No-IMG

له روسیې او چین پرته نږدې د ټولې نړۍ کرنسۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت بایلود

اسد الله مبارز

 

له روسیې او چین پرته نږدې د ټولې نړۍ کرنسۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت بایلود. تر ټولو ستر دلیل یې د امریکا صاداراتو ډیریدل او د امریکایي بانکونو له لورې د سود لوړې کچې ټاکل دي چې ډالر ته یې تقاضا په بې سارې ډول لوړه کړې ده.

د ډالر نرخ بیرته نارمل کیدو لپاره خو یو آسانه لار داده چې د امریکا مرکزي بانک (فیډرل ریزرف) نوي ډالر چاپ کړي خو دا ډیره بعیده ښکاري چې امریکا دې دا پرېکړه وکړي ځکه دې کار سره امریکا کې د ډالر ارزښت کمېږي او انفلاسیون ورسره رامنځته کیږي.

اوس لیدل کیږي چې ځینې هیوادونه یوه بله لار چې روسیې انتخاب کړې ده او پایله یې هم ورکړه ځانته غوره کوي. د ډالر پر وړاندې روسيې ماډل دادی چې پر ډالر تکیه کمه شي. روسیې د اوکراین له جنګ وروسته د امریکا له لورې د اقتصادي بندیزونو سره سم همداسې وکړل؛ تیل یې په روسي روبل په تخفیف خرڅ کړل او یو ډول یې خپلو اسعارو ته نړۍ کې تقاضا پیداکړله چې دې سره یې کرنسي د امریکا او اروپایي هیوادونو د ډول ډول بندیزونو سربېره ارزښت له لاسه ورنکړ بلکې له پخوا یې ارزښت لا پسې ډیر شو.

تازه چین او هند هم پخپل منځ کې په هندۍ کلدارو او چینایي یان سوداګري پیل کړې ده؛ پاکستان هم له افغانستان څخه په لږ تفاوت همداسې یو وړاندیز کړی وو چې سوداګري دې په کلدارو وشي خو دلته یې له دواړو لورو د کلدارې کارولو ته زړه وو چې پایله یې ورنکړه.

د افغانستان په څېر په وارداتو ولاړ او ډیر کم صادراتو درلودونکي هیوادونه هیڅ آپشن نلري؛ یوازې همدا چې په کور دننه ډالرو باندې هر ډول راکړه ورکړه بنده کړي او د قاچاق مخه یې په کلک ډول منع شي. له دې پرته که مونږ چیرې کوم هیواد سره سوداګري په خپلو اسعارو کوو؛ له ګټې به یې تاوان ډیر وي ځکه مونږ ډیر صادرات نلرو چې افغانۍ ته دې تقاضا پرې ومومو اماً بل لورې ته به مو کلدارو یا د کوم بل هیواد اسعارو ته تقاضا موندلې وي او خپله افغانۍ به مو په لوی لاس بې ارزښته کړې وي.

زه چې وضعیت ګورم ماته ښکاري چې نړۍ ورو ورو د ډالر له حاکمیت ځان خلاصوي او څو هیوادونو خو عملاً اقدام وکړ. که پر نړۍ د ډالر راج ختمېږي نو دا په دې معنی چې امریکا نور د نړۍ مشر نه پاتې کیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک