حکمتيار: د اسلامپالو او مذهبي شخصيتونو د وژلو لړۍ بنسټ كمونستانو ايښى
دا نږدې نيمه پېړۍ كېږي چي زموږ هېواد كي د اسلام د ځپلو او اسلام ته د ژمنو سياسي او مذهبي شخصيتونو د وژلو لړۍ پيل شوې؛ بنسټ ئې كمونستانو ايښى؛ له هغي ورځي چي په 1352 كي ئې د داؤد خان تر مشرۍ لاندي كودتا وكړه او متصل ئې د جوانان مسلمان په نيولو او وژلو لاس پوري كړ؛ تر نن پوري دا لړۍ روانه ده؛ د شوروي ځواكونو لپاره ئې هم د اجيرو وژونكو په څېر عمل كړى او د ناټو لپاره هم.
د اسلام دښمنانو تل دا هڅه كړې او كوي ئې چي د مسلمانانو تر منځ مذهبي او قومي جنگونه وپاروي؛ كله د شيعه او سني په نامه، كله د سلفي او مذهبي؛ كله د عرب او عجم، كله د پښتون او غير پښتون؛ او كله د ملا او مكتبي په نامه؛ تل ئې د جگړو اور ته لمن وهلې؛ او يو په بل وژني؛ په همدې تېري اونۍ كي مشهور او نوميالى عالم شیخ سردار ولي ثاقب؛ په داسي حال كي ترور شو چي په پلازمېني كابل او د إمارت إسلامي تر سلطې لاندي اوسېدو؛ نه ئې د جنگ او جگړمارو پلوي كړې، نه ئې څوك وژلى، نه ئې د چا د وژلو فتوىٰ وركړې، د تكفيري ډلو مخالف او د مسلمانانو د يووالي پلوي وو. ما ئې وينا اورېدلې او د وينا له كبله مي د هغه په اړه په زړه كي محبت راپيدا شوى.
إمارت إسلامي بايد د دې او دې ته ورته جناياتو عاملين پيدا او د شريعت مطابق مجازات كړي؛ ټول اسلامپال لوري بايد يو بل ته لاس وركړي او په خپلو مدبرانه مواقفو او حكيمانه تگلارو سره د كورنيو او بهرنيو دښمنانو دا خطرناكه توطئه شنډه كړي؛ چي هدف ئې په خپلو منځونو كي د مسلمانانو جنگول دي.
