No-IMG

حکمتيار: نړۍ د څو قطبي كېدو او د بل نړۍ وال سوړ او تود جنگ په لوري روانه ده

د نړۍ له سخت متشنج او ترينگلي وضعيت داسي معلومېږي چي په متخاصمو ډلو د وېشل كېدو، څو قطبي كېدو او د بل نړۍ وال سوړ او تود جنگ په لوري روانه ده؛ امريكا غوښتل په افغانستان كي د خپلي ماتي او ځپل شوي حيثيت د جبران لپاره؛ كومه بريالۍ جگړه پيل او وگټي؛ روسيه د اوكراين په جگړي كي ښكېل كړى شوه؛ عامل ئې د روسيې په لور د ناټو د پراخولو هڅي وې، د اوكراين د انضمام هڅو دا جگړه رامنځته كړه، او اوس د سويډن او فنلينډ د شاملولو پرېكړه به د دې جگړي لمن لا پراخه كړي، د فيدرالي روسيې د مشرانو له ځينو جدي اظهاراتو معلومېږي چي د ناټو د دغو تحركاتو په وړاندي به ئې عكس العمل ډېر سخت او شديد وي؛ د اتمي وسائلو تر كارولو پوري، د يوې بلي نړۍ والي جگړي پېلامه ئې گڼي او وايي: په اوكراين كي مو لا اصلي جگړه نه ده پيل كړې!!

له بلي خوا گورو چي أمريكا په تېرو پنځو مياشتو كي د اوكراين پر جگړي دومره پانگونه وكړه چي د افغانستان په جنگ كي د أمريكا له شپږو كلونو پانگوني او لگښتونو سره برابره ده.

همدا راز أمريكا لگيا ده په منځني ختيځ كي د إسرائيل په محور؛ او د ايران خلاف؛ گډ دفاعي تړون رامنځته كړي، داسي معلومېږي چي إسرائيل او ورپسې سعودي ته د جوبايدن سفر په همدې موخه تر سره كېږي.

له بلي خوا د تركيې او روسيې جمهور رئيسان د درې اړخيزي ناستي لپاره تهران ته روان دي؛ د سوريې په ارتباط د بحث تر عنوان لاندي؛ خو كاملاً جوته ده چي دا په منځني ختيځ كي د أمريكا د هڅو په ځواب كي يو طبيعي عكس العمل دئ.

د چين او أمريكا تر منځ اړيكي د احتمالي تصادم تر حد ترينگلې شوې؛ د تايوان په ارتباط هم او د جنوبي چين په بحيرې كي د  پاراسل (Paracel) و سپراتلي (Spratly) جزائرو د مالكيت په ارتباط هم.

بايد وگورو چي په دې شرائطو كي افغانانو ته څه كول په كار دي؟ دوه بديلونه لرو: يا له دواړو متخاصمو ډلو خپل برائت اعلانول او يا د مخكي په څېر په يوه پوري د افغانستان تړل؛ او په بل نيابتي جنگ كي شاملېدل؛ كمونستانو او سيكولرانو ته دا غوره برېښي چي د يوه بادار تر سيوري لاندي د غلامو واكمنو په څېر ژوند وكړي كه څه هم د ذلت او رذالت ژوند وي.

خو د ايمان او عقل تقاضىٰ دا ده چي افغانستان په داسي جگړو كي له ښكېلېدو وژغورو؛ د يوه لپاره د بل په خلاف ونه جنگېږو؛ د دوى جگړي افغانستان ته راانتقال نه كړو؛ موږ اوس له جگړو فارغ هېواد ته ضرورت لرو؛ د پرديو نيابتي جگړو كي مو هېواد او ولس ځورېدلى او سوزېدلى؛ وران افغانستان او ځورېدلى ملت مو سولي، ثبات او امنيت ته ضرورت لري؛ جگړي ته به يوازي هغه مهال ملا تړو چي استقلال، خپلواكي، ديني او ملي ارزښتونه مو تر بريد لاندي راشي.  

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک