د حکمتيار صاحب شپږم درسي حلقه (حجاب او شرعي لباس) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه؛ د سرطان ۲۲مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د «حجاب او شرعي لباس» تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار شپږمه درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼشمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.
نوموړي په ياده موضوع کي د خپل تېر درس پر دوام وويل:
قرآن رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په خطاب كي فرمايي:
لا يَحِلُّ لَكَ النِّسَاءُ مِنْ بَعْدُ وَلا أَنْ تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْوَاجٍ وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ إِلا مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ رَقِيبًا. «الأحزاب: 52»
(اې محمد!) تر دې آخوا تا ته نوري ښځي روا نه دي او نه دا چي په نورو مېرمنو ئې تعويض كړې، كه څه هم د هغوى ښكلا دي حيران كړي؛ مگر هغه چي ستا واك كي دي؛ او الله پر هر څه څارونكى دئ.
دلته رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ويل شوي چي له نن وروسته تا ته نوري ښځي روا نه دي؛ او نه دا چي مخكنۍ په نورو مېرمنو تعويض كړې؛ داسي چي يوه طلاقه كړې او پر ځاى ئې بله په نكاح كړې؛ كه څه هم د هغوى ښكلا دي حيران كړي.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه:
په دې آيت كي څو مهمي لارښووني ځلېږي:
الف- كله چي الله تعالى څه تحريموي نو په داسي واضح صيغو ئې تحريموي؛ لكه لايحل لك، لايحل لكم، لا يحل لهن، حرمت عليكم ....
ب- د آيت له دې برخي چي وايي: كه څه هم د هغوى ښكلا دي حيران كړي؛ په واضح توگه معلومېږي چي د مېرمنو مخ به لوڅ وو؛ دا ځكه چي د يوه چا ښكلا هغه مهال معلومېدى شي چي مخ ئې لوڅ وي.
ج- د نكاح په اراده د مېرمني مخ ته كتل جائز دي. داسي كتل نه يوازي د هغه آيت خلاف نه دي چي وايي: قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ: مؤمنانو ته ووايه: د خپلو سترگو كارول دي راكم كړي؛ بلكي د دې آيت شرح او تفسير دئ؛ يعني كتل هغه مهال منع دي چي په گناه منتج كېږي او د گناه له ارادې سره توأم وي؛ اما كه د نكاح په موخه وي؛ اشكال نه لري؛ ځكه له همدې فقرې وروسته ويل شوي: وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَٰلِكَ أَزْكَىٰ لَهُمْ: او خپل جنسي غړي وساتي؛ همدا ورته د پاكلمنۍ باعث دئ. رسول الله صلى الله عليه و سلم له هغه چا چي غوښتل ئې واده وكړي؛ پوښتلي: آيا هغه دي ليدلې؟ لاړ شه وئې گوره...
د- كه د مېرمنو مخ لوڅ نه وئ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به څنگه د چا جمال ته حيرانېدو؛ او ولي به الله تعالى هغه ته غير وارد شرط وضع كولو.
نوموړي دا هم وويل:
بايد متوجه وو چي د حلال او حرام، امر او نهي، فرض او واجب؛ پېژندو لومړى او أساسي مصدر قرآن دئ؛ دوهم مصدر ئې حديث دئ؛ حديث په حقيقت كي د قرآن شرح او تفسير دئ؛ لكه چي قرآن فرمايي:
... وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُون. «النحل 44»
... او تا ته مو دا د ذكر او پند (كتاب) درلېږلى؛ په دې پار چي خلكو ته روښانه كړې؛ څه ورته نازل شوي او د دې لپاره چي تفكر وكړي.
هغه زياتوي چي:
په دې مبارك آيت كي د پيغمبر د بعثت موخه او دنده په دې توگه ښودل شوې: ته د مخكينيو پيغمبرانو په څېر د دې الهي تذكار او ذكر حامل گرځول شوى يې، ستا دنده دا ده چي خلك په دې حقيقت پوه كړې چي د الله تعالى له لوري د لېږل شوو ارشاداتو حقيقي معنى او تفصيل څه دئ؟ يعني د پيغمبر وينا او عمل د قرآن او الهي لارښوونو بيان، تشريح، تفصيل او عيني تجسم دئ؛ الله تعالى ځكه خپل كتاب د يوه پيغمبر په لاس خلكو ته لېږي چي د كتاب د محتوى په اړه خلك بېل بېل تعبيرونه ونه كړي، د اصلي او لومړي حامل په وينا او كړنو كي د هغه تعبير او تأويل ولټوي، د پيغمبر دنده دا ده چي الهي پيغام تر خلكو ورسوي او سم، صحيح او حقيقي تعبير ئې د هغوى په وړاندي كښېږدي او په دې توگه هم د الله تعالى د كتاب په اړه د شك هر مجال له منځه يوسي او هم ئې په تعبير او تفسير كي د اختلاف عوامل او اسباب.
دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم موږ ته امر كړى چي په حج كي به د مُحْرِمو مېرمنو مخ او لاسونه لوڅ وي؛ معنى ئې دا ده چي همدا د الله تعالى امر دئ؛ اما دا چي آيا له دې امر دا هم معلومېږي چي له احرام پرته د مېرمنو د مخ او لاسونو لوڅوالى جائز دئ كه نه؟ د جواز حكم ئې د قرآن له دغو آيتونو معلومېږي كه له نورو لارښوونو؟
قدرمن مشر همدي پوښتنو ته د ځواب په توگه وويل:
د أحزاب سورې له 52 آيت هم معلومېږي او د النور سورې د 30 او 31 آيتونو له پنځو فقرو هم معلومېږي چي مخ او لاسونه په ستر كي شامل نه دي.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا چي: نه په ټول قرآن كي داسي آيت مومو چي مېرمني د مخ پر پټولو گمارل شوې وي او نه داسي نهي چي وښيي د مخ لوڅول ئې گناه ده.
دا چي موږ وايو: كه په حج كي مخ لوڅول جائز وي نو په نورو حالاتو كي په أولى درجه جائز دئ؛ دا نه يوازي مضبوط او قوي عقلي استدلال دئ؛ بلكي له گڼ شمېر آيتونو او د رسول الله صلى الله عليه و سلم له ډېرو احاديثو همدا خبره معلومېږي؛ هغه چي وايي: دا قياس دئ اشتباه كوي او هغه چي قياس مع الفارق ئې گڼي لا زياته اشتباه كوي؛ او هغه چي وايي: احرام استثنائي حالت دئ؛ تعبير او وينا ئې له شك پرته اشتباه او ناسمه ده؛ دا ځكه چي حج داسي استثنائي حالت نه دئ چي په هغي كي حرام حلال كړى شي. بلكي د روژې په څېر استثنائي حالت دئ چي په هغه كي انسان الله تعالى ته د تقرب په موخه حتى له حلال شيانو؛ خوراك، څښاك او جماع ډډه كوي؛ په حج كي هم حاجيان حتى په استثنائي او موقته توگه له ځينو حلالو شيانو منع شوي؛ لكه گنډلې جامه، عطر، وېښتان او نوكان قطع كول، سر پټول، ښكار كول او ... اما هغه څه چي له حج بهر حرام وي نو په حج كي به په أولى درجه حرام وي؛ او هغه څه چي په حج كي جائز وي له حج بهر به په أولى درجه جائز وي. په حج كي د حرام حلال گڼلو هيڅ مورد نه گورو.
نوموړي د لا وضاحت لپاره د قياس په معنى او مفهوم هم تفصيلي بحث وکړ او زياته ئې کړه:
فقهاءو د تشريع په څلورو ادله او مراجعو كي؛ قياس هم شامل كړى؛ كه څه هم دا ادله په ظاهر كي څلور برېښي؛ خو په اصل كي يو دئ؛ قرآن اصلي مرجع او مصدر دئ؛ حديث، د صحابه وو اجماع او قياس ئې شرح او تفصيل دي؛ يعني كله چي موږ له يوې قضيې سره مخامخ كېږو؛ نو د حكم لټه به ئې لومړى په قرآن كي كوو، بيا په حديث كي، بيا د صحابه وو اجماع ته په پام سره، بيا له هغو قضاياوو سره د قياس له مخي چي په قرآن او حديث كي ئې احكام او لارښووني مومو. د قياس بېلگه او مثال دا دئ چي كله طيارې او په طيارو كي سفرونه رامنځته شول؛ دا پوښتنه راولاړه شوه چي په طيارې كي به لمونځ څنگه كوو؟ د صحابه وو په زمانه كي نه طيارې وې او نه ئې سفرونه؛ فقهاءو طيارې او لمونځ ئې په كښتيو قياس كړى؛ او په طيارې كي ئې لمونځ ئې همغسي گڼلى لكه چي صحابه وو په كښتيو كي كولو. كه څه هم طياره او كښتۍ له ځينو اړخونو توپيرونه لري؛ يوه په اوبو كي درومي او بله په فضاء كي؛ خو دې ته قياس مع الفارق نه ويل كېږي؛ بلكي معتبر قياس دئ.
همدا راز نوموړی د اجماع په اړه وايي:
د اجماع لپاره مثال د تراويح لمونځ دئ؛ چي صحابه وو پرې اجماع كړې او خبر ئې تر موږ پوري په تواتر رارسېدلى. اجماع هم داسي څه نه دي چي صحابه وو له ځانه كوم حكم ابداع او اختراع كړى وي؛ بلكي د رسول الله صلى الله عليه و سلم پر سنت د هغوى اتفاق او اجماع ده؛ صحابه وو په شل ركعته تراويح اجماع كړې، د دې معنى دا ده چي همدا د سنت او د رسول الله صلى الله عليه و سلم د لارښوونو مطابق وو نو ځكه صحابه وو پرې توافق كړى. پر همدا اوسني مصحف او د قرائت او كتابت پر څرنگوالي ئې د صحابه وو اجماع ښيي چي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم نازل شوى قرآن همدا دئ؛ نور قرائتونه شاذ دي او ځان پرې مصروفول اشتباه ده. قياس د قرآن او حديث په عملي او تطبيقي بېلگو نوې قضايا قياسول دي؛ نه نوي احكام راايستل.
په احرام كي د مېرمنو د مخ او لاسونو لوڅوالى ښيي چي له احرام بهر ئې لوڅوالى حرام او ممنوع نه دئ؛ كه حرام وى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به هيڅكله د حج په څېر سپېڅلي عبادت كي مېرمني پر حرام كار نه گمارلې؛ دا قياس نه دئ؛ بلكي استدلال، استنباط او استقراء دئ.
دغه راز نوموړي هغه روايات هم په تفصيلي توگه وڅېړل چي په استناد ئې ځيني د مېرمنو مخ پټول ضروري گڼي، او زياته ئې کړه:
ځيني عائشې رضي الله عنها ته دا منسوبوي چي كله د رسول الله صلى الله عليه و سلم او ابوبكر رضي الله عنه قبرونو خوا ته عمر رضي الله عنه هم دفن شو؛ نو له دې وروسته به چي كله د رسول الله صلى الله عليه و سلم قبر خوا ته تله؛ خپل مخ به ئې پټولو؛ چا ترې پوښتنه وكړه چي دا ولي؟ وئې ويل: اوس د دوى په څنگ كي يو نامحرم هم شته؛ ځكه خپل مخ پټوم!! روايت په لاندي ډول دئ؛ خو د حسين سليم أسد له نظره ئې إسناد ضعيف دي.
عن عائشة رضي الله عنها؛ قَالَتْ: فَلَمَّا دُفِنَ عُمَرُ أَخَذْتُ الْجِلْبَابَ فَتَجَلْبَبْتُ بِهِ. قَالَ: فَقِيلَ لَهَا: مَالَكِ وَلِلْجِلْبَابِ؟ قَالَتْ: كَانَ هَذَا زَوْجِي، وَهَذَا أَبِي، فَلَمَّا دُفِنَ عُمَرُ تَجَلْبَبْتُ. مسند أبي يعلى. حكم حسين سليم أسد: إسناده ضعيف.
نوموړی په پورتني حديث د استناد کوونکو په ځواب کي څو د تأمل وړ مواردو ته إشاره کوي او وايي:
1- عائشه رضي الله عنها د قرآن په استناد هغه روايات ردوي چي مړو ته په قبر كي ليدل او اورېدل منسوبوي؛ هغې چي كله واورېدل ابن عمر رضي الله عنه ويلي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي چي مړي خبري اوري؛ نو وئې ويل:
"غَفَرَ اللهُ لِأَبِي عَبْدِ الرَّحْمَنِ إِنَّهُ وَهِلَ، إِنَّمَا قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «وَاللَّهِ إِنَّهُمْ لَيَعْلَمُونَ الْآنَ أَنَّ الَّذِي كُنْتُ أَقُولُ لَهُمْ حَقًّا"، وَإِنَّ اللَّهَ تَعَالَى يَقُولُ: {إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى} [النمل: 80] و {وَمَا أَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَنْ فِي الْقُبُورِ} [فاطر: 22]
الله تعالى دي ابو عبد الرحمن (إبن عمر) ته مغفرت وكړي؛ يقيناً چي دى خطأ شوى؛ له شك پرته چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وويل: "قسم پر الله چي دوى اوس ښه پوهېږي چي ما څه ورته ويل هغه حق دئ"، او يقيناً چي الله تعالى فرمايي: "إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى" : النمل: 80؛ ته (اې پيغمبره!) مړو ته څه اورولى نه شې. او فرمايي: "وَمَا أَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَنْ فِي الْقُبُورِ" فاطر: 22: او ته (اې پيغمبره!) هغو ته د څه اوروونكى نه يې چي په قبرونو كي دي.
اما دا دوستان عائشې رضي الله عنها ته داسي څه منسوبوي چي گواكي هغې له نامحرم مړي ځكه مخ پټ كړى چي گواكي مړي په قبر كي هم ليدل او هم اورېدل كولى شي!! روايت دا دئ:
عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ كُنْتُ أَدْخُلُ بَيْتِي الَّذِي دُفِنَ فِيهِ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَأَبِي فَأَضَعُ ثَوْبِي، وَأَقُولُ إِنَّمَا هُوَ زَوْجِي وَأَبِي، فَلَمَّا دُفِنَ عُمَرُ مَعَهُمْ فَوَاللهِ مَا دَخَلْتُهُ إِلَّا وَأَنَا مَشْدُودَةٌ عَلَيَّ ثِيَابِي، حَيَاءً مِنْ عُمَرَ» مسند احمد.
د پورتني روايت په اړه قدرمن مشر زياتوي چي:
دا روايت دوه تعبيرونه درلودى شي: يو د هغو تعبير چي وايي: مړي ليدل او اورېدل كولى شي؛ او بل د هغو تعبير چي وايي: مېرمني بايد خپل مخ پټ كړي؛ حتى له مړو هم؛ دا دواړه تعبيرونه د عائشې رضي الله عنها له هغه بل روايت سره ژور تعارض لري؛ دومره چي له دې دواړو يوازي يو صحيح گڼلى شو؛ دا پرېكړه يوازي د سند له مخي نشو كولى؛ قرآن ته به ئې راجع كوو؛ قرآن موږ ته لارښوونه كړې چي هره اختلافي قضيه د الله تعالى كتاب؛ قرآن ته راجع كړو؛ د قرآن په رڼا كي هغه روايت معتبر دئ چي عائشې رضي الله عنها په هغه كي د خپلي وينا د صحت ثابتولو لپاره د قرآن پر دوو آيتونو استناد كړى؛ او معنى ئې دا ده چي مړي څه نه اوري او د مېرمنو مخ عورت نه دئ.
2- يو له هغو رواياتو چي د حديث ټولو مهمو كتابونو راوړى؛ او وايي: د مېرمنو مخ او لاسونه په عوراتو كي نه راځي او مېرمني مكلف شوې چي په احرام كي به نه مخ پټوي او نه لاسونه؛ هغه روايت دئ چي عائشه رضي الله عنها ئې راوي ده. څنگه منئ چي هغه به د خپل روايت خلاف عمل كوي او حتى له مړي به مخ پټوي؟!! روايت دا دئ:
14443- حدَّثَنَا ابْنُ فُضَيْلٍ ، عَنِ الأَعْمَشِ ، عَنْ إِبْرَاهِيمَ ، عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ : تَلْبَسُ الْمُحْرِمَةُ مَا شَاءَتْ مِنَ الثِّيَابِ، إِلاَّ الْبُرْقُعَ وَالْقُفَّازَيْنِ، وَلاَ تَنَتَقِّبُ. مسند ابن ابي شيبه
له عائشې روايت دئ چي وئې ويل: په احرام كي مېرمني هره هغه جامه اغوستى شي چي خوښه ئې وي؛ مگر برقع (چادرې ته ورته جامه)؛ لاس كښي او نقاب به نه وهي.
3- د حديث ځينو كتابونو د اِفْك قضيې په ارتباط يو داسي اوږد روايت راوړى چي په حقيقت كي د گڼ شمېر رواياتو مجموعه ده؛ او وروستني راويان ئې هم بېل بېل؛ په هغه كي دا وينا عائشې رضي الله عنها ته منسوب شوې چي گواكي له يوه نامحرم ئې خپل مخ په دې دليل پټ كړى چي دا مهال د حجاب حكم نازل شوى وو. دا روايت ډېري ستونزي لري؛ دومره چي د روايت اعتبار تر جدي پوښتنو لاندي راولي؛ اساسي ستونزي ئې دا دي:
الف- په دې روايت كي عائشې رضي الله عنها ته داسي وينا منسوب شوې چي د هغې له معروفي او معتبري وينا او رأى سره تناقض لري؛ په داسي حال كي د مخ پټول ورته منسوبوي چي دا د خپلي خور اسماء بنت ابوبكر اړوند هغه روايت راوي ده چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: مېرمنو ته له بلوغ وروسته يوازي د مخ او رغوو څرگندول جائز دي!!!
ب- د افك قضيه د بني المصطلق غزوې په سفر كي رامنځته شوې؛ دا غزوه د احزاب تر جنگ شاوخوا يو كال وړاندي وه؛ د حجاب اړوند حكم؛ د احزاب له جگړي وروسته او د الاحزاب په سوره كي راغلى؛ خو دا روايت د دې خلاف وايي چي عائشې رضي الله عنها د دې لپاره خپل مخ پټ كړى چي د حجاب حكم نازل شوى وو؛ او گواكي د الأحزاب سورې په 53 آيت ئې استناد كړى: (... وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ...)؛ په داسي حال كي چي دا آيت تر دې پېښي شاوخوا يو كال وروسته نازل شوى!!!
ج- دا آيت قطعاً د مخ پټولو په ارتباط نه دئ؛ اصلاً مېرمنو ته نه دئ راجع بلكي نارينه وو ته ويل شوي چي كله د رسول الله صلى الله عليه و سلم له مېرمنو څه غواړئ نو د حجاب له شا ئې وغواړئ؛ او له حجاب مراد يا دروازه ده، يا پر دروازې ځوړنده پرده او يا دېوال؛ يعني كله چي كوم څه له امهات المؤمنين غواړئ؛ نو له بهر پرې غږ وكړئ او ترې وئې غواړئ؛ نه دا چي هڅه وكړئ ور درته پرانيزي او مخامخ څه ترې وغواړئ.
د- په روايت كي د سعد بن معاذ رضى الله عنه؛ يادونه شوې؛ هغه د احزاب په جگړي كي ټپي شوى وو او د بني قريظه په اړه له حكميت وروسته له همدې ټپ وفات شو؛ څوك چي وايي: د بني المصطلق غزوه د احزاب تر جنگ وروسته وه؛ نو بيا ئې دا ادعاء غلطه ده چي سعد بن معاذ له دې غزوې وروسته ژوندى وو؛ او د بني المصطلق غزوې اړوند قضيې په ارتباط ئې په جومات كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وويل: كه تور لگوونكى د اَوْس له قبيلې وي نو سر به ئې غوڅ كړو؛ دا خو يوازي په هغه صورت كي د منلو وړ ده چي د بني المصطلق غزوه د احزاب تر جگړي وړاندي وي؛ خو روايت ئې تر دې وروسته گڼي!! دا څرگند تعارض دئ؛ او كه دا غزوه د احزاب تر جگړي وروسته وي؛ نو پېښه د سعد بن معاذ له وفات وروسته رامنځته شوې؛ په جومات كي ده ته منسوب وينا به څنگه توجيه كوي؟!! دا تناقضات او تعارضات ښيي چي دا روايت هيڅ اعتبار نه لري.
هغو ته چي وايي: د النور سوره د الأحزاب تر سورې وروسته نازله شوې؛ وايو: په څو دلائلو ويلى شو چي د النور سوره تر احزاب وړاندي نازله شوې:
له دوو رواياتو پرته نور ټول روايات همدا خبره كوي.
نوموړي د همدې موضوع د لا وضاحت په خاطر لاندي څو مواردو ته په پرلهپسې ډول إشاره وکړه او وئې ويل:
الف- د النور په سوره كي په عامه توگه ويل شوي چي كورونو ته د ننوتلو په وخت كي له هستوگنو اجازه وغواړئ او سلام پرې واچوئ او د الاحزاب په سوره كي ويل شوي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم كور ته له اجازې پرته مه ننوځئ؛ هغه لارښوونه عامه او دا خاصه ده، معمولاً عامه لارښوونه تر خاصي وړاندي وي.
ب- د الاحزاب په سورې كي ويل شوي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم له وفات وروسته به د هغه مېرمني داسي گڼئ لكه خپلي ميندي او له هغوى سره به نكاح نه كوئ. دا لارښوونه ښيي چي د الاحزاب سوره د رسول الله صلى الله عليه و سلم له رحلت لږ وړاندي نازله شوې، په همداسي وخت كي داسي لارښووني ته ضرورت وو نه تر دې ډېر وړاندي.
ج- د النور سورې 53 آيت وايي:
وَأَقۡسَمُواْ بِٱللَّهِ جَهۡدَ أَيۡمَٰنِهِمۡ لَئِنۡ أَمَرۡتَهُمۡ لَيَخۡرُجُنَّۖ قُل لَّا تُقۡسِمُواْۖ طَاعَةٞ مَّعۡرُوفَةٌۚ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرُۢ بِمَا تَعۡمَلُونَ. «النور: 53»
په خپلو كلكو قسمونو سره ئې د الله په نامه لوړه وكړه چي كه امر ورته وكړې نو حتماً به د جهاد لپاره ووځي؛ ووايه: لوړه مه كوئ، پېژندل شوى اطاعت (ستاسو دنده) ده، يقيناً چي الله په هغه څه ښه پوهېږي چي تاسو ئې كوئ.
ښاغلی حکمتيار زياتوي:
له دې آيت په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي دا سوره په هغو كلونو كي نازله شوې چي د بدر او احد له جگړو پرته نوري نښتي د مسلمانانو او د دوى د دښمنانو تر منځ نه وې شوې او لا د منافقينو هغه خصلت عملاً نه وو جوت شوى چي د نښتو په وخت كي د مسلمانانو له ملگرتيا او په جگړو كي له برخي اخيستو ډډه كوي؛ د احد له ماتي وروسته ډېر پټ دښمنان راڅرگند شول او د مسلمانانو خلاف ئې خصمانه فعاليتونه پيل كړل؛ د بني المصطلق قبيلې هم دغه مهال د شرارت اراده وكړه؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ترې خبر شو او پر هغوى ئې د ناڅاپي بريد پرېكړه وكړه؛ همدا وضعيت د احزابو په لوى بريد منتج شو؛ ټولو مخالفينو په گډه پر مدينې بريد وكړ؛ منافقين هم جري شوي وو او دښمنانو ته ئې پټ پيغامونه لېږل؛ او چي كله به د دوى پر تحركاتو او مشكوكو تماسونو نيوكه كېدله؛ دوى به قسمونو ته پناه وړله او ويل به ئې: كه رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته امر وكړي نو حتماً به د جهاد لپاره ووځي؛ له دې معلومېږي چي د النور سوره د احزاب تر سورې وړاندي نازله شوې.
د- كوم روايت چي وايي د الاحزاب سوره تر النور وړاندي نازله شوې په هغه كي داسي خبري تر سترگو كېږي چي د روايت اعتبار ته كلكه صدمه رسوي، لكه دا چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له هغه چا په جومات كي او د مسلمانانو په وړاندي شكايت وكړ چي دا افتراء ئې جوړه كړې وه، په ځواب كي ئې سعد بن معاذ رضى الله عنه وويل: يا رسول الله! كه دا د اوس له قبيلې وي نو موږ به ئې سر غوڅ كړو او كه د خزرج د قبيلې وي نو هغه څه به ورسره كوو چي ته ئې امر وكړې. دا په داسي حال كي چي سعد بن معاذ رضى الله عنه د الاحزاب په غزوې كي ټپي شوى وو او د همدې ټپ له كبله لږ وروسته وفات شو!! كه سعد بن معاذ رضى الله عنه دا خبره كړې وي نو معنى ئې دا ده چي دا غزوه تر الاحزاب او د سعد بن معاذ رضى الله عنه تر وفات وړاندي وه. معنى ئې دا چي عائشې رضي الله عنها ته منسوب شوې دا ادعاء ناسمه ده چي وايي: هغې له يوه نامحرم شخص خپل مخ ځكه پټ كړ چي د أحزاب په سوره كي د حجاب حكم راغلى وو.
هغه دا هم وويل:
د افک قضيې په تړاو راغلی روايت او ژباړه ئې د رسالې په پاى كي راوړم؛ يوازي د هغو لپاره چي غواړي له ژباړي سره ئې تر نظر تېر كړي.
ر- ځيني په دې روايت استناد كوي او وايي: په كور كي د مېرمنو لمونځ تر مسجد غوره او افضل دئ:
570 - حَدَّثَنَا ابْنُ الْمُثَنَّى، أَنَّ عَمْرَو بْنَ عَاصِمٍ، حَدَّثَهُمْ قَالَ: حَدَّثَنَا هَمَّامٌ، عَنْ قَتَادَةَ، عَنْ مُوَرِّقٍ، عَنْ أَبِي الْأَحْوَصِ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «صَلَاةُ الْمَرْأَةِ فِي بَيْتِهَا أَفْضَلُ مِنْ صَلَاتِهَا فِي حُجْرَتِهَا، وَصَلَاتُهَا فِي مَخْدَعِهَا أَفْضَلُ مِنْ صَلَاتِهَا فِي بَيْتِهَا» سنن ابي داؤد
له عبد الله بن مسعود روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: د مېرمني لمونځ په خپلي خوني كي تر حجرې ئې غوره دئ، او لمونځ ئې د خوني منځ وړې كوټي كي تر خوني ئې غوره دئ.
خو قدرمن مشر د دي روايت په اړه څو خبرو ته د جدي پاملرنې سپارښتنه کوي او وايي:
د دې روايت په اړه څو خبري بايد په پام كي ولرئ!
1- ابن خزيمه د دې روايت په اړه وايي:
175 بَابُ اخْتِيَارِ صَلَاةِ الْمَرْأَةِ فِي بَيْتِهَا عَلَى صَلَاتِهَا فِي الْمَسْجِدِ، إِنْ ثَبَتَ الْخَبَرُ، فَإِنِّي لَا أَعْرِفُ .... وَلَا هَلْ سَمِعَ قَتَادَةُ خَبَرَهُ مِنْ مُوَرِّقٍ، عَنْ أَبِي الْأَحْوَصِ أَمْ لَا. بَلْ كَأَنِّي لَا أَشُكُّ أَنَّ قَتَادَةَ لَمْ يَسْمَعْ مِنْ أَبِي الْأَحْوَصِ، لِأَنَّهُ أَدْخَلَ فِي بَعْضِ أَخْبَارِ أَبِي الْأَحْوَصِ بَيْنَهُ وَبَيْنَ أَبِي الْأَحْوَصِ مُوَرِّقًا، وَهَذَا الْخَبَرُ نَفْسُهُ أَدْخَلَ هَمَّامٌ وَسَعِيدُ بْنُ بَشِيرٍ بَيْنَهُمَا مُوَرِّقًا صحيح ابن خزيمه
يعني ابن خزيمه د دې روايت د إسنادو په اړه جدي ملاحظات لري؛ وايي: كه احياناً دا روايت او خبر ئې ثابت وي؛ ... ... نو زه له دې واقف نه يم چي آيا قَتَادَةُ دا خبر له مُوَرِّقٍ اورېدلى كه نه؛ بلكي داسي چي په دې كي شك نه لرم چي قَتَادَةَ له أَبِي الْأَحْوَص څه نه دي اورېدلي؛ دا ځكه چي ده د أَبِي الْأَحْوَص په ځينو رواياتو كي د ده او أَبِي الْأَحْوَص تر منځ مُوَرِّق داخل كړى؛ يعني چي كله ئې ويلي روايت ئې مخامخ له أَبِي الْأَحْوَص اورېدلى او كله دا چي د مُوَرِّق له لاري ئې له ابي الأحوص اورېدلي.
2- أبو داؤد د دې روايت خلاف دا روايت هم راوړى:
2006 - حَدَّثَنَا أَبُو دَاوُدَ قَالَ: حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، عَنِ الْأَعْمَشِ، عَنْ مُجَاهِدٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لَا تَمْنَعُوا النِّسَاءَ الْمَسَاجِدَ بِاللَّيْلِ» فَقَالَ ابْنُهُ: بَلَى، وَاللَّهِ لَنَمْنَعُهُنَّ، يَتَّخِذْنَهُ دَغَلًا، فَرَفَعَ يَدَهُ فَلَطَمَهُ، فَقَالَ: أُحَدِّثُكَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَتَقُولُ هَذَا مسند ابي داؤد و معجم الكبير للطبراني رقم (13472)
له ابن عمر روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: مېرمني د شپې له لوري جوماتونو ته له تگ مه منع كوئ؛ زوى ئې وويل: نه؛ و الله چي حتماً به ئې منع كوو؛ غواړي له دې تگ د دوكې په توگه استفاده وكړي؛ نو لاس ئې پرې پورته كړ او څپېړه ئې وركړه او وئې ويل: زه د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث درته وايم او ته دا خبره كوې!!
يعني عبد الله بن عمر خپل زوى د دې خبري له كبله رټلى او په څپېړي ئې وهلى چي جومات ته د مېرمنو له تگ سره ئې مخالفت كړى او ويلي ئې وو: كېدى شي مېرمني له دې تگ د غلطو موخو لپاره استفاده وكړي.
3: همدا راز ابن عمر د خپل پلار له قول وايي:
151 - حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ الْمَلِكِ الْوَاسِطِيُّ قَالَ: نا يَزِيدُ بْنُ هَارُونَ قَالَ: نا إِسْمَاعِيلُ بْنُ مُسْلِمٍ، عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ، عَنْ نَافِعٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، عَنْ عُمَرَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لَا تَمْنَعُوا النِّسَاءَ الْمَسَاجِدَ» مسند البزار
ابن عمر له خپل پلار عمر رضي الله عنهما روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: مېرمني جوماتونو ته له تگ مه منع كوئ.
5:- 154 - حَدَّثَنَا عَبْدُ الْأَعْلَى بْنُ حَمَّادٍ النَّرْسِيُّ، حَدَّثَنَا بِشْرُ بْنُ مَنْصُورٍ، حَدَّثَنَا عُبَيْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ، عَنْ نَافِعٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: قَالَ عُمَرُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَا تَمْنَعُوا إِمَاءَ اللَّهِ مَسَاجِدَ اللَّهِ» مُسْنَد أبي يعلى
له ابن عمر روايت دئ چي عمر رضي الله عنه ويلي: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د الله بندگاني مېرمني د الله له جوماتونو مه منع كوئ.
د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير پر وينا: له دې ټولو رواياتو معلومېږي چي د عمر رضي الله عنه په اړه دا وينا سمه نه ده چي جومات ته د ښځو له تگ سره يا مخالف وو او يا ئې ممانعت كړى. دى او زوى ئې جومات ته د مېرمنو د تگ مدافعين وو او لمسي ئې د مخالفت له كبله د خپل پلار كلكه څپېړه پر مخ خوړلې. همدا راز له دې او دې ته ورته رواياتو معلومېږي چي عرب پر دې قانع كول گران كار وو. هغوی مسلسلو سپارښتنو او كله ناکله كلكي څپېړې ته هم ضرورت درلود؛ څو خپلو مېرمنو ته اجازه وركړي چي جومات ته ولاړي شي؛ ځکه چي هغوی خپل جاهلانه حميت او غيرت دي کار ته نه پرېښودل.
د درس په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
