No-IMG

که موږ نه وو ورغلي امام به حتماً خپل انفرادي لمونځ کوی او تلئ به!

تېره ورځ د سهار لمانځه ته له یوه ملگري سره د هغوی جامع جومات ته ورغلو؛ گورو چي امام یوازي ناست دئ تلاوت کوي؛ موږ سنت پیل کړل؛ د لمانځه وخت سو؛ امام موږ ته منتظر سو؛ تر سلام گرځولو وروسته مو لمونځ وکړ؛ باور وکړئ تر پایه هیڅوک نه راغلل؛ د دوهم رکعت په پای کي دوه کشران راغلل ودرېدل چي غالباً به ئې زامن ول...

که موږ نه وو ورغلي امام به حتماً خپل انفرادي لمونځ کوی او تلئ به!

حیران پاته سوم؛ ما ویل زموږ په مساجدو کي خو حدِاقل آ سپین ږیري د سهار په جومات کي ولاړ وي؛ چي دا کلیوال ټول ځوانان دي او که څنگه؟! ملگري راته ویل امام صاحب د گزارې نه دئ! هر چا ته د هغه عیب او نقض د منبر له سره د ټولو په مخ کي بیانوي؛ خلک د دعوت په نوم سپکوي! هیڅوک نه ورته راځي؛ سهار سهار که ئې موږ غوندي څوک پیدا کړل خو جماعت کوي او کنه وو تر انفرادي لمونځ کولو وروسته مسجد قلف کړي او ولاړ سي...

امامت څه شی دئ؟ د جومات او منبر قبضه کول څه گټه کوي؟! آیا دومره منزوي کېدل په دې معنیٰ نه دي چي یا دي څوک نه غواړي او یا نه ئې چندان لوښی؟

ما یو وخت د مسجدِ (ض) کیسه لیکلې وه په هغه مسجد کي پر یو وخت دوه جماعته درېدل؛ د هر جماعت جلا امام؛ د دوی تر منځ د والضالین د ض پر تلفظ کولو اختلاف پیدا سوی وو؛ د پورته یاد سوي مظلوم جومات او د غاصب امام حالت همهغه د ض مسجد ته ورته وو...

افسوس ...

دعوت داعي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک