No-IMG

حکمتيار: د اشغال په دوران کي د شوي ظلمونو او وحشتونو عاملين دې محاکمه شي

په تېرو څو ورځو كي بي بي سي دوه ډېر بوگنوونكي او هيښوونكي راپورونه درلودل: 

1- په افغانستان كي د بريتانيا د خاصو ځواكونو له لوري د گڼ شمېر ملكيانو وژني او د شپنيو عملیاتو جرمونه ئې افشاء کړي؛ او ويلي ئې دي چي دوى به د استخباراتو د غلطو او نا سمو معلوماتو له مخي شپنۍ چاپې وهلې او هلته به ئې د کور نارینه او کله کله ټوله کورنۍ په دې پلمه وژل چي گواکي غوښتل ئې پر دوی متقابلي ډزي وکړي.

د راپور له مخي یوازي په شپږو میاشتو کي د برتانیې د ځانگړو ځواکونو يوه ټیم ۵۴ ملکیان وژلي؛ داسي چي په اړه ئې د پوځ جگپوړو چارواکو هم معلومات تر لاسه كړي خو هغوی مرکز ته خبر نه دئ ورکړی او هڅه ئې کړې چي خبره ئې پټه وساتي.

دا ئې هم ويلي چي د افغانستان په مختلفو ولایاتو کي میشتو بهرنیو ځواکونو؛ ورته جرمونه کړي او په زرگونو بې گناه افغان ملکیان ئې په یوه او بله پلمه وژلي دي؛ هغه چي په اړه ئې کله هم بې پرې تحقیقات نه دي شوي.

راپور كاږي چي كله كله به دغو ځواكونو د خپل جرم پټولو لپاره د وژل شوو څنگ كي لاسي بمونه او کلاشنکوفونه اېښودل او عكسونه به ئې اخيستل چي وښيي دوى وسله وال ول نه عادي ملكيان.

د بخښني نړۍ وال تنظيم؛ پر دغه راپور؛ خپل لومړني غبرگون کي ویلي چي دوی د برتانوي ځواکونو د جنگي جرمونو په اړه عاجل، مؤثر او شفافه څیړنه غواړي، داسي چي د قربانیانو حق تأمين شي او مجرمین په خپله سزا ورسیږي.

 

2- د بي بي سي بل خبر دا وو چي په ننگرهار كي د خپلسرو وژنو په ترڅ كي تر سل د زياتو مړو أجساد په وچ شوي نهر او په داسي حال كي موندل شوي چي ډبري او له شگو ډكي بورۍ ورپسي تړل شوې وې.

افغانانو ته په كار ده دا تبليغات عادي ونه گڼي او له اړخه ئې په بې اعتنائي او بې پروايۍ تېر نشي؛ او په دې اكتفاء ونه كړي چي ووايي: دا هسي دروغجن تبليغات دي؛ بلكه لازمه ده دوه كارونه وشي:

1- د اشغال په شل كلني مودې كي د ټولو ډله ايزو وژنو، شپنيو عملياتو، هغه هدفي ترورونو چي د اشغالگرو ځواكونو تر واك لاندي ښارونو او سيمو كي تر سره شوي؛ مفصل راپور جوړ او خپور كړي او د عاملينو د محاكمې او مجازات مكرره، رسمي او علني غوښتنه او د ديت او غرامت مطالبه وشي؛ هم د هاك نړۍ والي محاكمې ته قضيه راجع شي او هم وويل شي چي د جنايتكارانو محاكمه بايد د افغانستان دننه او په هغه ځاى كي وشي چي دا جنايات په كي تر سره شوي.

2- ننگرهار ته دروند، معتبر، صلاحيت من او بې طرف هيئت ولېږل شي؛ داسي هيئت چي موندني ئې هم أفغان ولس ته د منلو وړ وي او هم نړۍ والو ته؛ دا د دې لپاره چي كه راپور دروغ وي نو حقيقت ئې جوت او د خلكو تشويشونه رفع شي او كه رښتيا وي نو مجرمين او عاملين ئې تشخيص او د شريعت مطابق مجازات شي؛ دا هم ولس مطمئن او تشويشونه ئې رفع كوي او هم په داخل او خارج كي د نظام حيثيت او اعتبار زياتوي.

آبله ورځ مي يوه ويډيو وليدله چي په فيسبوك كي لاس په لاس كېږي او ښايي په زرگونو كسانو به ليدلې وي؛ يو څوك د ملا په جامه كي او په يوې غونډي كي خلكو ته په ډېري توندي لهجې وايي: تبليغيان، سلفيان او وهابيان په خپلو صفونو كي مه پرېږدئ؛ دا تبليغان د داعشيانو ملگري دي؛ او كمانډران رذيلان خو چي چېري مومئ په سينه سينه كي ئې په مرمۍ وولئ؛ له كمانډرانو ئې مراد د جهاد قومندانان دي، په پاكستان كي قومندان ته كمانډر وايي؛ عجيبه ده حتى تبليغيانو ته هم د دښمن په سترگه گوري؛ په داسي حال كي چي تبليغيان له سياست سره هيڅ كار نه لري؛ يوازي غواړي خلك فضائلو ته دعوت كړي او جومات ته ئې راولي؛ إمارت إسلامي ته مو مشوره دا ده: منبرونه كنټرول كړئ، داسي غلطو فتوىٰ گانو ته اجازه مه وركوئ، جاهل دوستان انسان ته دښمنان زياتوي؛ موږ غواړو إسلامي امت متحد كړو؛ په امت كي نور حقه مذاهب هم شته؛ هغوى ته بايد د وروڼو په سترگه وگورو؛ په فروعي مسائلو كي اختلافات بايد په سړه سينه او د ورورۍ په فضاء كي په احسن جدال سره حل كړو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک