حکمتيار: په تركيه، مصر او سودان كي د كودتاگانو هڅي د دې لپاره چي إسلامي نظام تأسيس نشي
جان بولتون؛ د ټرامپ په جمهوري رياست كي د ملي امنيت مشاور؛ له سي ان ان سره په مركې كي د أمريكا د كانگرې پر ماڼۍ د ټرامپ د پلويانو د بريد په اړه ويلي: ټرامپ د يوې موفقي كودتا د مهندسي او پلان جوړولو په موقعيت كي نه وو؛ د داسي چا په توگه چي په نورو هېوادونو كي ئې د كودتا په اړه مرسته كړې؛ ويلى شم چي کودتا ډېر کار ايجابوي او دا داسي كار نه دئ چي ټرامپ ئې په تر سره كولو موفق شوى وي؛ جان بولتون د وينزويلا يادونه وكړه او په ضمني توگه ئې اعتراف وكړ چي ده په كي ونډه درلوده؛ وئې ويل: معلومه شوه چي هلته كودتا بريالۍ نه وه؛ ... نه دا چي موږ په هغې كي ډېره ونډه درلوده؛ خو ومي ليدل؛ يو اپوزیسیون د يوه غير قانوني جمهور رئيس د نسكورولو لپاره څه ته اړتيا لري؛ يعني د وينزويلا اپوزيسيون ته مي همدا مشورې وركړې!! اما دا چي ده د خپل مأموريت په دوران كي؛ په څو هېوادونو كي كودتاگاني پلان كړې؛ كه څه هم هغه نه دي ويلي چي د كومو كودتاگانو مهندسي د ده له لوري وه؛ خو كه پېښو او د كودتاگانو څرنگوالي ته پام وكړو نو حدس وهلي شو؛ د ده هدف څه او كومي كودتاگاني دي؛ په تېرو دوو لسيزو كي د دغو كودتاگانو يادونه كولى شو چي په غالب گمان أمريكا په كي لاس درلود: د اردوگان په ضد ناكامه كودتا، د شهيد مرسي په ضد د جنرال سيسي كودتا، د سودان مخكني جمهور رئيس عمر البشير په ضد كودتا، په پاكستان كي د پرويز مشرف كودتا؛ جان بولتون د دې پوښتني په ځواب كي چي آيا علاوه له وينزويلا؛ داسي موارد شته چي تاسو ئې موږ ته نه وايئ؟ هغه وويل: هو؛ يقيناً داسي موارد شته!!
په تركيه، مصر او سودان كي د كودتاگانو له لاري د منتخبو او د ملت له ملا تړ برخمنو حكومتونو د نسكورولو هڅي د دې لپاره شوې وې چي أمريكا د نړۍ په هيڅ گوټ كي د إسلامي نظام تأسيس نشي زغملى او د نسكورولو لپاره به ئې له هيڅ اقدام ډډه ونه كړي.
