No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: نن شنبه؛ د سرطان ۲۵مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال د ح‌اا قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې د افغانستان له پخواني جمهور رئیس ښاغلي حامد کرزي او ورسره مل‌پلاوي سره وکتل.

ياده کتنه چې د ح‌اا په مرکزي دفتر کې ترسره شوه؛ په‌کې دواړو مشرانو د هېواد پر يو لړ مهمو سياسي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وکړې.

: ‏پر ترهګرۍ تورن مهدي ارسلان د افغانستان او تاجکستان تر منځ پوله کې د تاجک طالبانو په نوم ۲ سوه کسیزه ډله جوړه کړې او فعالیت کوي.

د تاجکستان سرحدي مسوولین وايي، چې د «مهدي ارسلان» په نوم د دوی یوه تبعه چې په تاجکستان کې یې د ترهگرۍ په تور د نیولو امر شوی؛ ‏اوس له ۲۰۰ نورو تاجکانو سره د تاجک طالبانو په نوم ډله جوړه کړې او طالبانو سره یو ځای پر ګډه پوله د تَرَصُد یو لوړ برج جوړوي او افغان حکومت هم نوموړي ته تاجکستان سره د سرحد اداره کولو دنده سپارلې ده.

‏د تاجکستان سرحدي چارواکي وایي چې د مهدي ارسلان نوم په سرحدي سیمه کې په ډیرو ځایونو لیکل شوی چې دا کار د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د احساساتو پارولو لپاره شوی.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، د مالیزیا بهرنیو چارو وزير ځانګړي سلاکار داتو احمد اعظم او د جنوبي او مرکزي اسیا مرستیال سکرتر محمد اظهر مزلان سره کتلي.

په دې لیدنه کې پر سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو، بانکي سکټور، دوه اړخیزو اړیکو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې شوي.

: ‏د ترکیې د بشري مرستو یوه بله محموله د تورغندې بندر له لارې افغانستان ته رسیدلې ده.

له افغانستان سره د ترکیې د بشري مرستو په لړ کې د دې هیواد ۱۵۰۰ تڼه مرسته هرات ولایت ته رسیدلې ده.

‏دغه مرسته د افغان چارواکو او په هرات کې د ترکیې د قونسلګرۍ مسوولینو په حضور کې افغاني سرې میاشتې ته ورکړل شوه.

: ‏په کابل کې د یو لیټر پټرول بیه ۹۵ او د یو لیټر ډیزل بیه ۱۲۷ ته رسیدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په نړیوال بازار کې د تیلو بیې ۳۰ سلنه ټیټې شوې خو په افغانستان کې لا هم پر خپل ځای دي.

: ‏د افغانستان بانک سبا یکشنبه ۱۲ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافۍ، د پولي خدمتونو له هغو شرکتونو چې په شرایطو برابر وي غوښتي، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

: ‏د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې ۲۲۰ تنه په کولرا یا شدید اسهال اخته شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، ناروغان تر درملنې لاندې دي، خو دوه تنه د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

تر دې مخکې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې هم د کولرا یا شدید اسهال ناروغۍ له کبله ۲۰ کسان مړه شوي وو.

: ‏باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار کې تېره شپه د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر او ټیلر د ټکر له امله ۸ کسان مړه شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت روغتیايي مسوولانو ویلي، چې د پېښې د ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

: ‏‏ریاست عمومی استخبارات از گرفتاری شخصی خبر داده است که با اسم مستعار در شبکه‌های اجتماعی جوانان را به صفوف خوارج دعوت می‌کرد.

این شخص تذکره‌های جعلی را به افراد وابسته به خوارج نیز تهیه می‌کرد.

از نزد وی، چندین پایه کمپیوتر، میموری کارت، فلش و اکونت‌های مستعار به دست آمده است.

: ‏باشنده‌گان ولسوالی سیدآباد میدان وردک، کار ساخت یک مکتب را با هزینه‌ شخصی‌شان آغاز کرده اند. آنان می‌گویند که در بسیاری از بخش‌های این ولایت مکتب نیست و کودکان برای رسیدن به مکتب ساعت‌ها راه می‌پیمایند.

: ‏خلیلزاد: د افغانستان اقتصادي ماتې او سیاسي انزوا طرفدار نه یوو.

وایي، موږ چې کابل کې خپل سفارت بند کړ نو په دې فکر کې شوو چې طالبان غېږ کې ونیسو که فشار پرې راوړو؟

: به گزارش خبرگزاری رسمی عربستان سعودی «واس»، محمد بن سلمان، ولیعهد این کشور اعلام کرد که اجلاس امنیت و توسعه جده امروز به پایان رسید.

وی گفت: این نشست روابط مستحکم میان کشورهای ما و آمریکا را منعکس کرده و در نشست جده ادامه همکاری در قبال چالش‌های منطقه‌ای و جهان در زمینه‌های مختلف مورد بحث و گفت‌وگو قرار گرفت.

اجلاس امنیت و توسعه جده با حضور جو بایدن، رئیس‌جمهور آمریکا، مصطفی الکاظمی، نخست وزیر عراق، عبدالفتاح السیسی رئیس جمهور مصر، محمد بن زاید آل نهیان رئیس امارات متحده عربی، عبدالله دوم پادشاه اردن، شیخ تمیم بن حمد آل ثانی امیر قطر، مشعل الأحمد الجابر الصباح ولیعهد کویت، اسعد بن طارق آل سعید، معاون نخست‌وزیر عمان، حمد بن عیسی آل‌خلیفه پادشاه و سلمان بن حمد آل خلیفه ولیعهد بحرین برگزار شد.

بایدن برای مشارکت در نشست جده دیروز وارد عربستان سعودی شده و با سلمان بن عبدالعزیز، پادشاه و محمد بن سلمان، ولیعهد عربستان سعودی دیدار و گفت‌وگو کرد.

طرفین پس از دیدار طی یک بیانیه مشترک «بر لزوم جلوگیری از مداخلات ایران در امور داخلی سایر کشورها و اهمیت جلوگیری از دستیابی این کشور به سلاح هسته‌ای» تاکید کرده‌اند.

همچنین بایدن بر تعهد قوی و پایدار واشنگتن نسبت به امنیت و دفاع از عربستان سعودی و مردم این کشور تاکید کرده است.

: جو بایدن، رئیس‌جمهور آمریکا با بیان اینکه کشورش به‌عنوان شریک فعال در خاورمیانه به حضورش ادامه خواهد داد، گفت: هرگز از خاورمیانه نخواهیم رفت و نمی‌گذاریم در منطقه خلائی به وجود آید که توسط چین، ایران و روسیه پر شود.

بایدن طی سخنانی در «اجلاس امنیت و توسعه جده» در شهر جده عربستان سعودی با هدف‌ قرار دادن روسیه، چین و ایران اظهار داشت: شاهد تلاش‌ها برای تضعیف نظم در جهان و خاورمیانه هستیم.

وی افزود: چین فشار‌های خود در جهان به ویژه در منطقه هند-آرام را افزایش داده، روسیه به جنگ ناعادلانه علیه همسایه خود اوکراین ادامه می‌دهد و ایران نیز دنبال بی‌ثباتی در خاورمیانه است.

: ‏تظاهرات مردم ارومیه در اعتراض به خشک شدن دریاچه ارومیه.

صدها تن از مردم ارومیه، مرکز استان آذربایجان غربی ایران در اعتراض به خشک شدن دریاچه ارومیه و عدم رسیدگی کافی دولت برای جلوگیری از این فاجعه زیست محیطی تجمع کردند.

: ‏ولسمشر جو بایډن له اسراییلو وروسته د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز په رسمي بلنه یاد هېواد ته رسېدلی دی.

د دې سفر په لړ کې د ریاض او واشنګټن تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتوالي په موخه ۱۸ تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

: ‏مهیندا یپا، سخنگوی پارلمان سریلانکا گفته است که تا هفت روز آینده شخصی را به عنوان رییس جمهور انتخاب خواهد کرد که برای همه قابل قبول باشد.

یپا افزوده است که نخست وزیر جدید نیز از سوی رییس جمهور آینده تعیین می‌شود.

: ‏وزارت مهاجرین کانادا می‌گوید، بیش از ۱۸ هزار قضیه پناهجویان را بررسی نموده و اما توانایی جذب دیگران را ندارد.

حامیان گروه‌های مهاجرین گفته است که این کار افغان‌ها را بسیار ناامید ساخته است.

پیش از این کانادا تعهد سپرده بود که ۴۰ هزار پناه جوی افغان را می‌پذیرد.

: ‏وزارت امور خارجه روسیه طی اعلامیه‌ی نگاشته است که ۳۸۴ عضو پارلمان جاپان نمی‌تواند به روسیه سفر نماید.

مسکو این فیصله را پس از آن اتخاذ نموده که جاپان از اثر جنگ اوکراین خواستار وضع تحریم‌های بیشتر بر روسیه شده است.

: ‏نیروهای اسراییل گفته است که طیاره‌های جنگی مراکز گروه حماس را در غزه مورد هدف قرار داده است.

این حملات بعد از آن صورت می‌گیرد که در پایان سفر جو بایدن رییس جمهور امریکا بر خاک اسراییل نیز حملات صورت گرفته و اما مسوولیت آنرا تا حال گروهی بر عهده نگرفته است.

: ‏چین کې، د کورونا له امله لا هم میلیونونه خلک کرنتین دي.

هلته تازه د کورونا مثبتې پېښې بیا زیاتې شوي، چې له امله یې یوازې په ګانګسو ایالت کې ۴ اعشاریه ۴ میلیونه خلک کرنتین شوي دي.

: ‏چین له افغانانو سره بشردوستانه مرستې خپل مسوولیت بولي. چینایي پيپلز ډېلي ورځپاڼې د چینایي چارواکو له قوله ویلي چې افغانستان دمګړی له سخت بشري ناورین سره مخ دی او ددې تمه ده چې له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې شي.

: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازي ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت له مسوولینو سره لیدنه کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر خلاصون ټینګار کړی دی.

مارکس پوټزل ژمنه یې کړې چي ملګري ملتونه به د افغانستان د بیارغونې او بشري مرستو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه وویل:«تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر واندې باید د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي او ښځې باید د نارینه وو په څېر زده کړو ته لاسرسی ولري او له نورو فرصتونو برخمنې شي

د یادې ادارې استازی وایي، د روغتیا، پوهنې او سوداګرۍ په برخه کې ستونزې هغه څه دي چې د طالبانو له راتلو مخکې موجودې وې او په خبره یې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د مرستې ځانګړی صندوق رامنځته کړی چې چارې یې د یاد سازمان د پرمختیایي پروګرام له لوري پر مخ وړل کېږي.

: ‏د امریکا ولسمشر جو بایډن او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

دواړو خواوو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د امنیت پر ټینگښت او په دې هیواد کې د شته ترهگرو سره په گډې مبارزې ټینگار کړی دی.

‏د امریکا ولسمشر او د سعودي عربستان ولیعهد له افغانستان سره د بشري مرستو دوام مهم بللی او د افغانانو د حقونو، د ښځو د کار او د نجونو د تعلیم حق څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

: ‏د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په راتلونکو ورځو کې د افغانستان د ډبرو سکرو د بیو د ټیټولو لپاره د پاکستان د تجارت وزارت، د دې هیواد د پوځ او د ای اس ای د استازو یو گډ پلاوی کابل ته راځي.

‏دا په داسې حال کې ده چې په نړیوالو بازارونو کې د یو ټن سکرو بیه ۴۵۰ ډالرو ته رسیږي خو د افغانستان د سکرو بیه ۲۰۰ ډالر ټاکل شوې ده.

: ‏د قرغزستان هېواد چارواکي وایي، چې په پام کې لري د افغانستان په لوی پامیر او کوچني پامیر سیمو کې مېشت افغان قرغزیان تر ٢٠٢٤ کال پورې قرغزستان ته انتقال کړي.

د افغانستان قرغزیان ټولټال ٤٠٠ کورنۍ دي چې ١٥٠٠ تنه کیږي.

: ‏د امریکا ولسمشر جوبایډن سعودي عربستان ته تر رسېدو وروسته د دې هېواد له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره په یوه غونډه کې، افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

‏دواړو لورو ویلي، په افغانستان کې د امنیت او ثبات له ټینګښت ملاتړ کوي، خو د ترهګرو ډلو له خوا د رامنځته شوي ګواښ پر وړاندې مبارزې ته اړتیا ده

بل لور ته د ا.ا مسوولان وايي، دمګړۍ په افغانستان کې هېڅ ډول ترهګریزه ډله فعالیت نه لري او افغان خاوره به د بل هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

: ‏د امریکا ولسمشر جو بایډن سعودي عربستان کې د عربي هیوادونو په غونډه کې ویلي چې هیواد به یې هیڅکله منځني ختیځ کې داسې خلا پرینږدي چې بیا یې روسیه یا چین ډکه کړي.

د نوموړي تر څرگندونو وروسته په عراق کې د چین سفیر ویلي منځنی ختیځ د چا شخصي ملکیت ندی، دا سیمه خپل خاوندان لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک