No-IMG

د حکمتيار صاحب اتمه درسي حلقه (حجاب او شرعي لباس) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه؛ د سرطان ۲۹مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

 

د «حجاب او شرعي لباس» تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار اتمه درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼ‌شمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.

قدرمن مشر نن ورځ د يادي موضوع او د تېرو درسي حلقاتو د تتمي او نتيجي په توگه وويل:

په داسي حال كي چي د مېرمنو د لباس په اړه د قرآن لارښووني صراحت لري؛ د النور سورې د 30 او 31 آيتونو له پنځو برخو معلومېږي چي مخ له پټولو مستثنى شوى:

1- (قُلْ لِلْمُؤْمِنِيْنَ يَغُضُّوا مِنْ اَبْصَارِهِمْ...)،

2- (وَلا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلا مَا ظَهَرَ مِنْهَا....) 

3- (وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ...) 

4- (وَلا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ

5- (أَوِ ٱلطِّفۡلِ ٱلَّذِينَ لَمۡ يَظۡهَرُواْ عَلَىٰ عَوۡرَٰتِ ٱلنِّسَآءِۖ )

 

نوموړی زیاتوي چي: د قرآن دا برخي په څرگنده توگه ښيي چي د مېرمنو د بدن ځيني برخي او اړوند گاڼې ئې په ستر كي شاملي نه دي؛ په همدې اړه د رسول الله صلى الله عليه و سلم احاديث همدا خبره كوي؛ اړوند احاديث ئې داسي دي چي د إسنادو له پلوه ډېر مشهور گڼل كېږي؛ لومړني راويان ئې پنځه مشهور صحابه لكه ام المؤمنين عائشه، عبد الله بن عباس، عبد الله بن عمر، انس بن مالك او جابر بن عبد الله رضي الله عنهم دي؛ د احاديثو په كتابونو كي ډېر لږ دومره مشهور روايات مومو چي لومړني راويان ئې پنځه مشهور صحابه وي؛ او روايت هم داسي چي په قرآن كي څرگند شاهد ولري؛ پر دې ټولو علاوه د رسول الله صلى الله عليه و سلم له دور تر نن پوري؛ د مُحْرِمو مېرمنو د احرام لباس داسي وو او دئ چي د مخ، رغوو او پښو پټول په كي نشته؛ او دا په تواتر سره تر ننه؛ له يوه نسل بل ته انتقال شوى دود او سنت دئ؛ آيا عجيبه نه ده چي څوك سره له دې ټولو؛ بله رأى وړاندي كړي او پر خپلي غلطي رأى اصرار او ټينگار وكړي؟!! 

هيله ده د هغو په څېر نشو چي قرآن ئې په اړه فرمايي: ځيني داسي دي چي كه له آسمان؛ او د الله تعالى له لوري؛ مخامخ دوى ته كوم كتاب هم راشي؛ او هغه د خپلي غلطي رأى او ناسمي سليقې خلاف ومومي؛ نو نه ئې مني:

وَلَوْ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ كِتَابًا فِي قِرْطَاسٍ فَلَمَسُوهُ بِأَيْدِيهِمْ لَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلا سِحْرٌ مُبِينٌ 7   الأنعام 7

او كه مو په كاغذ كي (ليكلى) كوم داسي كتاب پر تا نازل كړى وى چي لاس ئې پرې راكاږلى، نو دغو كافرانو به ويل: دا خو له څرگند سحر پرته بل شىء نه دئ!!

يعني څوك چي د حق او حقيقت منلو ته ذهناً او عملاً چمتو نه وي؛ نه يوازي په دلائلو نه قانع كېږي؛ بلكي كه له آسمان داسي كتاب هم ورته راشي چي په كاغذ كي ليكلى وي، د دوى د سترگو په وړاندي له آسمان راكوز شي او دوى ته په لاس كي وركړى شي؛ نو سره له دې به وايي: دا له سحر او دوكې پرته بل څه نه دئ!! هلته چي فرمايي:

وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَابًا مِنَ السَّمَاءِ فَظَلُّوا فِيهِ يَعْرُجُونَ 14 لَقَالُوا إِنَّمَا سُكِّرَتْ أَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَسْحُورُونَ 15   الحجر: 14- 15

او كه د آسمان كومه داسي دړه مو ورته پرانيستې وى چي دوى په كي لوړ ختلى؛ نو حتماً به ئې ويلي وو: زموږ سترگي بې سده كړى شوې؛ بلكي موږ هغه وگړي يو چي كوډي پرې شوې.

يعني هغه چي د يوه حقيقت منلو او د خپلي غلطي رأى پرېښودو ته ذهناً چمتو نه وي؛ نه په دلائلو قانع كېږي او نه د معجزو په ليدو سره؛ مخكينيو له پيغمبرانو عليهم السلام معجزې غوښتلې؛ د معجزو غوښتنه ئې هسي پلمه وه، د معجزو په ليدو سره ئې هم ايمان نه دئ راوړى، حتى كه د آسمان كومه داسي دړه ورته پرانيزو چي دوى په وازو سترگو په كي لوړ وخېژي؛ نه يوازي ايمان به رانه وړي بلكي وايي به: زموږ سترگي بې سده شوې، غلط شوي يو، دا به هسي كوم خوب وي نه په ويښه بر تلل؛ بلكي وايي به: پر موږ كوډي شوې.

 

نوموړي دا هم وويل:

په تېرو څوارلس نيمو پېړيو كي په مليونونو مېرمني حج ته تللې؛ داسي چي په احرام كي به ئې مخ، لاسونه او پښې پټي نه وې؛ او همدا د ډېرى فقهاءو او ائمه وو رأى ده؛ د څلورو معروفو او منل شوو امامانو؛ امام ابوحنيفه، امام شافعي، امام مالك او امام احمد حنبل په شمول؛ چي پلويانو ئې پرې عمل كړى؛ د مصر مفتي الشيخ احمد الطيب؛ د امام احمد حنبل په اړه وايي: دى او د مذهب ټول علماء ئې په استثناء د يوه كس؛ همدا رأى لري؛ هغه د مشهور حنبلي مذهب فقيه؛ ابن قُدَامه په كتاب المُغْنِي استناد كوي چي په احرام كي نقاب تحريموي؛ او وايي مېرمن به له نقاب پرته لمونځ كوي.

د دې رأى اړوند روايات د امام بخاري، امام مسلم، أبو داؤد، نسائي او أحمد رحمهم الله؛ په څېر محدثينو په خپلو كتابونو كي راوړي؛ د اهل تشيع رأى هم دغه ده؛ په ټول امت كي يوازي ځيني سلفيان د نورو خلاف شاذ نظر لري؛ په داسي حال كي چي دوى د بخاري په رواياتو د استناد دعوى كوي؛ خو دلته د بخاري په يوه نيمگړي روايت استناد كوي!! اما په بخاري كي چي د ستر په اړه كوم مكرر روايات راغلي؛ تر ټولو اصح ئې هغه دئ چي د مېرمنو مخ او لاسونه له عوراتو مستثنى كوي؛ مشهور مفسرين لكه قُرطُبي او طَبَري، مخكني او اوسني محققين لكه ابن حزم او علامه الباني؛ دا ټول وايي چي د مېرمنو مخ او د لاسونو رغوي په عوراتو كي شامل نه دي؛ آيا عجيبه نه ده چي څوك دې ټولو ته له اعتناء پرته؛ وايي يا انگېري چي مخ او لاسونه هم په ستر كي شامل دي؟!! او آيا د هغو په اړه هم تر دې ډېر حيرت او تعجب نه دئ په كار چي داسي بې دليله رأى مني؟!!

 

ښاغلي حکمتيار وايي:

كه څوك قرآن مني نو قرآن مېرمني د مخ پر پټولو نه دي گمارلې؛ كه څوك رسول الله صلى الله عليه و سلم مني نو هغه نه دي ويلي چي مېرمني به په احرام، لمانځه او له لمانځه بهر خپل مخ او لاسونه پټوي؛ بلكي امر ئې كړى چي په احرام كي به د مېرمنو مخ او لاسونه لوڅ وي؛ همداسي لكه چي نارينه وو ته ئې ويلي چي په احرام كي به ئې سر لوڅ وي. كه څوك حنفي مذهب وي نو امام أبو حنيفه ويلي چي د مېرمنو مخ، لاس او پښې په ستر كي شامل نه دي؛ او همدا د احنافو د ټولو مخكنيو فقهاءو او علماءو اجماعي رأى ده.

 

دغه راز نوموړي په پای کي د موضوع اړوند يو عقلي دليل هم راووړ او وئې ويل:

د دې موضوع په اړه؛ د قرآنى لارښووني د مزيد تأييد او تشريح لپاره دا عقلي دليل هم ستاسو مخي ته ږدم

په ډېريو ژوو؛ حيواناتو او مرغانو كي نارينه تر ښځينه زيات رنگين او ښايسته وي او ښځينه ئې ساده او سنگينه؟ حتماً به په دې كي كوم ستر الهي حكمت وي؛ راشئ وگورو چي دا حكمت به څه وي؛ او آيا لازمه ده چي په انسانانو كي هم د لباس په ارتباط دا اصل او حكمت په پام كي ونيول شي؟ 

د ژوو جنسي جوړښت داسي دئ چي نارينه ئې د جنسي مادې (مني) كڅوړه لري؛ د فطرت غوښتنه ئې دا ده چي كله دا كڅوړه ډكه شي بايد هغه تشه كړي؛ دا ئې جنسي نږدې والي او ضرورت رفع كولو ته هڅوي؛ عملاً گورو چي تل نارينه په ښځينه پسي درومي؛ اما په مقابل كي ئې ښځينه داسي نه وي؛ د نارينه همدا ځانگړتيا هغه له بل سره نزاع ته هڅوي؛ د ډېرى ژوو تر منځ اكثر جگړي د نارينه وو تر منځ وي؛ او منشأ او عامل ئې اكثراً همدا وي؛ كورنى چرگ ئې يو مثال دئ؛ لس مېرمني به ساتي او پالي؛ نه به دى له مېرمنو سره جنگېږي او نه ئې مېرمني په خپلو منځونو كي؛ خو چي بل چرگ ئې خوا ته راشي؛ جگړه پيل شي؛ داسي چي دواړه په كي زخمي زخمي شي؛ گورو چي تل نارينه ښځينه ته د نږدېكت هڅه كوي، اما مېرمن ئې آرام او ځان لري لري كوي!! ځيني نارينه د ښځينه د جلبولو په ارتباط داسي حركات كوي چي نڅا ته ورته وي؛ او په ترڅ كي ئې خپل ټول ښايست څرگندوي؛ د فطرت تقاضى همدا ده چي نارينه بايد ښايسته او رنگين وي چي ښځينه جلب او نږدېكت ته چمتو كړي؛ كه ښځينه ئې ډېري ښايسته او رنگيني وى نو نارينه به لا زيات تحريك كېدو او په نتيجه كي به ئې اوسنى فطري تعادل له منځه تلو او د نارينه وو تر منځ به شخړي او جگړي لا زياتېدې؛ دا نن په غربي هېوادو كي د جنائي پېښو او قتلونو لويه برخه؛ له جنسي تېريو سره تړاو لري؛ د متحده ايالاتو د 2021 كال په خپور شوي راپور كي راغلي چي په تېر كال كي په ټولي امريكا كي نږدې 50000 وگړي د جنايي پېښو له كبله وژل شوي؛ د دې پېښو ډېرى ئې له جنسي تېريو سره تړاو لري؛ تاريخ شهادت وركوي چي په كوم هېواد كي جنسي انحرافات زيات او عام شوي؛ د قتلونو كچه هم لوړه شوې. اسلام چي د نارينه او ښځينه جامو په اړه كومه لارښوونه لري؛ د دوى دا فطري جوړښت او د جنسي شذوذ بدي پايلي په پام كي نيول شوې. مېرمن خپل مېړه ته هر راز سينگار كولى شي او دا سينگار ئې د ثواب كار گڼل شوى؛ اما د پردي په وړاندي د داسي محدوديتونو په مراعات گمارل شوې چي د فتنو د مخنيوي لپاره ضروري دي؛ خِمار ئې په كور كي او جلباب ئې په بهر كي د همدې لپاره دئ.

 

قدرمن مشر د خپلي إدعاء د إثبات او د موضوع د لا روښانتيا لپاره د ژوو گڼ شمېر تصويرونه هم د گډونوالو مخ ته کېښودل چي د نارينه او ښځينه مرغانو او حيواناتو تر منځ د ښايست له پلوه څرگند توپير په کي له ورایه برېښېده.

 

د پورتنئ نتيجي او تتمي تر توضیح وروسته ښاغلي حکمتيار د إفك پېښي پر اړوند روايت هم تفصيلي بحث وکړ او زياته ئې کړه:

راشئ د دې پېښي اړوند هغه روايت له نظره تېر كړو چي ځيني ئې په يوې برخي استناد كوي او غواړي دا ثابته كړي چي مېرمني د مخ پر پټولو گمارل شوې؛ او گواكي عائشې رضي الله عنها ځكه د يوه نامَحَرم په وړاندي خپل مخ پټ كړى؛ چي د أحزاب سورې كي د مخ پټولو حكم راغلى!! دا روايت په بخاري كي د ابن شِهَاب الزُهْرِي له لوري روايت شوى؛ كه څه هم دا روايت ډېري ستونزي لري او دومره اوږد دئ چي په وړې رسالې كي ئې راوړل مناسب نه برېشي؛ خو ما د دې لپاره راوړى چي همدا د هغو لپاره مهم مُسْتَمْسَك او سند دئ چي غواړي ثابته كړي مېرمني د مخ پر پټولو گمارل شوې دي!! 

راوي ئې زُهري دئ او د روايت په پيل كي وايي: له عُرْوَةَ بْنِ الزُّبَيْرِ، سَعِيدِ بْنِ الْمُسَيِّب، عَلْقَمَةَ بْنِ وَقَّاص اللَّيْثِىِّ او عُبَيْدِ الله بْنِ عَبْدِ الله بْنِ عُتْبَة مي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د مېرمني عَائِشې رضى الله عنها هغه روايات تر لاسه كړى چي د تور لگوونكو د هغي وينا په اړه دي چي دوى كړې وه او الله تعالى هغې ته برائت وركړ، د دوى هر يوه د حديث يوه برخه راته ويلې، ځيني ئې تر ځينو نورو زيات پوهېدل او په وړاندي به ئې عكس العمل مضبوط وو، (ښه به ئې حفظ كړى وو)، د دوى له هر يوه مي هغه روايت ذهن ته سپارلى چي دوى له عائشې رضى الله عنها ما ته ويلى، د ځينو وينا د ځينو نورو تصديق كوي، دوى داسي گمان كړى چي عائشې رضى الله عنها دغه خبره كړې؛ د زهري له دې وينا معلومېږي چي د دې روايت بېلي بېلي برخي ئې له گڼ شمېر راويانو تر لاسه كړې، له ځينو ئې ډېر څه او له ځينو ئې لږ برخه؛ ټولي خبري ئې په ذهن كي حفظ كړې؛ له ليكلو پرته؛ او په پاى كي ئې گډ روايت ترتيب كړى؛ په دې روايت كي دا مطلب هم راغلى چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به په غزواتو كي خپله مېرمن هم له ځان سره بېوله؛ همغسي لكه چي ځينو صحابه وو به خپلي مېرمني له ځان سره بېولې؛ تاسو د حَفْصَه بنت سيرين رضي الله عنها روايت كي ولېدل چي وايي: زما خور له خپله مېړه سره په شپږو غزواتو كي شركت كړى.

موږ دلته د لوستونکو د اسانتيا لپاره يوازې د إفك اړوند روايت پر ژباړه اکتفا کوو او د متن له راوړلو ئې تېرېږو. د ياد روايت ژباړه په دې ډول ده:

عائشه رضى الله عنها وايي: د رسول الله صلى الله عليه و سلم عادت دا وو چي کله به ئې د سفر اراده وکړه نو د خپلو مېرمنو تر منځ به ئې قُرْعَة (پچه) واچوله او د چا په نامه چي به پچه وختله هغه به ئې ورسره بېوله؛ په يوې غزا كي چي نوم ئې (بَنِي الْمُصْطَلِقِ بل نوم ئې الْمُرَيْسِيعُ) دئ؛ زموږ تر منځ قُرعه واچوله چي زما په نامه وختله؛ نو زه ورسره ولاړم، دا له هغه وروسته وو چي د حجاب حکم نازل شوى وو، زه په کجاوه کي وړل کېدلم او بيا به ئې له همدې كجاوې سره کوزولم، نو ولاړو تر هغه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له دې غزا فارغ او بېرته ستون شو او مدينې ته نږدې شوو، يوه شپه ئې د کاروان د حرکت ږغ وکړ، زه د دوى له اعلان سره سم پاڅېدم او له لښکر آخوا تېره شوم، د حاجت له تر سره كولو وروسته خپلي کجاوې ته ستنه شوم، متوجه شوم چي زما هار چي د يماني مرغلرو وو شلېدلى (لوېدلى) دئ، نو د خپل هار په لټه كي شوم، د هار لټي وځنډولم، هغه ډله چي زما کجاوه به ئې پورته کوله راغلې او هغه ئې پورته کړې او زما پر اوښ ئې بار کړې او گمان ئې کړى چي زه په کجاوه کي يم، هغه وخت به د ښځو وزن کم وو، غوښي به نه وې درنې كړې، لږ خواړه به ئې خوړل، نو كله چي ئې کجاوه پورته کړې د هغې سپكوالي ته نه دي متوجه شوي، هغه مهال ډېره کمعمره وم، دوى اوښ پاڅولى او خوځېدلي، ما خپل آميل له هغه وروسته وموند چي لښکر روان شوى وو، د کاروان مېني ته راغلم؛ خو هلته نه غږ كوونكى وو او نه ځواب وركوونكى، نو خپل مخكيني ځاى ته راغلم، گمان مي کاوو چي دوى به ژر زما په نشتوالي پوه شي او زما لوري ته به راستانه شي، نو په داسي حال كي چي ناسته وم سترگي مي ورغلې او ويده شوم، صَفْوَانُ بْنُ الْمُعَطَّلِ السُّلَمِيُّ الذَكْوَانِي په لښکر پسي له شا راروان وو (رسول الله صلى الله عليه و سلم په همدې دندي گمارلى وو) او سهار زما ځاى ته رارسېدلى وو، د ويده انسان سيورى ئې تر سترگو شوى وو، زما خوا ته راغلى، زه ئې پېژندلې يم، ځكه د حجاب تر حكم وړاندي ئې زه ليدلې وم، زما په ليدو سره ئې استرجاع وكړه (إنا لله و إنا إليه راجعون ئې وويل) او په همدې سره زه راويښه شوم، ما په خپل جلباب (پړوني) مخ پټ كړ، په الله قسم چي نه ئې له ما سره خبره كړې او نه مي له استرجاع پرته له ده بله كلمه اورېدلې، تر هغه چي خپل اوښ ئې راوست او په مخكنۍ پښو ئې چو کړ او زه پرې سپره شوم، روان شوو، اوښ ئې تر پړي نيولى وو او ترې مخكي روان وو، تر هغه چي لښکر ته ورسېدو چي په ټکنده غرمه کي ئې اړولي وو، (همدلته فتنه شروع شوه)، څوک چي تباه کېدو هغه تباه شو، او چا چي د دې دروغجن تور ذمه په غاړه واخيستله عبدالله بن ابي بن سلول وو، مدينې ته ورسېدو، له رسېدو وروسته زه يوه مياشت ناروغه شوم او خلک د تور لگوونکو په خبري كي بوخت ول، زه له دې ټولو بې خبره وم، خو د خپل مرض په حال کي دې خبري په شک کي اچولم چي دا ځل له رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه لطف او مهرباني نه وينم چي تر دې وړاندي به ئې د مرض په حال کي راباندي درلوده، کله چي به راغى سلام به ئې واچاوو او وبه ئې فرمايل: دا څنگه ده؟ بيا به ولاړ، دغي خبري په شك كي اچولم، خو له افک (دروغجن تور) تر هغه نه وم خبره چي جوړه شوم او راووتم، ام مِسْطَح راسره يو ځاى کنډوالو ته ووتلو، دا مو صحرا ته د وتلو ځاى وو، موږ به صرف يوه شپه بله شپه وتلو، دا تر هغه د وړاندي وخت خبره ده چي موږ کورونو ته نږدې تشنابونه جوړ كړل، صحرا ته تېرېدو کي زموږ حال همغسي وو لكه د پخوانيو بانډه چيانو، موږ به له دې ځورېدو چي كورونو ته نږدې دا كار وكړو، نو زه او ام مِسْطَح سره رواني شوو، هغه د ابي رهم بن عبد مناف لور او مور ئې د صَخْرِ بْنِ عَامِر لور او د ابوبكر صديق رضى الله عنه خاله وه، زوى ئې مِسْطَح بْنُ أُثَاثَة وو، زه او ام مسطح له صحرا بېرته د كور په لوري رارواني شوو، د ام مسطح پښه په خپل ټکري کي بنده شوه او ولوېده او وئې ويل: مسطح دي خوار شي، ما ورته وويل: ناوړه خبره دي وکړه، آيا داسي چا ته ښکنځلي کوې چي د بدر غزا كي ئې شركت كړى؟ هغې راته وويل: اې خواره کۍ! آيا اورېدلي دي نه دي چي څه ئې ويلي؟ وائي: ورته ومي ويل: څه ئې ويلي؟ بيا ئې د افک د خاوندانو خبره راته وکړه، پدې سره مي مرض تر وړاندي زيات شو، نو كله چي کور ته ستنه شوم او رسول الله صلى الله عليه و سلم راغى، سلام ئې راکړ او وئې فرمايل: دا څنگه ده؟ ما ورته وويل: آيا اجازه راکوې چي د مور پلار کره مي ولاړه شم، وايي: دغه وخت زما نيت دا وو چي د دې خبري حقيقت له دوى دواړو معلوم كړم، رسول الله صلى الله عليه و سلم اجازه راکړه او زه د پلار کره ولاړم، مور ته مي وويل: مورې! دا خلک څه وايي؟ مور مي وويل: لورې! غم مه کوه؛ په الله تعالى قسم داسي گلالۍ ښځه به کمه پيدا شي چي خاوند ته هم گرانه وي او بني هم ولري او بيا دا ډول خبري ورپسي ونه شي، ما وويل: سبحان الله! آيا خلکو داسي خبري کړې دي؟

عائشه رضى الله عنها وايي: هغه شپه مي سهار كړه؛ پرته له دې چي اوښکي مي تم شي او خوب مي سترگو ته راشي، تر هغه چي سهار شو او ما ژړل؛ چي وحي وځنډېده نو رسول الله صلى الله عليه و سلم علي بن ابي طالب رضى الله عنه او اسامه بن زيد رضى الله عنه وروغوښتل او له دوى دواړو سره ئې له خپلي مېرمني د بېلتون په اړه مشوره کوله، اسامه رضى الله عنه د هغي پوهي له مخي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د اهل د برائت په اړه ئې درلوده او د هغه محبت له كبله چي په خپل زړه كي ئې ورسره درلود وويل: يا رسول الله! هغه (عائشه) رضى الله عنها ستا مېرمن ده، قسم په الله چي موږ له ښېگڼي پرته بل څه ندي ترې ليدلي، خو علي بن ابي طالب رضى الله عنه وويل: يا رسول الله! الله تعالى درباندي تنگي نه ده راوستې او له دې پرته نوري ښځي هم ډېري دي، او پدې اړه له وينځي پوښتنه وکړه هغه به رښتيا درته ووايي. نو رسول الله صلى الله عليه و سلم بَرِيْرَة رضى الله عنها راوغوښته او ورته وئې فرمايل: آيا تا له عائشې رضى الله عنها داسي څه ليدلي چي په شک کي دي واچوي؟ بَرِيْرَة رضى الله عنها وويل: قسم په هغه ذات چي ته ئې په حقه رالېږلى يې ما هيڅ د شک وړ څه ندي ترې ليدلي، له دې پرته مي بل داسي كار نه دئ ترې ليدلى چي هغه کشره نجلۍ ده، د خپلي كورنۍ لامده وړه به پر ځاى پرېږدي، ويده به شي، څاروي به راشي او هغه به وخوري. نو رسول الله صلى الله عليه و سلم په همدې ورځ پاڅېد او د عبدالله بن ابي بن سلول په اړه ئې شكايت وكړ او په داسي حال كي چي پر منبر وو وئې فرمايل: اې مسلمانانو! د هغه سړي په وړاندي به څوک ما معذور وگڼئ (كه په خلاف ئې څه وكړم) چي ما ته ئې زما د كورنۍ په اړه اذيت رارسېدلى، قسم په الله تعالى چي ما له خپلي مېرمني له نېكي پرته بل څه نه دي ليدلي او دې خلکو په داسي يوه سړي تور لگولى چي ما له خير پرته بل څه ندي ترې ليدلي او هغه هيڅکله له ما پرته زما کور ته نه دئ ننوتى.

نو سَعْدُ بنُ مُعَاذ انصاري رضى الله عنه پاڅېد او وئې ويل! يا رسول الله! زه دي له دې سړي بې غمه کوم، که هغه د اوس د قبيلې وي نو سر به ئې غوڅ کړو او که زموږ د وروڼو خزرج له قبيلې وي نو هغه څه به ورسره وکړو چي ته ئې د کولو امر راته وکړې، پدې خبرو پسي سَعْدُ بنُ عُبَادَة رضى الله عنه چي د خزرج قبيلې سردار او تر دې وړاندي صالح انسان وو؛ خو دلته قومي تعصب پرې غالب شو، پاڅېد او سَعْدُ بنُ مُعَاذِ رضى الله عنه ته ئې په خطاب كي وويل: دروغ وايې: قسم په الله که ئې ووژنې او داسي کولى هم نه شې؛ دلته اسيد بن حضير رضى الله عنه (د سَعْدُ بنُ مُعَاذ د تره زوى) پاڅېد او سعد بن عباده رضى الله عنه ته ئې وويل: قسم په الله چي ته دروغ وايې؛ په والله چي وژنو به ئې؛ ته منافق يې او د منافقانو ملاتړ کوې؛ پدې سره دواړه قبيلې (اوس او خزرج) سره ببري شوې، نږدې وه چي لاس سره واچوي، په داسي حال كي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم پر منبر ولاړ وو، د دوى د آرامولو هڅه ئې كوله، تر هغه چي ټول چوپ شول؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم هم چوپ شو

ما دا ورځ هم داسي تېره كړه چي نه مي اوښکي ودرېدې او نه مي خوب سترگو ته راغى، سهار مي مور او پلار راته راغلل په داسي حال كي چي ما دوې شپې او يوه ورځ ژړلي وو، نه مي اوښکي ودرېدلې وې او نه مي خوب سترگو ته راغلى وو، داسي مي انگېرله چي له ژړا به مي زړه وچوي. عائشه رضى الله عنها وايي: په داسي حال كي چي مور او پلار مي را سره ناست وو او ما ژړل يوې انصاري مېرمني د ننوتو اجازه وغوښته، ما اجازه ورکړه، هغه راغله او کښېناسته او له ما سره ئې ژړا پيل كړه، په همدې حالت کي رسول الله صلى الله عليه و سلم راغى او کښېناست، له هغي ورځي رادېخوا نه وو راسره كښېنستى چي دا خبري شوې وې، په داسي حال كي چي يوه مياشت تېره شوې وه، او زما په اړه كومه وحي نه وه ورته شوې، وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له كښېناستو سره سم تشهد ووايو بيا ئې وويل: اې عائشې! ستا په اړه ما ته داسي داسي خبري رارسېدلې دي، که چېري ته برئ او بې گناه يې نو الله تعالى به حتمًا تا ته برائت درکړي او که په رښتيا گناه درنه شوې وي نو له الله تعالى مغفرت وغواړه، توبه وباسه، ځکه بنده چي په گناه اعتراف وکړي او توبه وباسي الله تعالى ئې توبه قبلوي. رسول الله صلى الله عليه و سلم چي خبري خلاصي کړې، ناڅاپي مي اوښکي وچي شوې، داسي چي يو څاڅکى مي هم نه احساسولو، پلار ته مي وويل: زما له خوا رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د هغه د وينا ځواب ورکړه! پلار مي وويل: قسم په الله چي زه نه پوهېږم رسول الله صلى الله عليه و سلم ته څه ووايم؛ بيا مي مور ته وويل: ته رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ځواب ورکړه؛ هغې هم وويل: و الله که پوهېږم چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته څه ووايم؛ عائشه رضى الله عنها زياتوي: زه لا کشره وم او قرآنکريم مي هم ډېر نه وو لوستى، خو عرض مي وکړ: قسم په الله تعالى چي زه دومره پوهېدلې يم چي تاسو هغه خبري اورېدلې دي چي خلک ئې لاندي باندي کوي او همغه خبره ستاسو زړه ته لوېدلې او رښتيا ئې بولئ، نو که زه درته ووايم چي زه برئ او بې گناه يم او خداى عالم دئ چي زه برئ يم، خو تاسو به زما دا خبره نه منئ او که په داسي څه اعتراف درته وکړم چي الله شاهد دئ زه ترې پاکه او برئ يم تاسو به ئې منئ؛ قسم په الله تعالى چي زما او ستاسو مثال د يوسف عليه السلام د پلار دئ چي ويلي ئې وو: (فصبر جميل والله المستعان على ما تصفون: نو ښكلى صبر به كوم او له الله په هغه څه كي مرسته غوښتل كېږي چي تاسو ئې بيانوئ) (يوسف:١٨).

بيا مي مخ واړاوو او پر خپل بستر پر اړخ پرېوتم، او زه ښه پوهېدم چي بې گناه يم او الله تعالى به مي د برائت او پاکۍ تصديق کوي، خو په الله قسم چي دا گمان مي نه كولو چي الله تعالى به زما په اړه داسي وحي (په قرآن كي) نازله كړي چي تل به ئې تلاوت کېږي، ځان تر دې ډېر ووړ راته معلومېدو چي الله تعالى به زما په اړه داسي څه وايي چي تلاوت به ئې كېږي، خو دا هيله مي وه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به په خوب كي داسي رؤيا وويني چي الله تعالى به په هغې سره زما د برائت تصديق وكړي؛ وايي: په الله قسم چي رسول الله صلى الله عليه و سلم لا له خپل ځاى نه وو خوځېدلى او لا له خوني هيڅوک نه وو وتلى چي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم وحي نازله شوه، او د تکليف همغه حالت پرې راغى چي د وحي د نزول په مهال به پرې راتلو، داسي چي په سړې ورځ کي به داسي خولې پرې راغلې چي د مرغلرو په څېر به څڅېدې، د هغي وحي د دروندوالى له كبله چي پر ده به نازلېده؛ او کله چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه حالت لري شو؛ په داسي حال كي ترې لري شو چي خندل ئې او دا ئې لومړنۍ وينا وه: "اې عائشې! الله تعالى برائت درکړ"، مور مي راته وويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ودرېږه، ما وويل: قسم په الله که ورته ولټېږم او له الله تعالى پرته د بل هيچا شکر نه كوم، او الله تعالى دا آيتونه نازل کړل: (إِنَّ الَّذِينَ جَاءُوا بِالإِفْكِ عُصْبَةٌ مِنْكُمْ لا تَحْسَبُوهُ ....) ټول لس آيتونه؛ نو كله چي الله تعالى زما د برائت په اړه دا آيتونه نازل کړل؛ پلار مي ابوبکر رضى الله عنه چي تر دې وخته ئې له مِسْطَح بن اُثَاثَه سره د خپلوۍ او د ده د فقر له كبله مرسته کوله؛ وويل: قسم په الله چي له دې وروسته به مسطح ته هيڅ څه نه وركوم، د ده د هغي خبري له كبله چي د عائشې رضى الله عنها په اړه ئې كړې وه، نو الله تعالى دا آيت نازل کړ: "وَلاَ يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَالسَّعَةِ أَنْ يُؤْتُوا أُولِى الْقُرْبَى وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِى سَبِيلِ الله .... او ستاسو فضلمن او وسمن دي له دې لوړه نه كوي چي خپلوانو، مسكينانو او د الله د لاري مهاجرينو ته څه وركړي؛ او حتماً دي عفو وكړي او مخ دي واړوي (سترگي دي پرې پټي كړي)؛ آيا دا نه خوښوئ چي الله تاسو ته بخښنه وكړي؟ او الله مهربان بخښونكى دئ.  النور: ٢٢

نو ابوبکر رضى الله عنه وويل: ولي نه؛ قسم په الله چي دا خوښوم چي الله تعالى مغفرت راته وکړي؛ نو له مِسْطَح سره ئې همغه مرسته بېرته پيل كړه چي تر دې وړاندي ئې ورسره كوله او وئې ويل: و الله چي هيڅكله به ئې تري ونه سپموم.

 

د درس په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک