No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په خوست ولایت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرست «مارکُس پوټزل» سره کتلي دي.

‏په دې لیدنه کې د پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزله ځپلو سره مرستو، په دغو ولایتونو کې د ویجاړ شویو کورونو په بیارغونې او په سیمه کې د جیولوژستانو مسلکي ټیمونو لخوا څیړنو په اړه خبرې شوي دي.

: ‏په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شویو کسانو لپاره د پاکستان د بشري مرستو یوه بله کڅوړه نن د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو لخوا په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست سردار احمد شکیب ته وسپارل شوه.

: ‏د کابل د امنيه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي چې د کابل ښار د دريمې حوزې پوليسو هغه غل چې له يوه صراف څخه يې پينځه لکه افغانۍ تښتولې وې له تعقيب وروسته نیولی او د قانون منګولو ته يې سپارلی دی.

: ‏شیخ هبة الله اخوندزاده په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د اسلامي لارښوونو مطابق پر مسوولینو بې ځایه تورونه ویل او له واقعیت څخه لرې نقد کول شرعآ جواز نه لري.

‏نوموړي زیاته کړې، شایعات خپرول په اسلام کې ځای نه لري او د مسلمانانو ترمنځ د کرکې او نفرت سبب کېږي، اعتبار او باور له منځه وړي او همتونه کمزوري کوي.

‏په اعلامیه کې راغلي، کوم عسکر ته لاس اچول، یا يې جامې څیرل او یا هم بد رد ورته ویل، په دې سزا ورکول کېږي او د جامو څیرلو تاوان ورڅخه اخیستل کېږي.

په اعلامیه کې راغلي، د ټولو هېوادوالو او خبري رسنیو شرعي مسوولیت دی، چې دا لارښوونې عملي کړي.

: ‏نن په هېواد کې د نجونو پر مخ د متوسطه او لیسو د تړل کیدو ۳۰۶ ورځې پوره شوې او میلیونونه زده کوونکې نه شي کولی چې ښوونځیو ته لاړې شي.

: ‏د غزني امنیې قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، د اسلامي امارت دوه سرتیري د لامبو وهلو پر مهال د غزني اندړ ولسوالۍ په "سردې بند" کې ډوب او مړه شوي دي. په خبرپاڼه کې د دغو کسانو نومونه نصرت‌الله او عبدالملک یاد شوي چې د اندړ ولسوالۍ د بابرزک کلي اوسېدونکي دي.

: ‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا دولت د یوه ویاند د څرګندونو په غبرګون کې وايي، اسلامي امارت هغه ټولې ژمنې پر ځای کړي چې له امریکا سره یې د دوحې په تړون کې کړې وې.

‏ښاغلي مجاهد په یو لړ ټویټونو کې زیاته کړې، اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او د هغوی د متحدینو پر خلاف وکاروي او وايي، اسلامي امارت د خپلو وکړو د ټولو شرعي حقوقو ورکړې ته هم ژمن دی.

: ‏د پنجشېر د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د دې ولایت په ابشار ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی.

دا ریاست زیاتوي، دا سېلابونه ځاني تلفات نه‌لري، خو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، د اوبو رسولو لویې ویالې او څو پلونه یې ویجاړ کړي دي.

: ‏د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې پر افغان غر ختونکي علي اکبر سخي په پاکستان کې د K2 غره دنګې څوکې ته د ختلو پر مهال د زړه حمله راغلې او مړی شوی دی. د نړۍ دا دویمه دنګه څوکه څه باندې اته زره کېلو مټره لوړوالی لري.

: ‏د افغانستان د غرختنې فدراسیون د لوبڅارانو کمېټې مسوول یاسین محمدي په پاکستان کې د افغان غرختونکي د مړینې خبر تایید کړ.

ښاغلی محمدي رسنیو ته ویلي، دغه افغان غرختونکي د ملي لوبډلې غړیتوب نه درلوده او له څه مودې راهیسې یې په پاکستان کې ژوند کاوه.

: ‏په خوست کې د ځواکمنو ځوانانو غورځنګ لاریون کړی او وايي امریکا په تېرو شلو کلونو کې بې شمېره افغانان وژلي او پر نړیوالې محکمې يې غږ کړی چې په افغانستان کې د امریکا له لوري شوي جنګي جنایتونه وڅېړي.

: ‏توافق‌نامه انتقال غلات از بنادر اوکراین با حمایت رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه بین ترکیه، روسیه، اوکراین و سازمان ملل امضا شد.

: رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه: (توافق‌نامه انتقال غلات) با متن مورد توافق، به جلوگیری از خطر گرسنگی که در انتظار میلیاردها نفر در جهان است کمک خواهیم کرد.

اردوغان: در خصوص کلیه فرآیندها از جمله؛ خروج و حرکت ایمن کشتی‌ها تا رسیدن آنها به بندر مقصد توافق حاصل شد.

اردوغان: اجرا و نظارت بر این طرح فوق‌العاده مهم، توسط مرکز هماهنگی مشترکی که در استانبول ایجاد می‌شود، انجام خواهد شد.

اردوغان: با تردد کشتی‌ها که در روزهای آینده آغاز خواهد شد، مسیر جدیدی از دریای سیاه به بسیاری از کشورهای جهان باز خواهیم کرد.

اردوغان: امیدوارم این گام مشترکی که در استانبول با حضور طرف‌های روسی و اوکراینی برمی‌داریم نقطه عطف جدیدی باشد که امیدها به ایجاد صلح را زنده کند.

: رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه با آنتونیو گوترش، دبیرکل سازمان ملل متحد در استانبول دیدار و گفتگو کرد.

این دیدار پس از امضای توافق‌نامه انتقال غلات از بنادر اوکراین بین ترکیه، روسیه، اوکراین و سازمان ملل در دفتر کاخ دولمه‌باغچه در استانبول انجام شد.

: ‏په هانګ کانګ کې د نړۍ تر ټولو  ‌‌‌‌‌‌ډېر عمر لرونکی پانډا ومړ.‌‌

دغه پانډه چې ان ان نومېده، د ۳۵ کلونو په عمر پرون د هانګ کانګ په یوه تفریحي پارک کې مړ شو.

ان ان له خپلې جوړې جیا جیا سره په چین کې مرکزي حکومت په ۱۹۹۹ کال کې هانګ کانګ ته د ډالۍ په توګه ورکړل.

: ‏د پاکستان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ويلي، چې ويلي، چې سختو بارانونو او سیلابونو د روانې مياشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې په پاکستان کې ۵۶۴۸ کورونه ړنګ کړي، لږ تر لږه ۵۵۹ کليومتره سړکونه او ۲۲ پلونه يې ويجاړ کړي او ۱۶۵۴ څاروي يې وژلي دي.

: ‏کاناډايي چارواکي وايي چې دغه هېواد ته له ګواښ سره د مخ افغانانو د لېږد بهیر په برخه کې ګڼې ستونزې شته، خو دوی هڅه کوي چې له خپلو کړیو ژمنو سره سم، د افغانانو د لېږد بهیر ته دوام ورکړي.

: امریکا وايي، طالبان دې له افغانانو سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي او دوی له طالبانو سره د افغانانو د غوښتونو په تړاو هیڅ ډول جوړجاړي ته نه‌شي رسېدلای. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي، تر هغې چې طالبان د افغانانو غوښتونو ته درناوی ونه‌کړي دوی له طالبانو هیڅ ډول جوړجاړی نه‌کوي. هغه ویلي، د نجونو پر وړاندې دښوونځیو پرانیستل، د اقلیتونو حقوقو ته درناوی، افغان مېرمنو ته د خپلو حقونو ورکړه او هغه کسان چې غواړي له افغانستانه ووځي هغوی ته د تګ او یا را تګ اسانتیاوې برابرول د افغانانو غوښتنې دي او پوره کول یې ساده کار دی. د نوموړي په خبره، له القاعده شبکې سره د اړیکو پرې کول، له تروریزم سره مبارزه او د داسې یو حکومت جوړول چې ټول‌ګډونه وي مهمې غوښتنې دي. د پرایس په خبره، که طالبان دغه ژمنې عملي نه‌کړي امریکا نه‌شي کولای له دوی سره په اسانه مخ ته لاړه شي.

: ‏په هند کې د اول ځل لپاره یوه قبایلي ښځه د ولسمشرې په توگه ټاکل شوې ده.

د هند په اودیشا ایالت کې قبایلي سیاستمداره «دروپادي مورمو» د دې هیواد نوې ولسمشره ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې به لوړه وکړي.

: ‏د افغانستان لپاره د ایران ځانگړي استازي حسن کاظمي قمي د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته سفر کړی دی.

‏د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې حسن کاظمي قمي به په اسلام آباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانگړي استازي محمد صادق خان او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

: ‏دملګرو ملتونو سرمنشي وايي روسیې او یوکراین موافقه کړې چې د تور سمندر د بندرونو له لارې به د یوکراین غلو دانو صادرات بیا پیل شي

په یوکراین کې د جگړې له امله د نړۍ ډیر شمیر هیوادونو کې د خوراکي توکو کمښت رامنځته شوی او د یوکراین په اودیسا ښار کې ۲۰ میلیون ټنه غنم بند پاتې دي.

: ‏یو یهودی خبریال د سږ کال د حج مراسمو پر مهال په پټه مکې مکرمې ته ننوتلی او هلته یې د عرفات غونډۍ او نورو سیمو نه لیدنې کړي.

‏گیل تماري په نوم اسرائیلي خبریال له اسرائیل نه د امریکا د ولسمشر جو بایډن سره جدې ته تر سفر وروسته د یوه سعودي تبعه په مرسته مکې مکرمې ته تللی او هلته یې د حج د مراسمو په اړه گزارش جوړ کړی دی.

: ‏رئیس جمهور تاجکستان در مورد وضعیت کنونی افغانستان ابراز نگرانی کرده و هشدار میدهد که وضعیت کنونی این کشور بر کشورهای منطقه تاثیر منفی خواهد داشت.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک