No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: د ح‌اا قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن غرمه د ح‌ا په مرکزي دفتر کې د ګاونډي هېواد سفير ښاغلی منصور احمد خان خپل حضور ته ومانه.

په دغه کتنه کې دواړو لوريو پر دوه اړخیزو او متوازنو سياسي او إقتصادي اړيکو، د ډېورنډ پر فرضي کرښه د تګ‌-راتګ پر تسهيلاتو او همدا راز په ياد هېواد کې د مېشت افغان مهاجرينو د ستونزو پر حل‌لارو تفصيلي بحث او خبرې وکړې.

: ‏د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وایي چې د دې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې رياست په تیرو دوو اوونیو کې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې ۷۳ تنه غله نيولي دي.

: ‏د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي په پکتیا ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د امر بالمعروف په نوم د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې هیچا ته اذیت نه دی رسیدلی.

‏شیخ محمد خالد الحنفي د یوناما کلني راپور په غبرگون کې ویلي چې اسلام مسلمانانو ته څوارلس سوه کاله مخکې د بشر حقونه ښودلي وو او زیاته کړې یې ده چې د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت د شریعت لخوا خلکو ته ورکړل شوي حقوق ټول مراعاتوي.

: ‏د ا.ا د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو سرپرستانو په پکتیا کې یوې غونډې ته د افغانستان پر امنیتي او دفاعي وضعیت او روانو حالاتو خبرې کړې دي.

‏د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې د امنيتي او دفاعي سکتور پر نظم او کيفيت یې خپل تمرکز ډېر کړى او تر ډېره بريده د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو او د استخباراتو عمومي رياست منسوبين او تشکيلات تنظيم او تجهيز شوي دي.

‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني او د دفاع وزارت سرپرست یعقوب مجاهد د پکتیا ولایت منصوري قول اردو کې جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال د درې واړو امنيتي ارګانونو تر منځ پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او سرتېري یې یووالي او اتحاد ته راوبلل.

: ‏پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې تېره یوه اونۍ کې په ۱۴ ولایتونو کې ورښتونو او سېلابونو ۷۰ کسان مړه کړي او ۹۰ نور ټپيان دي.

د یاد وزارت چارواکي وايي، چې دغو سېلابونو ۲۲۵۰ کورونه هم قسما یا په بشپړه توګه ویجاړ کړي او همداراز ۲ زره څاروي هم تلف شوي دي.

: ‏د ا.ا د کورنیو چارو وزارت وايي، ددې وزارت مرستیال مولوي نور جلال جلالي په افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې مشرې دیکي ایکن سره په لیدنه کې د هیواد په یوولسو ولایتونو کې له زلزله ځپلو او د سیلابونو له امله زیانمن شویو ته د مرستو رسولو په هکله خبرې کړې دي.

: ‏د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د وروستیو طبيعي پېښو د ټپيانو د بېړنۍ درملنې لپاره د متحده عربي اماراتو لخوا جوړ شوي روغتون څخه لیدنه کړې ده.

: ‏د افغانستان پاسپورټ د پاسپورټونو په نړیواله درجه بندۍ کې د لږ اعتبار لرونکي پاسپورټ په توګه پېژندل شوی او د لېست په پای کې راغلی دی.

دا نړیواله درجه بندې د هنلي او شرکا شرکت لخوا ترتیب شوې ده.

‏د چارو کارپوهان وايي، د یوه هېواد پاسپورټ د نورو دلایلو تر څنګ د امنیت نشتوالي، اقتصادي کمزورۍ، بې ثباتي او نورو شاخصونو له کبله د لږ اعتبار لرونکو پاسپورټونو په کتار کې ځای نیسي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د قطر نوي ټاکل شوي مرستیال سفير سعيد العيده سره لیدلي دي.

‏د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر په اړیکو او همداراز د پانګونې، کرنې، کانونو، د بریښنا تولید، اتصال او ګڼو نورو انکشافي پروژو په تړاو خبرې شوې دي.

: ‏د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ډېورنډ فرضي کرښې څخه لیدنه کړې ده.

‏محمد یعقوب مجاهد له دې سیمې څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او په خبره یې افغان خاوره د هيڅ هېواد پر ضد نه کارول کیږي. نوموړي ویلي، نورو هېوادونو ته به هم اجازه ورنه کړي چې په افغان خاوره برید وکړي.

: ‏کابل کې د ایمیرجنسي روغتون وایي چې تر دې مهاله ۳۳۰۰ کسان د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د دې روغتون په کلینیک کې تداوي شوي دي.

ایمیرجنسي انجیو وایي چې په دې کلینیک کې د زلزله ځپلو د تداوي ترڅنگ په یو شمیر نارغیو اخته کسان هم تداوي کیږي.

: ‏داکتر خالص قادری، مسوول سرويلانس صحت عامه جوزجان می گوید، كه ۱۲ تن بر اثر مبتلا شدن به مرض کولرا در ولسوالی‌های مردیان و آقچه این ولایت جان باختند. به گفته او تاکنون ۶۹۵۰ تن در این ولایت به مرض کولرا مبتلا شده اند.

: ‏د افغان بشري وضعیت په اړه د یوناما راپور ته غبرګونونه:

طالبان:

هیڅوک مو خودسرانه نه دی وژلی، یوناما درواغ او پروپاګند کوي.

د افغانستان د حقوق بشر پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر:

د یوناما د راپور خپرولو کار ستایم.

د تښتیدلي پخواني ولسمشر مرستیال امر الله صالح:

د یوناما راپور کم او ناقص دی، ملګري ملتونه د نویو واکمنو په جنایت سترګې پټوي.

: ‏د هوا پېژندنې اداره:

نن پنجشنبه نورستان، بدخشان، کونړ، لغمان، ننگرهار، پکتیا، پکتیکا، لوگر، خوست، غزني او زابل کې د شدیدو بارانونو احتمال دی.

وایي، پام کوئ، ځان او کور ته.

: ‏اوکراین: طی روز گذشته 100 سرباز روسیه کشته شدند.

: ‏بر بنیاد سروی تازه‌ی یک رسانه اروپایی؛ ۶۹ درصد افغان‌ها به این نظر هستند که هندوستان کشور دوست افغانستان است.

در این سروی گفته شده که ۶۷ درصد افغان‌ها به این نظر نیز هستند که پس از خروج نیروهای امریکایی از افغانستان چین و پاکستان ا.ا.ا را تشویق کرد که به قدرت برسد.

‏سروی مذکور میان افغان‌های عام صورت گرفته است.

: ‏سرگی لاوروف، وزیر امور خارجه روسیه می‌گوید که در حال آماده‌گی برای حملات بر مناطق دیگر هستند.

لاوروف گفته است که تنها هدف آنان تسلط بر دونباس نیست، بلکه می‌خواهند مناطق بیشتری را زیر سلطه خویش بیاورند.

: ‏قصر سفید به رسانه‌ها گفته است، جو بایدن پلان دارد که تا ده روز آینده با رییس جمهور شی جنپنگ دیدار کند.

بایدن در حالی نیت این سفر را نموده است که اختلافات میان امریکا و چین بر سر تایوان بیشتر شده است.

: ‏تاجکستان: افعانانو زموږ په طرف د مخدره توکو قاچاق زیات کړی.

وایي، ۲۰۲۲ کال کې مو تر اوسه ۱۱ افغان قاچاقبران له ۵۴ کیلو هیروینو، ۴۰۲ کیلو اپیمو، ۴۰۳ کیلو خام چرس،  ۱۲۸ کیلو پاخه چرسو سره نیولي.

: ‏د کرکټ نړیوالې ټولنې نه د سریلنکا معذرت:

سږ کال په خپل کوربه توب اسیایي جام سیالۍ نه شو کولی.

وایي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز وضعیت مو خراب دی، عربي اماراتو ته دا سیالۍ یوسئ.

: ‏امریکا اوکراین ته د نورو توغندیو د ورکړې پرېکړه وکړه. د امریکا ددفاع وزیر لویډ آسټین په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی اوکراین ته نور دقیق هدف وېشتونکي او پياوړي توغندي ورکوي چې د روسیې ضد جګړه کې یې وکاروي.

: ‏هند افغانستان ته راګرځېدل پيل کړي دي. ایرو ایشیا رېوېو نشریه په یوه مقاله کې لیکي چې هند په افغانستان کې د خپل ماموریت د پیلولو لېوالتیا لري چې په همدې لړ کې یې افغانستان ته بېرته راتګ ته ادامه ورکړې ده.

: ‏قزاقي رسنیو د دغه هېواد د اړوند چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې دا هېواد غواړي د ازبکستان، کابل او پېښور ترمنځ د ریل پټلۍ جوړولو کې مرسته وکړي.

: ‏لین اودانل، نویسنده فارن پالیسی، ادعا می کند او در بازداشت امارت اسلامی بود و اکنون از افغانستان بیرون شده است و به این کشور برگشته نخواهد توانست ‏این نویسنده فارن پالیسی در صفحه تویتراش نگاشته است که در هنگام بازداشت امارت اسلامی به وی دستور داد که در صفحه تویتراش پوزش بخواهد و یا به زندان خواهد رفت ‏از سوی هم منابع نزدیک به امارت اسلامی می‌گویند که این بانو به تعقیب نشر گزارشهای نادرست،  از گزارشدهی از افغانستان ممنوع شده بود ، اما او با آن هم در باره افغانستان به گونه نادرست و غیر قانونی گزارش تهیه می‌کرد که امارت اسلامی آن را نقض قانون افغانستان می‌داند.

: ‏په سریلانکا کې د نوي ټاکل شوي ولسمشر رانیل ویکر مسینگي پر وړاندې نوي لاریونونه پیل شوي دي.

وروسته تر هغه چې د سریلانکا پارلمان د دې هیواد پخوانی صدراعظم د نوي ولسمشر په توگه وټاکلو اوس یو ځل بیا د هغه پر وړاندې لاریونونه پیل شوي دي.

: ‏د امریکا مرکزي استخباراتو ادارې یا سي آی اې رئیس «ویلیم برنز» اسپِن امنیتي فوروم کې ویلي چې امریکا هیڅ توقع نه لرله د افغانستان پرځول شوي حکومت مشران وتښتي او د دې هیواد پوځ وپاشل شي.

‏برنز وایي چې «سي آی اې» په افغانستان کې د طالبانو پرمختگ او د هغوی پر وړاندې نظامي او سیاسي غبرگونونو ته کتو سره ناامیده وه خو زیاتوي چې له افغانستانه په وتلو کې یې ډیر څه زده کړي دي.

‏برنز وایي چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په مهال دی افغانستان کې و او د کابل پر هوایي ډگر د داعش د برید شاهد هم و چې ۱۳ امریکایي سرتیري پکې ووژل شول.

خو نوموړی وایي چې امریکا له افغانستانه د دې هیواد د اتباعو او د «سي آی اې» افغان همکارانو په ایستلو کې کامیابه وه.

: ‏د سریلنکا بحران:

د پارلمان لخوا د نوي ولسمشر انتخابولو هم د قهرجنو اعتراضونو اور مړ نه کړ.

خلک وایي، نوی ټاکل شوی ولسمشر خو دې نه مخکې سپږ ځله د صدراعظم په څوکۍ موږ لیدلی او تجربه کړی دی، دا به موږ ته اوس څه وکړي؟

: ‏د ایټالیا صدراعظم ماریو دراگي د دې هیواد ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړې ده.

په ایټالیا کې له میاشتو سیاسي بحران وروسته د دې هیواد صدراعظم له خپلي دندې استعفا کړې ده.

: ‏عراقي چارواکي وایي چې ترکیې د دې هیواد د دوهوک ولایت په زاخو ښار کې په یوه تفریحي مرکز بمباري کړې ده.

چارواکي زیاتوي چې د ترکیې د بمبارۍ له امله د یوه یو کلن ماشوم په گډون ۹ سیلانیان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

‏خو ترکیې بیا د عراقي چارواکو دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په سیمې باندې برید د پي کې کې ترهگرو لخوا ترسره شوی دی.

: ‏سپینه ماڼۍ وایي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په کورونا ویروس اخته شوی دی.

بایډن د امریکا ماسیچوسیت او رود ایلند ایالاتونو ته تر سفر وروسته په کورونا ویروس اخته شوی دی.

: ‏د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي، چې طالبانو پر خپلې هغې ژمنې چې ګنې افغانستان کې به ټولشموله حکومت رامنځ ته کوي؛ عمل نه دی کړی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک