No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏از کودتای سردار محمد داوودخان بر نظام شاهی در افغانستان ۴۹ سال تکمیل شد.

۴۹ سال قبل از امروز, به تاریخ ۲۶ سرطان سال ۱۳۵۲ هجری شمسی به رهبری سردارمحمد داوود خان در یک کودتای سفید نظام شاهی سرنگون و برای نخستین بار در افغانستان نظام جمهوری رویکار آمد.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان سره کتلي.

په ناسته کې د افغان کډوالو، بندیانو، نشه يي توکو، سرحدي مسایلو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او همکاریو باندې خبرې شوې دي.

‏د ایران سفیر د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې په ګټه بللی او په خبره يې، هڅه کوي، له دې هېواد سره د ګډو پولو له لارې د ښه ګاونډیتوب د ساتلو په هدف دوه اړخیزه مثبته استفاده وشي.

‏امیر خان متقي وايي، هڅه کوي افغانستان د سیمې په کچه د ټرانزیټ په مرکز بدل شي او په دې لړ کې به د ایران او تاجکستان ترمنځ سوداګرۍ اموالو ته د انتقال برخه کې لازم تسهیلات رامنځته کړي.

‏ناسته کې هوکړه شوې، چې د سرحدي مسایلو د څېړلو او د دوه اړخیزو همکاریو د له منځه وړلو لپاره د افغان حکومت او ایران ګډ پلاوي به خپلمنځي ناستې کوي، څو دواړه هېوادونه په مختلفو برخو کې له سوداګرۍ او دوه اړخیزو همکاریو څخه ښه استفاده وکړای شي.

: ‏د ا.ا د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د خوست په صبریو ولسوالۍ کې یوې غونډې ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې اسلامي امارت کورنی مشروعیت  لري او په وینا یې اوس په کار ده چې نړۍ پر دوی لګول شوي محدودیتونه لرې او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

‏د کورنیو چارو وزارت وزیر ښاغلی حقاني زیاتوي د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو یوې غونډې ته ویلي چې اسلامي امارت په عمل کې ثابته کړه چې افغانستان د نړۍ هېڅ هيواد لپاره ګواښ نه دى او د دوه اړخيزو مثبتو اړيکو د پاللو ظرفيت لري.

‏نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره مثبت او مشروع تعامل وکړي او همداراز د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

: ‏اسلامي امارت وایي، چې د افغانستان له خاورې پر تاجکستان او ازبکستان د راکټي بریدونو د توغولو په تور یې پنځه داعشیان نیولي دي.

‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې تیره شپه د کندز امام صاحب ولسوالۍ قنجغه سیمه کې د اسلامي امارت ځانګړې قطعې د دغو کسانو پر پټنځي عملیات کړي چې په دې عملیاتو کې۳ تنه خوارج وژل شوي او ۵ نور ژوندي نیول شوي دي.

: ‏د افغانستان د برېښنا شرکت وايي چې د ترکمنستان يو پلاوی کابل ته راغلی څو د تاپ پروژې، نورالجهاد سب سټېشن او شبرغان – دشت الوان د ۵۰۰ کيلو ولټ پروژې په اړه خبرې وکړي.

: ‏په کندهار کې د اوبو درې نور بندونه جوړېږي. د کندهار ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې ددغه ولایت په سپین بولدک او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې د اوبو د ذخیرې درې بندونه جوړېږي.

: ‏د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې افغانستان اوسمهال پر یو ناکام هېواد بدلېدونکی دی او دا چاره به د امریکا په گټه نه وي ځکه چې ناکام افغانستان به ډیر ژر د ترهگرو په مرکز بدل شي.

‏خلیلزاد وایي چې طالبان اوس په یوه لویه جرگه کار کوي چې پکې به قومي مشران، دیني عالمان او سیاسي شخصیتونه گډون وکړي خو هغه زیاتوي چې که د افغانستان واک یوازې طالبانو ته چې د نجونو د زدکړو مخالف دي وسپارل شي نو دا هیواد به ډیر ژر ناکام او د ترهگر په مرکز بدل شي.

‏خلیلزاد له افغانستان څخه د امریکا د وتلو دلیل په سیمه کې د لویو قوتونو رقابت وباله او او ویې ویل، چې که امریکایي ځواکونه لا هم په افغانستان کې وای نو روسیې به له طالبانو سره په مرستې دوی په نښه کړي وای.

: به گزارش خبرگزاری رسمی قطر «قنا»، شیخ تمیم بن حمد آل ثانی، امیر این کشور و جو بایدن، رئیس جمهور آمریکا در حاشیه اجلاس امنیت و توسعه جده عربستان سعودی دیدار و گفت‌وگو کردند.

بر این اساس، طرفین روابط استراتژیک میان قطر و آمریکا و راه‌های گسترش آن را مورد بحث و گفت‌وگو قرار دادند.

همچنین آل ثانی و بایدن در این دیدار در باره تحولات منطقه و جهان تبادل نظر کردند.

رئیس جمهور آمریکا از نقش قطر برای برقراری امنیت و ثبات و تلاش این کشور برای مذاکرات صلح افغانستان تشکر کرد.

: ‏د ټرمپ خارجه وزیر، مایک پمپیو د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته درېږي.

هغه خپل کمپاینونه میده ـ میده شروع کړي دي.

: ‏از اثر گرمای شدید در فرانسه، آسپانیا، یونان و پرتگال جنگلات آتش گرفته اند که از پنج روز بدینسو هزاران هکتار زمین را از بین برده است.

آتش سوزی مذکور باعث شده که هزاران تن از خانه‌هایشان بیجا شود و جان ده‌ها تن را گرفته است.

: ‏ایران وایي امریکا په سیمه کې د کشمکشونو جوړولو په لټه کې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه خبري کنفرانس کې سیمې ته د بایډن پر سفر او د هغه پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښوودلی دی.

: ‏د امریکا متحد هېوادونه پر دوی بې باوره شوي دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې عربي هېوادونو او منځني ختیځ ته د بايډن پر سفر یوه مقاله خپره کړې ده او په هغه کې وایي چې بایډن د سیمې له سفر له کومې سترې لاس ته راوړنې پرته امریکا ته راګرځېدلی دی.

: ‏د ملګرو ملتونو وګړو صندوق (UNFPA) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغانستان سره يې روغتیايي برخه کې د بېړنیو مرستو کڅوړه ترلاسه کړې، چې د ۲ لکه او ۳۰ زره افغانانو روغتیايي اړتیاوې به پوره کړي.

‏یاده اداره وايي، په افغانستان کې به د بشردوستانه کړکېچونو څخه اغېزمنو خلکو ملاتړ او مرستو ته دوام ورکړي.

: ‏د امریکا ولسمشر او د سعودي عربستان د ولیعهد ترمنځ لیدنه کې د جمال خاشغجي په ترور، د شیرین ابو عاقلي پر وژنې او د عراق په ابوغُریب زندان کې د جنایاتو په اړه خبرې شوي دي.

‏تر لیدنې وروسته سپینې ماڼۍ ویلي چې جو بایډن له محمد بن سلمان سره د جمال خاشغجي د وژنې په اړه خبرې کړي دي او نوموړی یې د خاشغجي د ترور مسوول بللی دی

خو د سعودي عربستان لوړپوړو چارواکو بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په لیدنه کې یې د خاشغجي په اړه د جوبایډن خبرې نه دي اوریدلي.

‏تر لیدنې وروسته د سعودي عربستان حکومت هم په ابوغریب زندان کې د امریکایي سرتیرو لخوا د جنایاتو او د اسرائیلي ځواکونو لخوا د الجزیرې خبریاله شیرین ابو عاقلې د وژنې د یادونې ترڅنگ امریکا ته خبرداری ورکړی چې د جمال خاشغجي د وژنې په قضیه کې مداخله ونکړي.

: ‏د کورونا ویروس نوې «بي اې ۵» بڼې په نړۍ کې د کورونا ویروس مثبتې پیښې ډیرې کړي دي.

د بي اې ۵ بڼې سره تازه په امریکا، چین، ایران او ډیر شمیر نورو هیوادونو کې د کورونا ویروس مثبتې پیښې یو ځل بیا ډیرې شوي دي.

: ‏په ۷۲ ساعتونو کې په هسپانیا کې د هوا د گرمیدو له امله ۸۴ تنه مړه شوي دي.

په هسپانیا کې د روان کال د جولای میاشتې د پیل راهیسې د سختې گرمۍ له امله ۳۶۰ تنه مړه شوي دي.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، ۶۱ امریکايي لوړپوړي چارواکي يې تور لېست کې شامل کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي، پر یادو کسانو يې له دې امله بندیزونه لګولي، چې د مجاهدین خلق ترهګرې ډلې ملاتړ کوي.

: ‏جو بایډن د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په درواغ ویلو تورن کړ.

‏وروسته تر هغه چې بایدن د سعودي عربستان له سفره سپینې ماڼۍ ته ورسید د یوې خبریال په ځواب کې چې سعودي وزیر له قوله یې ویل گواکي ده (بایدن) په مجلس کې ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجی په وژنه ندی تورن کړی، وویل چې د سعودی وزیر درواغ ویلي.

: ‏ایران ته د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین تر سفر مخکې د دې هیواد نظامې الوتکې تهران ته رسیدلي دي.

د معلوماتو له مخې ولادمیر پوتین به د جولای په ۱۹مې نیټې په تهران کې د خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي او ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره لیدنې ولري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک