No-IMG

ورور حکمتيار د ماليزيا د بهرنيو چارو سلاکار ښاغلی اعظم عبد الرحمن سره وکتل

يک‌‌شنبه؛ د سرطان ۲۶مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار له غرمې وروسته د حزب اسلامي افغانستان په مرکزي دفتر کې د ماليزیا هېواد له لورې د افغانستان له‌پاره د ياد هېواد د بهرنیو چارو د وزير له ځانګړي سلاکار ښاغلي داتو احمد اعظم عبدالرحمن، د جنوبي او مرکزي اسیا له‌پاره د ياد هېواد مرستیال سکرتر ښاغلي محمد اظهر مزلان، د GPM پر نوم د نړۍ‌والې سولې له‌پاره د ماليزيا هېواد د تأسيس کړې إدارې له مشر ښاغلي اظفر بن صلاح او ورسره مل لوړ رتبه پلاوي سره وکتل.

په دغه ناسته دواړو لوريو پر يو لړ مهمو سياسي، إجتماعي او إقتصادي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وکړې.

ښاغلي حکمتيار ياد پلاوي ته د هرکلي او ښه راغلاست تر څنګ د افغانستان په بيارغونه کې د مثبت رول لوبونې او ونډې اخيستو په اړتيا ټينګار وکړ او زياته يې کړه:

افغانان د ماليزيا هېواد له هغو مخلصانه مرستې منندوی دي چې د افغان-شوروي د جګړې پر وخت يې ورسره کړي، او هيله لري چې په راتلونکي کې هم ورسره د إقتصاد جوړونې او بيارغونې په برخه کې خپلې صادقانه مرستې جاري وساتي.

د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير د غوښتنو په ځواب کې ماليزيايي پلاوي بيا وويل:

له افغانانو سره د بيارغونې او إقتصادي همکاريو په برخه کې خپلې ښکيلتيا ته دوام ورکوو او د هغوی مشروع غوښتنو او بشري مرستو ته د لاسرسي په برخه کې به هېڅ‌کله هم له هغوی خپله همکاري ونه‌سپموو.

 

د ياد پلاوي پر وينا چې؛ په دې لټه کې دي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو او إقتصادي همکاريو په برخه کې پرمختګونه رامنځ‌ته کړي او له افغانانو سره په همیشني ډول د خپلو بشري مرستو لړۍ جاري وساتي.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک