No-IMG

ورور حکمتيار د هېواد او ماليزيا له علمي، جهادي مشرانو سره وکتل

دوشنبه؛ د سرطان ۲۸مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې له استراليا مېشتي جهادي شخصیت مرحوم نورمحمد غزني‌وال وزيري د کورنۍ له ځای‌ناستي او زوی ښاغلي نورالحق غزني‌وال وزيري، په هلمند ولايت کې د فعالو او مُتعهدو ځوانانو له مسئول  ښاغلي لالاخان خروټي، له ترکيه مېشتي مُتعهد او جهادي شخصیت ښاغلي سید آقا هاشمي او همدا راز د ماليزيا هېواد د «العمل» مؤسسې له مسئول ښاغلي جمال الدين بن إلياس او ورسره مل‌ لوړ رتبه پلاوي سره وکتل.

په دغو کتنو کې پر يو شمېر بېلابېلو مُهمو سياسي، تعليمي او إجتماعي قضاياءو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

 

قدرمن مشر ياد پلاوي ته د هرکلي او ښه راغلاست تر څنګ وويل:

د مسلمان او مؤمن ماليزيايي ملت له مرستو منندوی يو، هغوی ته کور ودانی وايو او د مخلصانه مرستو قَدْرَوَنه يې کوو او هيله لرو چې په راتلونکي کې هم له افغانانو سره د خپلو بشري مرستو لړۍ جاري وساتي.

 

نوموړي دغه راز د ځينو پوښتنو او اندېښنو په اړه وويل:

له فعلي وضعيت راضي يو، جګړه ختمه شوه،  إشغال پای ته ورسېد، يو لاسپوڅی او مفسد نظام نسکور شو، فعلاً واک د افغانانو لاس کې دی او دا فرصت برابر شوی چې د نورو له فشار پرته نظام جوړ کړي، راتلونکو مثبتو تغيراتو ته سترګې پر لار يو، خو البته؛ ځينې مشکلات هم شته، او هغه دا چې موږ ته يو وران ويجاړ هېواد په ميراث راپاتې شوې چې د بيارغونې له‌پاره يې کافي وخت ته اړتیا ده.

 

نوموړي دا هم وويل:

موږ په بې‌قيد او بې‌شرط ډول د فعلي نظام حمايت کوو، په اقتدار کې ونډه نه‌غواړو، د «وتعاونوا علی البر والتقویٰ ولا تعاونوا علی الإثم والعدوان» له مصداق سره سم يې د خير په ټولو کارونو کې مرسته کوو، او که په کومه برخه کې يې تېروتنې په نظر راشي، نو هڅه کوو چې د قرآني لارښوونو په رڼا کې يې په أحسن ډول تصحيح کړو. همدا مو دريځ دی او همدې دريځ ته ژمن يو.

 

ناويلي دې پاتې نه‌وي؛ چې د ماليزيا هېواد د يادې خيريه مؤسسې مسئولينو له قدرمن مشر سره د ملاقات تر څنګ د حزب اسلامي اړوند تعليم او تربيې رياست ته «5150» جلده مصحفونه هم د هديې په توگه ورکړل چې په لومړي قدم او د اړتيا په صورت کې به د ياد تنظيم ټولو ديني مدارسو، ښوونځيو او له هغه راوروسته به بيا هغو ټولو تعليمي مراکزو ته توزيع شي چې د قرآن کريم زده‌کړې ته په‌کې ځانګړې پاملرنه او إهتمام ترسره کېږي.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک