د حکمتيار صاحب اووم درسي حلقه (حجاب او شرعي لباس) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه؛ د سرطان ۲۶مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د «حجاب او شرعي لباس» تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار ۷مه درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼشمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.
قدرمن مشر د تېرې درسي حلقې پر دوام وويل:
عبد الله بن مسعود رضي الله عنه ته منسوب هغه روايت چي وايي: د مېرمنو لمونځ په خپل كور او خاصي خوني كي افضل دئ؛ د صحابه وو له عملي منهج سره مغايرت لري؛ ځكه تل او د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر رحلت پوري؛ مېرمني د پنځه لمونځونو لپاره؛ شپه او ورځ جومات ته تللې. كه رسول الله صلى الله عليه و سلم دوى ته ويلي واى چي لمونځ ئې په كور كي تر جومات افضل دئ؛ نو يوه به هم جومات ته د لمانځه لپاره نه وه تللې.
نوموړي زياته کړه:
ځيني په دې روايت هم په ناسمه توگه استناد كوي:
عَنِ عَائِشَةَ قَالَتْ لَقَدْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم يُصَلِّي الْفَجْرَ، فَيَشْهَدُ مَعَهُ نِسَاءٌ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ مُتَلَفِّعَاتٍ فِي مُرُوطِهِنَّ ثُمَّ يَرْجِعْنَ إِلَى بُيُوتِهِنَّ مَا يَعْرِفُهُنَّ أَحَدٌ. (بخاري:372)
له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم به چي د سهار لمونځ کاوو؛ يو شمېر مسلماني مېرمني به هم په داسي حال کي چي ځانونه به ئې پخپلو ټيكريو کي نغښتي وو؛ لمانځه ته راتللې؛ له لمانځه وروسته به بېرته خپلو کورونو ته تللې په داسي حال كي چي هيچا به نه پېژندلې؛ چي څوک دي.
قدرمن مشر زياتوي چي:
دا روايت په بخاري كي درې ځلي نور په دغو شمېرو 578، 867، 872 او له دغو توپيرونو سره راغلى: په يوه كي مُتَلَفِّعَاتٍ فِي مُرُوطِهِنَّ، په بل كي مُتَلَفِّعَاتٍ بِمُرُوطِهِنَّ، په يوه كي ثُمَّ يَرْجِعْنَ إِلَى بُيُوتِهِنَّ مَا يَعْرِفُهُنَّ أَحَدٌ، په بل كي فَيَنْصَرِفْنَ نِسَاءُ الْمُؤْمِنِينَ، لاَ يُعْرَفْنَ مِنَ الْغَلَسِ، أَوْ لاَ يَعْرِفُ بَعْضُهُنَّ بَعْضًا او په بل كي فَيَنْصَرِفُ النِّسَاءُ مُتَلَفِّعَاتٍ بِمُرُوطِهِنَّ، مَا يُعْرَفْنَ مِنَ الْغَلَسِ او په بل كي مَا يَعْرِفُهُنَّ أَحَدٌ، له دې توپيرونو سره سره د رواياتو مطلب يو دئ او هغه دا چي مسلماني مېرمني به جومات ته تللې، د سحر په لمانځه كي به ئې هم شركت كولو، رسول الله صلى الله عليه و سلم به د سحر لمونځ په داسي وخت كي كاوو چي تر لمانځه وروسته به هم لا دومره تياره وه چي مېرمني به نه پېژندل كېدې.
له دې روايت دوه تعبيرونه شوي: يو دا چي مېرمني به په ټيكريو كي داسي پټي وې چي چا به نه پېژندلې او بل دا چي دومره تياره به وه چي دوى به نه پېژندل كېدې. لومړى تعبير په دې دليل كمزورى او ناسم دئ چي خبره د سحر د تيارې (غلس) ده؛ نه په جامه كي د پټېدو څرنگوالى؛ له روايت؛ دا مطلب نشي اخيستل كېدى چي د ښځو مخونه به پټ وو؛ بلكي په خلاف د دې ښيي چي د دوى مخونه به لوڅ وو خو د تيارې له كبله به نه پېژندل كېدې. لومړۍ ادعاء به په هغه صورت كي صحيح گڼل كېده چي د (غلس: تياره) يادونه نه وى شوې يا د سحر له لمانځه پرته د ټولو لمونځونو يا د ورځي د كوم لمانځه يادونه شوې وى.
ښاغلی حکمتيار وايي:
پر دې ټولو خبرو سربېره؛ په جماعت سره د مېرمنو د لمانځه په ارتباط؛ په قرآن كي څرگند آيتونه مومو؛ لكه د مريم عليها السلام په اړه چي راغلي:
يَا مَرْيَمُ اقْنُتِي لِرَبِّكِ وَاسْجُدِي وَارْكَعِي مَعَ الرَّاكِعِينَ 43 آل عمران: 43
اې مريمې! خپل رب ته تسليم اوسه، سجده كوه او له ركوع كوونكو (لمونځ كوونكو) سره يو ځاى ركوع (لمونځ) كوه (په جمع لمونځ).
او قرآن وايي: د مؤمنو مېرمنو لپاره؛ مريم او د فرعون مېرمن عليهما السلام غوره اسوه او بېلگي دي چي بايد د هغوى متابعت وكړي. هلته چي فرمايي:
وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلا لِلَّذِينَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِنْدَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِنْ فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ11 وَمَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِنْ رُوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ12 التحريم : 11-12
او الله د مؤمنانو لپاره د فرعون د مېرمني مثال بيان كړى چي وئې ويل: اې زما ربه! ما ته په خپلي خوا كي په جنت كي يو استوگنځى جوړ كړه او له فرعون او د ده له عمل مي وژغوره او له دغه ظالم قوم مي وژغوره. او د عمران لور مريمي (مثال) چي د خپل عورت ساتنه ئې وكړه، نو موږ له خپلي روح يوه روح په كي پو كړه، د خپل رب ويناوي او د هغه كتابونه ئې تصديق كړل او د غاړه اېښودونكو له ډلي وه.
همدا راز قرآن ټولو مؤمنانو (سړيو او مېرمنو) ته د جماعت په اړه داسي لارښوونه كړې:
وَأَقِيمُوا الصَّلاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَارْكَعُوا مَعَ الرَّاكِعِينَ43 البقرة 43
او لمونځ قائم كړئ، زكات وركړئ او له ركوع كوونكو سره يو ځاى ركوع وكړئ.
دلته خطاب عام دئ؛ نارينه او ښځينه دواړه احتوى كوي؛ دواړو ته ويل شوي: له لمونځ كوونكو سره يو ځاى په جماعت لمونځ وكړئ؛ تفاوت يوازي دومره دئ چي جومات ته تگ او په جمع لمونځ پر نارينه وو لازم او مېرمنو ته مستحب دئ؛ همغسي لكه چي جهاد پر نارينه وو فرض دئ؛ خو پر مېرمنو فرض نه دئ؛ مگر د نفير عام وخت كي؛ خو كه وغواړي كولى شي په غزواتو كي شركت وكړي.
كه څه هم دا آيت د بني اسرائيلو په ارتباط راغلى؛ خو معنى ئې دا ده چي موږ ته وښيي: مخكني امتونه هم جومات ته په تگ گمارل شوي وو.
هغه دا هم وویل:
د اختر لمونځونو كي د شركت په اړه مېرمنو ته د رسول الله صلى الله عليه و سلم دا سپارښتنه هم بايد په پام كي ولرئ:
عن أُمِّ عَطِيَّةَ أنها سَمِعتِ النَّبِيَّ صلى الله عليه و سلم يَقُولُ " يَخْرُجُ الْعَوَاتِقُ وَذَوَاتُ الْخُدُورِ، أَوِ الْعَوَاتِقُ ذَوَاتُ الْخُدُورِ وَالْحُيَّضُ، وَلْيَشْهَدْنَ الْخَيْرَ وَدَعْوَةَ الْمُؤْمِنِينَ، وَيَعْتَزِلُ الْحُيَّضُ الْمُصَلَّى". قَالَتْ حَفْصَةُ فَقُلْتُ الْحُيَّضُ فَقَالَتْ أَلَيْسَ تَشْهَدُ عَرَفَةَ وَكَذَا وَكَذَا. (بخاري:324)
له ام عطيه رضي الله عنها روايت دئ چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې اورېدلي چي وئې فرمايل: "نوې رسېدلې ښځي او ستري يا په پرده کي ناستي ښځي او حائضې ښځي دي وځي او د خير په کارونو (د عيد لمونځ) او د مسلمانانو په دعاء کي دي گډون کوي، خو حائضې ښځي دي له مصلى گوښه ودرېږي"؛ حفصه وايي: ومي ويل: آيا حائضې ښځي هم؟ دې وويل: آيا حائضې ښځي عرفات او...او... ته نه حاضرېږي؟!
نوموړی زياتوي چي:
دا روايت له بخاري علاوه په دغو مهمو كتابونو كي راغلى: صحيح ابن خُزَيْمَه، سنن إبن ماجه، سنن أبو داؤد، مُسند احمد، مُسند إسحاق بن راهَوَيْه، معجم الكبير للطَّبَراني، السنن الكبرى للبيهقي، مُسند أبو حنيفه، السنن الكبرى للنسائي؛ او ډېرو نورو كتابونو كي؛ په بخاري كي شپږ ځلي نور په دغو شمېرو 351، 971، 974، 980، 981، 1652او له دغو توپيرونو سره راغلى: په يوه كي يَخْرُجُ الْعَوَاتِقُ وَذَوَاتُ الْخُدُورِ (وينځي)؛ خدور جمع خِدْر: هغه ځاى چي وينځي په كي اوسېدې، أَوِ الْعَوَاتِقُ ذَوَاتُ الْخُدُورِ وَالْحُيَّضُ، وَلْيَشْهَدْنَ الْخَيْرَ وَدَعْوَةَ الْمُؤْمِنِينَ، په بل كي أُمِرْنَا أَنْ نُخْرِجَ الْحُيَّضَ يَوْمَ الْعِيدَيْنِ وَذَوَاتِ الْخُدُورِ، فَيَشْهَدْنَ جَمَاعَةَ الْمُسْلِمِينَ وَدَعْوَتَهُمْ او په بل كي كُنَّا نُؤْمَرُ أَنْ نَخْرُجَ يَوْمَ الْعِيدِ، حَتَّى نُخْرِجَ الْبِكْرَ مِنْ خِدْرِهَا، حَتَّى نُخْرِجَ الْحُيَّضَ فَيَكُنَّ خَلْفَ النَّاسِ، فَيُكَبِّرْنَ بِتَكْبِيرِهِمْ، وَيَدْعُونَ بِدُعَائِهِمْ يَرْجُونَ بَرَكَةَ ذَلِكَ الْيَوْمِ وَطُهْرَتَهُ، په يوه كي دا هم راغلي قَالَتِ امْرَأَةٌ يَا رَسُولَ اللهِ، إِحْدَانَا لَيْسَ لَهَا جِلْبَابٌ. قَالَ لِتُلْبِسْهَا صَاحِبَتُهَا مِنْ جِلْبَابِهَا.
د قدرمن مشر پر وينا: لكه چي گورئ په دغو روايتونو كي راغلي چي مېرمنو ويلي: موږ ته به امر كېدو چي د عيد د لمانځه لپاره ووځو، پېغلي، زړې او حتى حائضې به هم وتلې، په خپل ټاكلي ځاى كي به ودرېدې، په لمانځه كي به ئې برخه اخيستله، حائضې به له مصلى بهر په يوه گوښه كي وې او دا صحنه به ئې ليدله، يوې مېرمني له رسول الله صلى الله عليه و سلم پوښتنه كړې وه چي كه څوك جِلباب ونه لري او د همدې لپاره د عيد لمانځه ته ونه وځي څه گناه پرې شته؟ ورته وئې فرمايل: خپلي خورلڼي دي جلباب ورواغوندي.
جومات ته د مېرمنو په تگ او د عيد لمانځه په څېر لويو غونډو كي د دوى شركت كي ډېر لوى حكمت او مصلحت مضمر دئ، د همدې لپاره رسول الله صلى الله عليه و سلم هغوى ته امر او تأكيد كولو چي حتماً په دغو غونډو كي برخه واخلي؛ حتى كه په حيض كي وي؛ له داسي غونډو انسان ډېر زيات متأثره كېږي؛ يوه غونډه په انسان كي دومره تغيير راولي چي د ډېرو كتابونو په لوستلو سره نه راځي؛ ډېره عجيبه ده چي د داسي څرگندو نصوصو په شتون كي ځيني خلك جومات ته د ښځو تلل ناروا گڼي!!
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير د لا وضاحت په پار په جهاد كي د مېرمنو شركت مسألې ته هم په تفصيلي توگه اشاره وکړه او وئې ويل:
حفصه بنت سيرين وايي زما د خور مېړہ له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره په دولسو غزواتو كي برخه اخيستي وه چي په شپږو كي ئې زما خور هم ورسره وه، هغوى به مريضان او زخميان تداوي كول.
دي روايت ته پر کتو نوموړی وايي:
له دې او گڼ شمېر نورو رواياتو دا خبره په څرگنده توگه معلومېږي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم او صحابه وو مېرمنو په جهاد كي شركت كولو؛ ځينو ئې د زخميانو درملنه كوله؛ ځينو اوبه راوړلې او ځينو ئې توري وهلې؛ لکه په سنن أبو داؤد كي چي راغلي:
2531 - حَدَّثَنَا عَبْدُ السَّلَامِ بْنُ مُطَهِّرٍ، حَدَّثَنَا جَعْفَرُ بْنُ سُلَيْمَانَ، عَنْ ثَابِتٍ، عَنْ أَنَسٍ قَالَ: «كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَغْزُو بِأُمِّ سُلَيْمٍ، وَنِسْوَةٍ مِنَ الْأَنْصَارِ لِيَسْقِينَ الْمَاءَ، وَيُدَاوِينَ الْجَرْحَى» سنن ابي داؤد
له انس بن مالك روايت دئ چي وئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي وو چي كله به غزواتو ته تللو؛ نو ام سُلَيم او ورسره د انصارو ځيني مېرمني به ئې له ځان سره بېولې؛ د دې لپاره چي خلك خړوب او زخميان تداوي كړي.
أخرجه مسلم (1810)، وأبو داود (2531)، والترمذي (1575) واللفظ له، والنسائي في ((السنن الكبرى)) (7557)
هغه همدا راز د اُحد په غزوه کي د نسيبه په نامه د يوې مېرمني؛ چي د ام عماره په نامه يادېده؛ په برخه اخيستني هم استناد وکړ او وئې ويل:
ياده ميرمن د اُحد په غزا کي د زخميانو په درملنه بوخته وه؛ كله چي ئې وليدل؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم يوازي پاته شوى او د قريشو تر بريدونو لاندي دئ؛ توره ئې واخيستله او تر پايه ئې له رسول الله صلى الله عليه و سلم دومره دفاع وكړه چي څو ځايه ټپي شوه؛ ويل شوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په همدې اړه فرمايلي: ما چي به كوم لوري ته هم مخ واړولو نو ام عماره به مي ليدله چي له ما ئې دفاع كوله!! همدې ام عماره په ځينو نورو جنگونو كي هم شركت كړى؛ په يوې جگړي كي ئې لاس هم قطع شوى؛ او جوته ده چي څوك په پټ مخ داسي كارونه نشي كولى!
قدرمن مشر همدا راز د حجاب او شرعي لباس په ارتباط د احنافو پر رأی او نظر هم تفصيلي رڼا واچوله او زياته ئې کړه؟
راشئ وگورو چي د افغان ولس د غوڅ اكثريت منلى مذهب؛ حنفي مذهب او دروند امام أبو حنيفه رحمه الله، معروف فقهاء او علماء ئې د مېرمنو د جامې او ستر په اړه څه وايي؟ په خلاصه توگه ويلى شو چي د حنفي مذهب؛ تر اتيا سلنه زيات فقهاء او علماء په دې رأى دي چي د مېرمنو مخ، لاسونه، اړوند گاڼې ئې؛ د رانجو او نكريزو په شمول، او د پښو تلي ئې؛ په ستر او عورت كي شامل نه دي؛ له پاتي برخي ئې ډېرى هغه دي چي وايي: كه څه هم دا غړي په ستر كي شامل نه دي؛ خو كه وضعيت داسي وي چي څرگندول ئې د فتنې سبب كېږي؛ پټول ئې افضل دي؛ خو نه د فرض او واجب په توگه بلكي په استحبابى توگه. يو وړوكى ټولگى ئې شاذ نظر لري او د فتنې د احتمال په صورت كي او حتى په هر حالت كي ئې څرگندول تحريموي!!
نوموړي د يادې موضوع په اړه د حنفي مذهب د علماءو رأى او نظر په لاندي ډول خلاصه کړ:
1- په دې اړه د محققينو اجماع ده چي د مېرمنو مخ او لاسونه عورت نه دئ.
2- پر دې ئې هم اجماع ده چي پټول ئې واجب نه دي.
3- په دې كي ئې اختلاف دئ چي پټول ئې مندوب دئ (د ثواب وړ كار دئ او نه پټول ئې گناه نه ده) او كه مستحب دي؟
4- په دې هم متفق دي چي كتل ورته جائز دي؛ مشروط په دې چي د شهوت له مخي نه وي. خو كه د نكاح په موخه وي دا هم جائز گڼي.
5- ځينو متأخرينو ئې ويلي: د مخ پټول د فتنې له وېري واجب دي.
6- د متأخرينو؛ د گوتو په شمېر وړوكي ټولگي ئې د مخ لوڅول تحريم كړي.
دغه راز نوموړي د احنافو د هغو څلويښت تنو معروفو، معتبرو او درنو علماءو او فقهاءو؛ چي د مېرمنو مخ او لاسونه په ستر كي شامل نه بولي؛ د نومونو فهرست او د اړوندو كتابونو د جلدونو او صفحو شمېرې هم په مفصله توگه ذکر کړې؛ چي په لاندي ډول دي:
1- امام أبو حنيفة (د وفات كال ١٥٠هـ)
2- قاضي أبو يوسف (د وفات كال ١٨٢هـ)
3- محمد بن الحسن الشَّيْبَانِي (د وفات كال ١٨٩هـ) د المبسوط كتاب ج٣ ص٥٦ كي او په كتاب الأصل ( ج٢/ ص٢٣٥-٢٣٦) كي ليكي: أما المرأة الحرة ... لا بأس أن ينظر إلى وجهها وإلى كفها وهذا قول أبي حنيفة: خو پروا ئې نشته چي د آزادي مېرمني مخ او لاسونو ته وگوري؛ او همدا د ابوحنيفه قول دئ.
4- الطحاوي (د وفات كال ٣٢١هـ) په شرح معاني الآثار ج١ ص٤٧٥ او مختصر الفقهي ج٢ ص٥٥٩ كي او ليكي وهذا كله قول أبي حنيفة و أبي يوسف و محمد رحمة الله عليهم أجمعين): او دا د امام ابوحنيفه، امام أبو يوسف او امام محمد رحمة الله عليهم قول دئ.
5- أبو منصور الماتُريدي (د وفات كال ٣٣٣هـ) په خپل تفسير ج٧ ص٥٤٥ كي
6-القدوري الحنفي (د وفات كال ٤٢٨هـ) په خپل مختصر ص٢٤١ كي
7- السُّغْدي الحنفي (د وفات كال ٤٦١هـ) په النتف في الفتاوى ج١ ص٢٨٠ كي
8- السَّرَخْسِي (د وفات كال ٤٨٣هـ) په المبسوط ج١٠ ص١٥٢ كي
9- أَبُو المُظَفَّرِ السَّمْعَانِي(د وفات كال ٤٨٩هـ) په خپل تفسير ج٣ ص٥٢١ كي
10- الزَّمَخْشَرِي (د وفات كال ٥٣٨هـ) په خپل تفسير الكشاف ج٣ ص٢٢٩-٢٣١ كي
11-علاء الدين سمرقندي (د وفات كال ٥٤٠هـ) په تحفة الفقهاء ج٣ ص٣٣٤ كي
12-ظهير الدين بن أبي حنيفة (د وفات كال ٥٤٠هـ) په الفتاوى الولوالجية ج٢ ص٣٢٢ كي
13- الْكَرَابِيسِي (د وفات كال ٥٧٠هـ) په الفروق ج١ ص٣٤٧ كي
14-الكاساني (د وفات كال ٥٨٧هـ) په بدائع الصنائع ج٥ ص١٢١-١٢٣ كي
15- الأوزْجَنْدي الفَرْغَاني الحنفي (د وفات كال ٥٩٢هـ) په فتاوى قاضي خان ج٢ ص٣٩١ كي
16- المَرْغِيْنَانِي (د وفات كال ٥٩٣هـ) په بداية المبتدي ج١ ص٢٢٢ او د الهداية په شرح بداية المبتدي ج٤ س٣٦٨ كي
17-أبو المعالي بن مَازَة البخاري الحنفي (د وفات كال ٦١٦هـ) په المحيط البرهاني ج٥ ص٣٣٤-٣٣٥ كي
18-يوسف السِّجِسْتَانِي (د وفات كال ٦٣٨هـ) په منية المفتي كي د ابن نجم المصري له كتاب شرح الأشباه والنظائر ج٣ ص٤١٧ رانقلوي او وايي: په دې كي د ټولو اجماع ده چي مريى كولى شي خپلي مولا او مالكي ته وگوري؛ او هغې ته كتل داسي دي لكه د پردي كتل د هغې مخ او لاسونو ته.
19-ابن عبدالقادر الرازي الحنفي (د وفات كال ٦٦٦هـ) په تحفة الملوك ج١ ص٢٣٠ كي.
20-ابن مودود المَوْصِلِي الحنفي (د وفات كال ٦٨٣هـ) په متن المختار للفتوى او الاختيار لتعليل المختار ج٤ ص١٥٦ كي.
21-علي بن زكريا الْمَنْبِجِي الحنفي (د وفات كال ٦٨٦) په اللباب في الجمع بين السنة والكتاب ج٢ ص٦٤٩ كي
22- النَّسفِي الحنفي (د وفات كال ٧١٠هـ) په كنز الدقائق ج١ ص٦٠٩ كي
23- الزَّيْلَعِي الحنفي (د وفات كال ٧٤٣هـ) په تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق للنسفي ج٦ ص١٧ كي
24- البَابِرْتي (د وفات كال ٧٨٦هـ) په العناية شرح الهداية للمرغيناني ج١ ص٢٥٩ كي.
25-عبيدالله المَحْبُوبِي الحنفي (د وفات كال ٧٤٧هـ) په النقاية ج٥ ص٩٨ كي.
٢6- الدهلوي (د وفات كال ٧٨٦هـ) په الفتاوى التتارخانية ج١٨ ص٩٥ كي.
٢7-العبادي الحَدَّادِي الحنفي (د وفات كال ٨٠٠هـ) په الجوهرة النيرة شرح مختصر القدوري ج٢ ص٢٨٣ كي.
28-بدر الدين العَيْنِي (د وفات كال ٨٥٥هـ) په البناية شرح الهداية للمرغيناني ج١٢ ص١٢٨ كي.
29-العلامة ملا خسرو (د وفات كال ٨٨٥هـ) په درر الحكام شرح غرر الأحكام ج١ ص٥٩ كي.
30-إبراهيم الحَلَبِي (د وفات كال ٩٥٦هـ) په متن ملتقى الأبحر ج١ ص١٢٢ كي او په متن ملتقى الأبحر في الحج ج١ ص٤٢١ كي.
31-أبو السعود (د وفات كال ٩٨٢هـ) په خپل تفسير ج٦ ص١٧٠ كي.
32-ملا علي قاري (د وفات كال ١٠١٤هـ) په فتح باب العناية بشرح النقاية ج١ ص٢١٧ كي.
33- ابن الشِّلْبِي الحنفي (ت١٠٢١هـ) د تبيين الحقائق للزيلعي شرح كنز الدقائق للنسفي ج٦ ص١٧ په حاشيه كي.
34- الشُّرُنْبُلالي الحنفي (د وفات كال ١٠٦٩هـ) د درر الحكام لملا خسرو ج١ ص٣١٤؛ په حاشيه كي او د نور الإيضاح متن ص٥٣ كي، او په مراقي الفلاح شرح نور الإيضاح باب الحج ج١ ص٢٨٠ كي.
35-الشهاب الْخَفَاجِي (د وفات كال ١٠٦٩هـ) د بيضاوي تفسير ج٦ ص٣٧٢ په حاشيه كي ليكي: "د أبو حنيفة په مذهب كي مخ، دواړه رغوي او دواړه پښې مطلقاً عورت نه دي.
36-الفتاوى الهندية (چي جمع كول ئې نږدې ١١٠٠هـ كال كي وو) په اول جلد ٢٣٥ صفحه كي.
٣٧-أحمد ملا جيون اللكنوي (د وفات كال ١١٣٠هـ) په التفسيرات الأحمدية ص٨٨ كي.
٣8-الطوري (د وفات كال ١١٣٨هـ) د بحر الرائق لابن نجيم المصري شرح كنز الدقائق للنسفي؛ تكمله ج٨ ص٢١٨ كي.
٣9-الآلوسي (د وفات كال ١٢٧٠هـ) په تفسير روح المعاني ج٩ ص٣٣٥-٣٤١ كي.
40-التهانوي (د وفات كال ١٣٩٤هـ) په إعلاء السنن ج٢ ص١٦٤ كي ليكي: (د يادو احاديثو له مخي ثابته ده چي د آزادي مېرمني؛ ټول بدن په استثناء د مخ او دواړو رغوو؛ په دې دليل عورت دي چي وينځي ترې مستثنى شوې او همدا د احنافو مذهب دئ.
قدرمن مشر پورتني فهرست ته پر کتو زياته کړه:
له لومړۍ هجري پېړۍ بيا تر څوارلسمي پېړۍ پوري؛ د احنافو ټول مشهور او منلي ائمه، فقهاء، علماء، محدثين او محققين؛ له امام ابوحنيفه تر تهانوي پوري؛ په دې رأى دي چي د مېرمنو لاسونه او مخ په ستر كي شامل نه دي. او زياتوي چي:
متأسفانه ځيني داسي دي چي د خپلي شخصي سليقې او مزاج خلاف؛ هيڅ رأى او دليل؛ نه مني كه څه هم دا د قرآن صريح او څرگند آيت او د رسول الله صلى الله عليه و سلم صحيح حديث، د صحابه وو، ائمه وو، فقهاءو او معتبرو درنو علماءو رأى او فتوى وي؛ په هر صورت كي د خپل هوس او سليقې متابعت كوي؛ خو لټه كوي داسي رأى او فتوى د كوم كتاب په متن او حاشيه كي پيدا كړي چي خپل تبر ته ترې لاستی جوړ كړي؛ كه څه هم نه دا كتاب د اعتبار وړ وي او نه ئې ليكونكى؛ هم ئې رأى شاذ او مرجوح او هم ئې مفتي د افتاء له اهليت بې برخي؛ د سلفيت او حنفيت ادعاء به كوي خو په عمل كي به نه يوازي حنفي او سلفي نه وي بلكي هر څه به ئې د خپلي ادعاء خلاف وي!!
همدا راز نوموړي د موضوع په ارتباط خپلو
دوو جالبو او ضمني يادداښتونو ته هم په مفصل ډول اشاره وکړه؛ چي د راپور د طوالت له کبله ئې فعلاً دلته له راوړو ډډه کوو، خو درانه لوستونکي کولای شي چي د «حجاب او شرعي لباس» په رساله کي ئې په تفصيلي توگه له نظره تېر کړي.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
