مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د اسلامي امارت ماليې وزارت د ښځینه کارکوونکو پر ځای د هغوی د کورنیو نارینه په دغه وزارت کې پر دندو ګماري.
د مالیې وزارت چارواکو د دې وزارت ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې د خپلو کورنیو نارینه غړي ور وپېژني څو په یاد وزارت کې د دوی دنده ترسره کړي.
د مالیې وزارت ښځينه کارکوونکو دغه پریکړه له ټولنې او حکومتي جوړښت څخه د ښځو د حذف په معنی بللې ده.
هاخوا ماليې وزارت ویلي، چې د دې وزارت د عوایدو لوی ریاست د کاري فشار راکمولو او د چارو د چټکتیا په هدف خپلو ښځینه کارکوونکو ته اختیار ورکړی چې کولای شي د خپلې کورنۍ کوم نارینه غړی د خپل ځایناستي په صفت یاد ریاست ته ور معرفي کړي.
✒: د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله نن په خپل استوګنځي کې له یوشمېر ښځینه فعالانو سره لیدلي دي.
عبدالله پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د ښځو پر وړاندې د پرتو ستونزو، زدکړو او کار په اړه خبرې شوې دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله زده کړې او کار د ټولو افغانانو اساسي حقوق یاد کړل او له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو د ښونځیو په پرانیستلو ټینکار وکړ.
✒: پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند مولوي محمد نسیم حقاني وايي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې ورځې زلزلې له امله ۲۰ تنه ټپیان شوي او له ۶ سوه څخه ډېر کورونه تخریب شوي دي.
✒: د اطلاعاتو او کلتور وزارت ګرځندوى رياست وايي، چې د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې څه د پاسه پنځه سوه زره سيلانيانو د هېواد له سياحتي سيمو لیدنه کړې ده.
✒: د ا.ا د چارو ادارې ریاست وایي چې یو خصوصي چینایي شرکت په لوړه بیه د افغانستان د کانونو استخراج لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د ریاست په وینا د «وان یس تایناز» په نوم خصوصي چینایي شرکت ویلي چې د کیفیت او لوړ قمیت سره سره د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره چمتووالی لري.
✒: د ریاست الوزراء لومړي معاونیت په ټویټر پاڼه لیکلي، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د ټرانسپورټي چارو د تنظیم کمېسیون وړاندیز شوې طرحه تایید شوې.
یاد معاونیت وايي، د دغې طرحې په تطبیق سره به په کلني ډول ۳۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول شي.
✒: د ا.ا د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون د محصلینو یوې غونډې ته ویلي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د علمي او ښوونیزو بنسټونو د پياوړي کولو هوډ لري خو په خبره یې ځینې بهرنۍ کړۍ غواړي چې د افغانستان علمي مرکزونه کمزوري کړي.
✒: په بغلان ولایت کې د کورونا د واکسین د تطبیق ښځینه کارکوونکو ته ویل شوي چې خلکو ته د کورونا واکسین د تطبیق پر مهال شرعي حجاب مراعات کړي.
د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ محتسبینو له ښځینه صحي کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي چې له خپل ځان سره شرعي محرم او جلا شعبه ولري.
✒: د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد امین حذیفه وايي، د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې د تېرې شپې زلزلې ۳۱ کسان ټپیان کړي او لسګونه کورونه يې ویجاړ کړي دي.
نوموړی زیاتوي، د زلزلې له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون په ګیان کې ۱۳ تنه او په زیړوک ولسوالیو کې ۱۸ تنه ټپیان شوي، چې روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
✒: د پکتیا ولایت ځايي چارواکي وايي، د دې ولایت په سید کرم ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي، چې پایله کې يې کورونو او کرنیزو ځمکو ته زیان رسولی دی.
✒: د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي سلاکار داتو احمد اعظم عبدالرحمن او مل پلاوي سره کتلي دي.
په دې کتنه کې دواړو لورو پر تعلیم، اقتصاد، ټکنالوژۍ، عادي ژوند ته د معتادینو ورستنولو او زیربناوو په اړه خبرې کړې دي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، چې په تېرو شلو کلونو کې اشغالګرو د هېواد زیربناوې تخریب کړي او اوس د نظام د کمزوري کولو لپاره منفي تبلیغات کوي.
✒: د هیواد په بازارونو کې د تیلو بيې د تیرې اونۍ په پرتله راټیټې شوي دي.
یو شمېر تېل پلورونکي وايي، چې نن دوشنبه یولیتر پترول په ۸۹ افغانیو او یو لیتر ډیزل په ۱۱۷ افغانیو پلورل کېدل، په داسې حال کې چې تیره اونتۍ یو لیتر پترول په ۹۷ افغانیو او یو لیتر ډیزل په ۱۲۷ افغانې پلورل کیدل.
✒: د بادغیس ولایتي روغتون چارواکي وايي چې په قادس ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله یو کس وژل شوی او ۹ تنه نور ټپيان دي.
ډېری ټپيان ښځې او ماشومان دي. دغه پېښه نن مازدیګر په «تاکک» سیمه کې رامنځته شوې ده.
✒: افغان جیولوجیسټ حامد حسن:
ګیان کې د اتشفشان د واقع کېدلو امکانات زیات شوي.
وایي، د ځمکې شکېدل خطرناک او د تېلو راوتل یا د تیلو د ذخیرو (سیل راک) درزداره کېدل اندیښمنوونکي دي او ژر باید له ګاونډیانو سیاسمومېټر، ټېلټمیټر، سټراینمیټر، اییربون لیزر او تخنیکي ټیمونه راوبلل شي.
✒: د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمتري مدویدوف:
که اوکراین په کرېمیا برید وکړ، د قیامت ورځ به پرې راولو.
اوکراین ګواښ کړی و چې کریمیا په امریکایي هیمارس توغندیو ولو.
✒: د انرژۍ نړیوال بحران او نوي مسیرونه:
فرانسې له متحده عربي اماراتو سره د انرژۍ د تامین ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ.
عربي امارات به فرانسې ته ګاز او تېل رسوي.
✒: سعودي عربستان:
په اټکلي ډول به راتلونکي کال ته ۱۰ میلیونه کسان د عمرې زیارت ته راشي او اسانتیا مو هم ورته تیاره برابره کړې ده.
✒: وزارت امور خارجه چین میگوید، کشوراش مخالف فروش سلاح از سوی امریکا بر تایوان است و این را نقض تفاهمنامه سه جانبه میان چین، تایوان و امریکا خوانده است.
امریکا تازه گفته است که سلاحها و تجهیزات نظامی را به ارزش ۱۰۸ میلیون دالر بر تایوان میفروشد.
✒: رجب طیب اردغان، رییس جمهور ترکیه میگوید که قرار است رای مثبتاش را در قبال پیوستن سویدن و فنلند با ناتو دوباره بگیرد.
اردغان فنلند و سویدن را متهم کرده که حامی گروههای تروریستی بوده و به گروههای مسلح ضد ترکیه در آن خاک جا داده است.
✒: اولینا زیلنسکی روزگذشته به ایالت پنسلوانیا رسیده و قرار است بر علاوه همتایاش جیل بایدن با مقامات بلندپایه امریکایی دیدار کند.
نید پرایس، سخنگوی وزارت امور خارجه امریکا گفته است که طی دیداری با انتونی بلنکن برایاش اطمینان داده شده که واشنگتن حامی مستحکم کییف باقی خواهد ماند.
✒: وال سټریټ ژورنال وايي، پنټاګون د افغانستان په جګړه کې د امریکايي پوځيانو د رول په اړه یوه ارزونه کوي. د پنټاګون لوړپوړو چارواکو ته په استول شوې مسوده کې ویل شوي، پهدې ارزونه کې یوازې د افغانستان د جګړې پر وروستیو ۱۸ میاشتو تمرکز شوی.
✒: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د استانې بهیر یا د سوریې د سولې غونډه کې د ګډون په پار تهران ته ولاړ.
د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی، پتیل شوې چې ښاغلی پوتین د ایران له مشر ایت الله علي خامنه اي او همدارنګه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره چې تهران ته تللی دی هم وګوري.
✒: د پاکستان د پنجاب د اباسین په سیند کې د واده یوه بېړۍ ډوبه شوې ده.
ځايي چارواکي وايي، په دې بېړۍ کې ټولټال ۹۴ کسان سپاره وو، چې تر دې دمه پکې د ۱۹ ښځو په ګډون ۲۰ کسان مړه شوي دي. ویل کیږي چې ۴۵ تنه ژغورل شوي او پاتې نور لادرکه دي.
په بېړۍ کې تر اندازې زیاتو کسانو سپرېدل د دې پېښې علت ښودل شوی دی.
✒: په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اگست میاشتې څخه د ۲۰۲۲ کال تر جون میاشتې پورې د بشر حقونو د وضعیت په اړه د یوناما راپور د چهارشنبې په ورځ نشریږي.
✒: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تهران کې له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره تر لیدنې وروسته د دې هیواد د مذهبي مشر ایات الله خامنه یي سره کتلي دي.
✒: پاکستاني رسنۍ وایي چې پاکستان له افغانستانه د ډبرو سکرو په واردولو سره دغه هیواد سره مرسته کوي.
په نړۍ کې د ډبرو سکرو بیو د لوړیدو او سکرو ته د پاکستان د اړتیا د ډیریدو سره سره پاکستاني رسنۍ وایي چې که پاکستان د افغان سکرو واردات ودروي نو ضرر به یې یوازې افغانانو ته ورسیږي.
✒: د امریکا دفاع وزارت د دې هیواد د پوځ په لیکو کې د شاملیدو لپاره د وړ ځوانانو د نشتون څخه شکایت کوي.
د پنټاگون څیړنې ښیي چې د امریکا ۷۶ فیصده ځوانان چې له ۱۷ نه تر ۲۴ کلونو عمر لري له ډیرې چاقۍ او صحي ستونزو سره مخ دي او نشي کولای د دې هیواد د پوځ په لیکو کې شامل شي.
✒: کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د پاکستاني دولتي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې هند په تیرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې ترهگر تربیه کول.
منصور احمد خان ویلي چې کابل کې د طالبانو حکومت د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د سولې د خبرو منځگړیتوب کړي.
منصور احمد خان زیاته کړې چې پاکستان هره ورځ افغانانو ته ۲۰۰۰ ویزې ورکړي او د سقوط نه وروسته یې د بهرنیانو او د افغانانو په وتلو کې مرسته کړې ده.
✒: د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانگړی استازی «یوې شیاویونگ» په پاکستان کې د افغانستان لپاره د دې هیواد ځانگړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان امنیتي وضعیت، بیارغونې، د اقتصادي ستونزو حل او د بشري مرستو په اړه خبرې کړي دي.
دواړو خواوو همداراز د افغانستان د کنگل شویو شتمنیو په ازادیدو ټینگار کړی او د افغانستان د اقتصادي پرمختگ لپاره یې دې هیواد ته د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) د غزولو په اړه خبرې کړي دي.
✒: په کاپیسا ولایت کې د یوې ترافیکي پیښې له امله یو تن مړ شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
ځایي چارواکي وایي چې له سرک څخه د البیروني پوهنتون د محصلینو انتقالوونکي موټر د اوښتو له امله یو محصل مړ شوی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
✒: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تهران کې د خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره وکتل.
✒: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره تر لیدنې وروسته د دې هیواد مذهبي مشر ایات الله خامنه یي سره وکتل.
