د جنرال مشرف په مریضی کی د الله تعالی د عذاب نښی
دوکتور عبد الحميد جليلي
جنرال مشرف خبرې نشي کولی مخامخ په کټ کې اسکلیټ پروت دی. سترګې دننه ننوتی .رنګ یې زیړ شوی. پوستکی یې په ټول بدن ځوړند پروت دی.ویښتان یې غنمرنګ پیکه ښکاری. شوڼډی توری شوی . جوړښت یې هیڅ نه ښکارې . جنرال پرویز مشرف د سترګو ځلا خرابه شوې. د مخ څیره یې مړه شوې
عکس او فلم اخستنه تری ممنوع شوی.
مولانا فضل الرحمان او بینظیر بهټو د هغه په وده کې مهم رول درلود. جنرال مشرف د بی نظیری په مرسته د اسراییلي استخباراتی اداری موساد مشر او د اسراییلو صدر اعظم سره واشنګټن کې په لمړی ځل ۱۹۹۳ کال کی ملاقات وکړ.
هغه په پاکستان کی تر ټولو مغرور ، خود خوا ، ظالم او مقتدر ولسمشر شمیرل کیده . هغه په لعل مسجد او جامعه حفصه داسی فوځی عملیات تر سره کړل . په سلګونو نارینه او ښځینه حافظان یی شهیدان کړل چی اکثریت واړه ماشومان ول. هغه د القاعدی او طالبانو یو شمیر مشران د پیسو بدل کی په امریکا وپلورل. هغه پر افغانستان د بمبارد لپاره د پیسو بدل کی خپلی فوځی هډی امریکانو ته وسپارلی
د 2018 کال په پای کې یې ناڅاپه وزن کموالی پیل کړ، د بدن په مختلفو برخو کې یې دردونه شروع شول . معده او ګردی یی ورځ تر بله ضعیفه شوی . په اماراتو او لندن کی لسګونو ډاکټرانو یی معاینات وکړل لیکن ناروغی تشخیص نه شوه. د 2019 کال پای ته ورسید او ناروغی یی ورځ تر بلی زیاتیده. بالاخره یو امریکایی ډاکټر اعلان وکړ چی د معاینانو په بنسټ جنرال پرویز مشرف د امیلویدوزس په نوم یوه ناروغی لری ، دغه ناروغۍ کې بدن يو ډول پروټين توليدوي چي انساني اعضاوو ژوند او قوت خوري. دا ناروغی په نړی کی ډیره کمه ده.
دا مهال په نړۍ یواځی 25 کسان په دغه ناروغی اخته دی تر اوسه یی هیڅ ډول درملنه نه ده کشف شوی. یواځی په امریکا کی په څلور ډوله درملو ازمایښت روان دی. چی هغه هم حتمی نه دی . ډاکټرانو ورته توصیه وکړه چی درملنی تطبیق لپاره باید امریکا ته سفر وکړی هغه خپل پاسپورت لندن کی امریکا سفارت ته واستوه لیکن امریکا حکومت د ویزه ورکړی انکار وکړ.
هغه امریکا چی د ټولی کابینی سره به د جنرال مشرف هرکلی میدان هیوایی کی کاوه او جنرال مشرف به د امریکا دواړو پارلمانونو ته وینا کوله . هغه مشرف چی د امریکا خوشحالولو لپاره یی لس هاوو زره خپل هیوادوال او افغانان شهیدان کړل او امریکا خوشحالولو لپاره یی سلګونه افغانان او عربان ژوندی ورکړل.
لنډه دا چی د پرویز مشرف درملنه په لندن او دوبی کی پیل شوه. لیکن درملنه یی خورا دردونکې پروسه وه ، هر هفته هډوکي ته انجیکشن لګول پیل شول. دومره دردونکی چی د لیدونکو او ډاکټرانو د سترګو به هم اوښکې تویدلی. دا به اکثر له درده بی هوشه شو. ، دا لړۍ په کلونه دوام وکړ لیکن درملو کار ورنکړ . ورو ورو شفاخانی پورې محدوده شو. په بستر شو. خوراک او څښاک توان یی د لاسه ورکړ. بلاخره خبرې هم بندې شوې، سترګی ودریدلی. اوس مصنوعی لارو تغذيه او اکسيجن ورکول کېږي، حکومت غوښتل پاکستان ته یی انتقال کړی لیکن هغه ډانچه د راوړلو نه وه . د تعجب وړ ده د ډاکټرانو په وینا دا ډول مریضان اکثر د دریم ستیج مخکی وفات کیږی لیکن دا تر اوسه په دغه حال ژوندی دی
یا الله ته مو مغفرت نصیب کړی. او له ګناهونو راتیر شی.
و سیعلم الذین ظلموا ای منقلب ینقلبون
