No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د کونړ ولایت مسوولان وايي، د کونړ - نورستان ولایتونو لويې لارې د خلاصېدو چارې په چټکۍ روانې دي، چې ډېر ژر به بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شي.

په دې وروستیو کې د سختو سېلابونو له امله د کونړ – نورستان ترمنځ غځېدلی سړک تخریب او د ترافیکو پر مخ تړل شوی و.

: ‏هرات کې، په وروستیو څلورو ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۶۹ کسان حوزوي روغتون ته وړل شوي.

مسوولین وايي، ټپیانو کې ۷۰ سلنه یې نارینه او ۳۰ سلنه یې ښځینه او ماشومان دي.

د هرات حوزوي روغتون ډاکتران وايي، سږکال اختر کې ترافیکې پيښې کمې وې او ټپيانو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی.

: ‏وزارت معادن و پطرولیم: هر ماه ۳۰۰ تا ۴۰۰ میلیون افغانی عواید از معادن زغال سنگ دریافت می کنیم.

: ‏د جاغوري خلکو د اختر په دریمه د ۱۰ نجونو او هلکانو زده کوونکو تر منځ د کتاب لوستنې مقابله پیل کړې.

د مسابقې ۳ غوره کسانو ته به جایزې ورکړ شي.

: ‏د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې په تړاو خبرونه درواغ دي.

ښوونځي به یې همداسې تړلي وي.

: ‏اروپایي ټولنې اوکراین لپاره ۱ میلیارد یورو مالي مرسته تصویب کړه.

: ‏د خارجه پالېسیو رېډ لېنټرن انټالیټکا فکري او ستراتیژیک مطالعاتي مرکز:

سریلنکا د چین وحشیانه قرضونو تباه کړه.

وایي، د نړۍ هېوادونه باید د کولمبو د زوال له دغې کیسې نه عبرت واخلي.

چین د سریلنکا دویم قرض ورکوونکی هېواد دی چې سلو کالو لپاره یې ترې دوه لوی سمندري بندرونه بیاباد نیولي.

: ‏د جېمز وب په وسیله اخیستل شوی د کهکشان روښانه انځور نندارې ته وړاندې شوی دی. ناسا پر خپلې ویبپاڼې د جیمز وب تلسکوپ په وسیله له کهکشان څخه لومړنی روښانه اخیستل شوی انځور خپور کړی دی. ناسا له انځور سره لیکلي چې دا تر دې دمه لومړنی روښانه انځور دی چې له کهکشان څخه اخیستل کېږي.

: ‏د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې افغانستان بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دغه هېواد باید هېر نه کړل شي. د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي د افغانستان نیمایي نفوس له خورا ناوړه بشري وضعیت سره مخ دی او د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

: ‏د بریتانیا (اس اې اس) کومانډو ځواکونو د افغانانو په وژلو کې سیالۍ کولې او په دغو ځواکونو کې هرې ډلې غوښتل چې له بلې ډلې ډیرې وژنې وکړي.

‏د بي بي سي د راپور له مخې د بریتانیا د ځانگړي هوایي خدماتو یا (اس اې اس) کومانډو ځواکونو افغانستان کې د شپنيو عملیاتو په جریان کې د ډیرو وژنو ترلاسه کولو لپاره یو له بل سره سیالي کوله.

د راپور له مخې د دغو ځواکونو یوې ډلې په ۶ میاشتو کې په سلگونو بې گناه افغانان وژلي وو.

‏د یادونې وړ ده چې د امریکا او اسټرالیا ځانگړو ځواکونو  هم د شپنيو عملیاتو پر مهال د افغانانو د وژلو پر سر سیالۍ کولې.

: ‏امریکا روسیه د سریلانکا په نا کراریو کې په لاس لرلو تورنه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، د یوکراین پر صادراتو د روسیې له لوري بندیزونه د دې لامل شوي، چې په سریلانکا کې ګډوډي رامنځته شي.

‏بلینکن زیاته کړې، چې یاد محدودیتونه به د نړۍ په کچه نور کړکېچونه هم رامنځته کړي.

: ‏ازبکستان کې د روانې جولای میاشتې په ۲۵ او ۲۶ مه نېټه ناسته جوړېږي.

په دې جوړېدونکې سیاسي او اقتصادي ناسته کې به د شلو هېوادونو استازي ګډون وکړي، چې د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ته هم پکې بلنه ورکړل شوې.

‏خو د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و، د ا.ا یو پلاوی به د ازبکستان په کوربتوب دایرېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.

: ‏د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تازه فرمان کې ویلي، چې د یوکراین ټولو وګړو ته د روسيې تابعیت ورکوي.

د دې فرمان تر اعلان وړاندې یوازې د یوکراین د ختیځ د لوهانسک، دونیڅک، خرسون او زاپوریژیا ولایتونو اوسېدونکو ته د روسيې تابعیت ورکول کېده.

: ‏د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د روسیې، ایران او ترکیې په درې اړخیزې ناستې کې د گډون لپاره تهران ته سفر کړي.

د کریملین ویاند وایي چې ولادیمیر پوتین به راتلونکې اوونۍ د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې لپاره تهران ته سفر وکړي.

‏دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به راتلونکې اوونۍ اسرائیل او سعودي عربستان ته سفر وکړي.

: ‏امریکا وایي چې ایران په یوکراین کې د جگړې لپاره روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان وایي چې ایران پلان لري په یوکراین کې د جگړې لپاره روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکړي او روسي ځواکونه د دغو الوتکو د کارولو لپاره وروزي.

: ‏امریکا وایي په سوریې کې یې د داعش ډلې مشر ماهر العقال وژلی دی.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) وایي چې د دې هیواد د هوایي ځواکونو د برید په پایله کې په سوریه کې د داعش ډلې مشر ماهر اعقال وژلی شوی دی.

: ‏ملګرو ملتونو د جولای یوولسمې د نفوس نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه به د نړۍ  وګړو شمېر اته میلیاردو ته ورسیږي.

د ملګرو ملتونو د نفوس څانګې په یوه راپور کې ویلي، چې د وګړو شمېر مخ پر زیاتېدو دی خو وده یې تر پخوا ورو شوې ده.

‏په دې راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۰میلادي کال کې د نړۍ په کچه د نفوس وده ۱ سلنه کمه شوه، چې له ۱۹۵۰میلادي کال راهیسې د پام وړ کموالی ښيي.

: ‏د یورو ارزښت له ۲۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د ډالرو‌ نرخ ته را ټیټ شوی.

په یوکراین کې د جگړې له امله د یورو د ارزښت د کمیدو په لړۍ کې له ۲۰ کلونو وروسته د یورو او ډالر د تبادلې نرخ مساوي شوی دی.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ملي امنیت سلاکار هغه څرگندونې رد کړي چې گواکې ایران په یوکراین کې د جگړې لپاره روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي.

دغه وزارت وایي چې د ایران او روسیې ترمنځ د پرمختللو ټیکنالوژیو په برخه کې همکاري د یوکراین له جگړې مخکې پیل شوې وه.

: ‏د سریلانکا د بندراناییک هوایي ډگر کې امنیتي ځواکونو د د دې هیواد د ولسمشر د تیښتې مخه نیولې ده.

‏د راپورونو له مخې د سریلانکا ولسمشر چې غوښتل یې د کورنۍ له ۱۴ غړو سره له خپل هیواده وتښتي هغه وخت یې د وتلو مخه نیول شوې چې د خپل پاسپورت د چک لپاره د عامو خلکو په کتار کې یې د انتظار څخه ډډه کړې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک