No-IMG

ملتونه او جګړه

داکتر محمد ابراهيم شينواری

جګړه د انسانانو تر ټول بد خوی دی خو لا تر اوسه د سیاسي هدفونو د لاس ته راوړلود یوه بدیل (خو وروستي بدل) په توګه کارول کیږي.

هوښیار ملتونه خپل کور د جګړو په ډګر نه بدلوي. پردۍ جګړې په هیڅ صورت خپل کور ته نه راوړي، خو که خپله جګړه یې هم وي، د دښمن په کور کې یې کوي.

د جګړو بل اصل دا دی چې که هیڅ چاره ترې نه وي، نو پر دښمن هغه وخت برید کوي، چې هغه لا ځان نه وي تیار کړی.

هوښیار ملتونه له زورورو (سترو ځواکونو) یا لیرې ګرځي یا غلي.

هغه ملتونه چې اوږده کلونه د بل تر واک لاندې وي، فرصت ته ګوري او کله چې لوی قوت کمزوری شي، بیا د خپلې ازادۍ جنډه اوچتوي. بې له وخته ځان د مست هاتي (فیل) پښو ته نه غورځوي. خو خطر اخیستونکي او سرزوري ملتونه د دریاب د اوبو سرچپه لامبو وهي.

افغان مشران باید داسې ستراتیژي جوړه کړي چې هیواد لږ تر لږه سل کاله په کومه جګړه کې ونه نښلي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک