلې چې د برېښنا پرچاوي زیاته شي.

‏د برېښنا شرکت ویاند د برېښنا د پرچاوۍ نور علتونه صنعتي فابریکو او دولتي دفترونو ته د ډېرې برېښنا ورکول ښودلي دي.

: ‏د ا.ا د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي، چې خلک دې پر خپلو اولادونو دیني او عصري زده کړې وکړي.

نوموړي د خوست په تڼیو کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، چې د قطر له هوکړې وروسته امريکا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې هڅه کوله، خو د عمومي بښنې له اعلان سره دغه پلان شنډ کړاى شو.

‏هغه ویلي، امريکايانو د دوحې په تړون سره پښې سپکې کړې خو غوښتل يې چې په افغانستان کې يوې بلې کورنۍ جګړې ته زمينه برابره کړي مګر له عمومي عفوې سره د امریکا دا پلان شنډ شو.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي کابل کې د اروپایي اتحادیې د استازولۍ شارژدافیر ارنوټ پاول سره کتلي دي.

‏د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې امیر خان متقي په نړیوالو غږ کړی چې بشري موضوعات په سیاسي موضوعاتو ونه تړي او په افغانستان کې په راغلیو مثبتو پرمختگونو سترگې پټې نکړي.

: ‏د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د پنجشېر سیند د اوبو په لېږد سره به پلازمېنه کابل کې د څښاک اوبو د کمښت ستونزه حل شي.

‏د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد پر پروژې شاوخوا درې میلیونه ډالر لګښت راځي چې په عملي کېدو سره به یې کابل کې د څښاک د اوبو ستونزه حل شي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چین له سي جي ټي اېن سره د نجونو پر زده کړو د محدوديتونو په تړاو ويلي چې پر منځنۍ کچه د نجونو په زده کړو بنديزونه نه دي لګول شوي بلکې دا زده کړې د يوې لنډې مودې لپاره ځنډول شوې دي.

‏بلخي تائید کړه، چې يوه ډله خلک د نجونو د زده کړو مخالف دي چې اوس يې د قانع کولو هڅې روانې دي.

: ‏افغان حکومت د هېواد په بازارونو کې د نفتي توکو د کنټرول او بیو راټیټولو په هدف له ایران څخه ۳۵۰ زره ټنه نفتي مواد راواردوي.

‏د مالیې وزارت وايي، چې د افغان حکومت د بېلابېلو ادارو یوه ګډ پلاوي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له یوه شرکت سره د شاوخوا۳۵۰ زره ټنو نفتي موادو د پېرلو قرارداد لاسلیک کړ چې افغانستان ته به یې د انتقال بهیر په نیږدې ورځو کې پيل شي.

: ‏د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور له نړیوالو وغوښتل، چې له عامه المنفعه پروژو ملاتړ وکړي او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

‏نوموړی دغه راز وايي، پخوانی حکومت د تاجکستان، ازبکستان او ایران د برېښنا ۳۵ میلیونو ډالرو څخه ډېر پوروړی و، چې اوس ځیني پورونه ا.ا ورکړي او یو شمېر يې پاتې دي.

: ‏طی سفر اخیر هیات پاکستانی به کابل حل موضوع ویزه یادآوری شده که بر بنیاد آن دو طرف بر تشکیل کمیسیون مشترک توافق نموده اند.

این کمیسیون میان مقامات وزارت امور خارجه افغانستان و سفارت پاکستان در کابل تشکیل خواهد شد.

: ‏درگیری مسلحانه در نزدیکی ساختمان‌های مقام ولایت و قوماندانی امنیه بغلان جریان دارد.

مسوولین امنیتی به خبرنگاران در محل رویداد گفته است که مهاجم در جوار ولایت و قوماندانی امنیه به ساختمان سابقه زراعت داخل شده و بر مهمان‌خانه ولایت حمله نموده است.

‏این حمله حوالی ساعت یازده‌ونیم آغاز شده و تا این دم صدای شلیک‌ها شنیده می‌شود.

مسوولین در پیوند به تلفات این رویداد چیزی نگفته است.

: ‏حضرت عمر زاخېلوال:

که چاته زما د مالیې وزارت د مهال فساد معلوم وي او نه یې راباندې ثبوتوي، غاړه یې بنده...

پر هغه یو وخت د ولسي جرګې استیضاحیه غونډه کې د جرګې مرستیال ظاهر قدیر مخامخ تور لګولی و چې ته یوازې د ننګرهار ګمرک کې هره ورځ د اوړو له ۲۰۰ لاریو باج اخلې.

: ‏وزارت دولت در امور رسیدگی به حوادث از احتمال وقوع بارش باران شدید همراه با سیلاب‌های آنی طی ۲۴ ساعت آینده در ولایت‌های نورستان، کنر،ننگرهار، لغمان،خوست، غزنی،زابل،لوگر،پکتیا،پکتیکا و میدان وردک خبر داده است.

مقدار بارندگی در ولایات ذکر شده بین ۱۰ الی ۲۰ ملی متر پیش‌بینی شده است.

: آنتونی بلینکن، وزیر امور خارجه آمریکا از امضای توافقنامه حمل و نقل امن غلات و مواد غذایی از بنادر اوکراین، بین ترکیه، روسیه، اوکراین و سازمان ملل متحد تحت نظر رجب طیب ارودغان، رئیس جمهور ترکیه در استانبول تمجید کرد.

بلینکن اذعان داشت: سازمان ملل متحد، ترکیه، اوکراین و روسیه توافقی در خصوص ادامه صادرات اوکراین از طریق دریای سیاه و تحویل میلیون‌ها تن غلات در سراسر جهان را امضا کردند. ایالات متحده از این توافق استقبال می‌کند و از دبیر کل سازمان ملل و رئیس جمهور اردوغان به دلیل تلاش‌های دیپلماتیک برای میانجیگری در این مذاکرات قدردانی می کنم.

: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه: با توافق انتقال غلات از بنادر اوکراین که در روزهای آینده آغاز می‌شود، نقش مهمی در غلبه بر بحران جهانی غذا ایفا خواهیم کرد.

اردوغان: مصمم هستیم تا زمان برقراری صلح میان روسیه و اوکراین، به تلاش‌های دیپلماتیک خود ادامه دهیم.

اردوغان: در نیمه نخست امسال در صادرات از 126 میلیارد دلار فراتر رفتیم، در پایان سال نیز به رقمی نزدیک به 300 میلیارد دلار دست خواهیم یافت.

: سازمان جهانی بهداشت شیوع ویروس آبله میمون را یک وضعیت اضطراری جهانی اعلام کرد.

: ‏د امریکا د خارجه وزارت ویاند نډ پرایس:

طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانانو اساسي حقونو، د ښځو کار، تعلیم، د اقلیتونو خوندیتوب ته به پام کوو، اوس باید خپلې ژمنې عملي کړي.

کابل:

ټولې ژمنې مو درسره عملي کړي، موږ د خپلو ټولو خلکو حقونه ورکړي، خو د حکومت څرنګوالی زموږ داخلي موضوع ده.

: ‏د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي سره:

د کابل نویو واکمنو سره باید رغنده تعاملات او همکاري وشي.

وایي، پاکستان د افغانانو خوشالي غواړي.

: ‏د یوناما بشر حقونو څانګې مشرې فیونا فرازر په تازه مرکه کې ویلي، د نجونو ښوونځیو تړل کېدل د افغانستان پرمختګ پر وړاندې خنډ دی او هڅه کوي څو دا موضوع په دوامداره توګه له ا.ا.ا سره وڅاري.

فرازر زیاته کړې، ټولنه کې دښځو ګډون اړین دی او که چېرته لرې شي نو د هېواد راتلونکی به ښه نه وي.

: ‏وزارت دفاع امریکا (پنتاگون) گفته است که به شمول چهار سیستم موشک به ارزش ۲۷۰ میلیون دالر کمک‌های نظامی با اوکراین می‌نماید.

این کمک‌ها بعد از آن اعلام شد که هفته‌ی قبل بانوی نخست اوکراین به منظور جلب کمک‌ها به واشنگتن سفر نموده بود.

: ‏نظامیان اسراییلی در شهر دمشق پایتخت سوریه حمله نظامی انجام دادند که در نتیجه به شمول سه ملکی شش تن کشته شده و ده تن دیگر زخم برداشته است.

وزارت دفاع سوریه گفته است که نظامیان اسراییلی موشک اندازی نیز نموده که قبل از رسیدن به هدف خنثی شده است.

: ‏منصور احمدخان، سفیر پاکستان در کابل با مارکس پوتزل، سرپرست یوناما دیدار کرده است.

در این دیدار دو طرف بر تلاش‌های مشترک برای کمک با افغان‌ها صحبت کرده است.

: ‏د امریکا د ولسمشر جو بايډن د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په یوه مرکه له افغانستان د امریکايي ځواکونو پر وتلو خبرې کړې دي. نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې له افغانستان وتل د دوی یوازینۍ پرېکړه وه او اړ وو چې دا پرېکړه یې عملي کړې وای.

: ‏د فارس ځايي چارواکو او د سرې مياشتې ټولنې رضاکارانو ويلي چې سيلابونو تر ټولو ډير تلفات په استهبان ولسوالۍ کې اړولي دي. سيلاب ځپلې سيمې ته ۳۰ ژغورونکې ډلې او ۱۵۰ ژغورونکي استول شوي څو د راتلونکو خطرونو په مخنيوي کې له خلکو سره مرسته وکړي.

: ‏د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره لیدلي دي.

‏محمد صادق خان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو په یو شمېر مهمو پرمختګونو او همکاریو خبرې کړي او ترڅنګ يې د افغانستان او سیمې په اړه خپل لیدلوري سره شریک کړي.

: ‏د راپورونو له مخې د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د روانې جولای میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نېټه د افغانستان په اړه سیاسي او اقتصادي نړیوال کنفرانس جوړېږي.

په دې کنفرانس کې به د شلو هېوادونو استازي ګډون وکړي او پکې به د افغانستان امنیتي وضعیت او بشري بحران وڅېړل شي.

د افغانستان ‏د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و، چې دې کنفرانس کې به د اسلامي امارت پلاوی هم برخه واخلي.

: ‏د پاکستاني روپیو ارزښت په تیرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی او اوس د پاکستان په بازارونو کې د یوه ډالر بیه ۲۲۸ روپۍ ده چې دا نرخ د ۱۹۹۸ کال راهیسې بې ساری دی.

‏دا په داسې حال کې ده چې د سریلانکا په شان پاکستان هم له چین او د پیسو نړیوال صندوق (IMF) نه پوړوړی دی او کیدای شي د خپلو پوړونو په ورکولو کې پاتې راشي.

: ‏د قرغزستان ولسمشر صدیر جباروف وايي، د افغانستان روان وضعیت د اټکل وړ نه دی او د ثبات لپاره يې باید هڅې وشي.

نوموړی زیاتوي، د منځنۍ اسیا هېوادونه باید د افغانستان په اړه اقدامات وکړي او په دې برخه کې همغږي ډېره کړي.

: ‏د یوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یوه تلیفوني تماس له لاري د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره خبري کړي دي.

په دې تلیفوني تماس کې زیلینسکي د خپل قزاق سیال څخه د یوکراین د ځمکني بشپتړیا ته د احترام لپاره مننه کړې ده.

‏د راپورونو له مخې د قزاقستان ولسمشر د سږ کال سینت پترزبورگ اقتصادي فوروم کې ویلي وو چې هیواد یې د روسیې لخوا نیول شوي دونیتسک او لوهانسک د ازادو سیمو په حیث نه پیژني.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک