No-IMG

د بهرنيو کمپنيو پانګونې سره د اقتصادي ودې فرضيه تر ډيره غلطه ده

اسد الله مبارز

 

زما په شمول ډيری اقتصادپوهان په دې باور دي چې د يو هيواد اقتصادي وده د بهرنيو سترو کمپنيو د پانګونې (FDI) سره مل ده خو که چيرته د FDI ونډه په کورني ناخالص توليداتو (GDP) کې وګورئ نو درې سلنه هم نده نو بيا ولې د يو هيواد په کچه ټول دې خوښ يو چې بهرنۍ کمپنۍ دې پانګونې ته تشويق کړو.

زه اوس دې نتيجې ته رسيدلې يم چې د بهرنيو کمپنيو پانګونې سره د اقتصادي ودې فرضيه تر ډيره غلطه ده؛ بل پلو زمونږ د هيواد له پنځوس سلنې ډير کورني ناخالص توليدات (GDP) د همدې خپلو ګډوډ، غيرمنظم او د سړک پر سر کاروبارونو څخه جوړېږي نو که چيرته دولت په دغه غيرمنظم او ګډوډ د سړک پر سر کارونو ته توجه وکړي ګټه به يې نسبت د بهرنيو کمپنيو پانګونې څخه ډېره وي.

زه د کابل واټونو له دې ګډوډ او بيروبار ډک بازار څخه څو څيزونو ته متوجه شوم چې له نورو ځايونو ښه دي:

لومړۍ دا چې پدې مارکيټ او ځايونو کې ګټه په مساويانه ډول ويشل کېږي؛ معنی دا چې دلته د کاروبار مالک زيات نه زيات لس يا شل افغانۍ ګټه کوي، پاتې روپۍ د مهيا کوونکو زنجير (Supply Chain) ټولو ذېدخلو لوريو ته رسېږي. د لارې سر سودا سره نه یوازې دوکاندار ته ګټه رسېږي بلکې بار وړونکي، موټروان، توليدوونکي او ورسره نور ټولو ته ترې ګټه رسېږي او که همدغه سودا په سترو او ښکلو ځایونو کې واخلئ، لس چنده روپۍ درڅخه اخلي چې ډيره ګټه يې يوازې همدې دوکاندار ته رسېږي او د ګټې مساويانه ويش نه کېږي.

دويم دا که چيرته ورسره چنې ووهي نو ممکن شل الی دېرش سلنه تخفيف درکړي او که چيرته په کوم ښکلي او ستر دوکانونو کې هماغه څيز اخلي نو د دوه الی پنځه سلنه تخفيف لپاره به د دوکان له منيجر نيولې ان تر مالک به يې سرګردان ګرځي.

دريم دا چې د هر سيزن او ورځې لپاره په هماغه ډول توکي برابروي؛ معنی په ژمي کې ګرم کالي او کوټونه خرڅوي او په ګرمۍ کې رنګارنګ شرټونه، که د بيرغ او استقلال ورځ وي بیا بيرغونه او د غازي امان الله عکسونه خرڅوي او که د ويلنټاين ورځ وي نو ګلان او سرې پوکاڼۍ خرڅوي. د کرونا وايرس په دوران کې خو هر ځای ماسکونه، دست کشې، صابون او سنيټايزرې خرڅېږي. نو دوی د زياتو مهارتونو درلودونکي کسان وي؛ د هر وخت سره خپله سودا بدلوي.

څلورم دا چې په دې بازارونو کې تر هر څه ډير د سوداګرو له لورې تشبث ليدل کېږي؛ نوي نوي څيزونه پکې موندل کیږي.

پنځم دا چې د هر عمر لرونکي کسانو ته پکې کار پيداکېږي يعني د عمر له لحاظه هيڅ ډول تعصب پکې نه ليدل کېږي.

شپږم دا چې هر چاته پکې کار پيداکېږي، يعنی د کار پيداکولو زمينه پکې ډيره ده.

ددې ټولو نقاطو څخه يوې نتيجې ته رسېږو چې دولت بايد د بهرنيو سترو کمپنيو پانګونې ته د تشويق پر ځای خپل د سړک پر غاړه، ګډوډ او غيرمنظمو کارونو ته توجه وکړي؛ دا کار به څو ګټې وکړي، د ګټې وېش به عادلانه او مساويانه وي، د کار زمينه به مو خپلو کاريګرو ته ډېره موندلې وي او تشبث ته به مو پکې ډېره زمينه پيداکړي وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک