د نړیوالو سره د تعامل څخه رغیدل ناشونی دی
دوکتور عمر عماد
پخوا به یی ویل چه نن سبا ټوله نړئ داسی شوی ده لکه یوه قریه ، او اوس د انټرنټ او ډیش په زمانه کی وایی چه داسی شوی ده لکه یوه کوټه ،چه ددنیا په هرګوټ کی هرڅه پکی لیدل کیږی او څارل کیږی.
او څرنګه چه په دی نظام کی د شریعت د نفاذ غږ پورته شوی ، او د اسلامی نظام نوم ورکړل شوی دی، او نړیوال یی د اسلام استازی او عملی بیلګه بولی ، نو بنا پر دی :
قیادت باید دی واقعیت ته پوره فکر وکړی چه دنیا مو په ټول دقت هره وړه او غټه څاری، او په هر دریځ مو حساب کوی، اوهرڅه مو د اسلام حکم ګڼی، نو باید :
په هره کړنه ، او هری وینا ، او هر دریځ کی مو دی ته پام وی چه نړیوالو ته د اسلام څه ډول انځور ورکړو، دا نه مداهنت دی او نه منافقت، بلکه دا د شرعی سیاست یو مهم اړخ دی چه باید د نړیوالو غبرګون په نظر کی ونیول شی، او دلایل یی هم دا دی:
۱- د حدبیی د تړون په کال مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قیادت مکی ته د عمری په نیت راغلل، لکن مشرکانو یی مخه ډپ کړه، اوعمری ته یی پری نښودل، خو الله تعالی لدی کبله د جګړی او مكي د فتح كولو مخه ونیوله ، تر څو په مکه کی هغه مستضعف مسلمانان چه پټ یی ایمان راوړی وو، په بی خبرئ کی د مسلمانانو له لوری ونه وژل شی ، ځکه چه دا کار به د مسلمانانو لپاره د مشرکینو د پیغور لامل شی چه ګویا خپل ملګری یی ووژل: ( وَلَوْلا رِجالٌ مُؤْمِنُونَ وَنِساءٌ مُؤْمِناتٌ لَمْ تَعْلَمُوهُمْ أَنْ تَطَؤُهُمْ فَتُصِيبَكُمْ مِنْهُمْ مَعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ)
۲- منافق عبد الله بن أبي بن سلول په یوه غزا کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه وو په حق کی ډیره سپکه خبره وکړه ، نو عمر رضی الله عنه د پیغمبر علیه السلام څخه اجازه اوغوښتله چه سر یی ورپری کړی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړ او ورته ویی ویل : ( دعه، لا يتحدث الناس أن محمدا يقتل أصحابه) پری یی ږده ، تر څو خلک ونه وایی چه محمد خپل ملګری وژنی.
۳- یو ځل د اختر په ورز د حبشیانو یوی ډلی په نبوی مسجد کی نیزه بازی او لوبی کولی نو رسول الله علیه الصلاة والسلام منع نه کړل ، او ویی فرمایل چه ( لتعلم الیهود آن فی دیننا فسحة) پدی خاطر چه یهود پوه شی چه زمونږ په دین کی پراخی ده .
۴- د عمرة القضاء په کال چه رسول الله صلی الله علیه وسلم عمری ته راغی ، او مشرکانو یی د طواف ننداره کوله ، نو مسلمانانو ته یی امر وکړ چه د طواف په لمړیو دری شوطونو ( چکرونو) کی چپه مټه لوڅه او رمل وکړی ( یعنی داسی تګ وکړی چه دوی پکی قوی او صحتمند معلوم شی) ، تر څو د مشرکینو دا ګمان غلط ثابت کړی چه ګویا مسلمانان خوار او ډنګر اوضعیفه شوی دی...
پدی ټولو دلائلو کی د غیر مسلمانانو غبرګون په نظر کی نیول شوی دی ، په لمړیو دوه نصوصو کی دهغوی د منفی تبلیغاتو او پیغورونو مخه نیول شوی ، او په دویمو دوه دلائلو کی د اسلام د نیکنامئ او مثبت انځور ورکول شوی دی. یعنی پدی څلور واړه پیښو کی دا په نظر کی نیول شوی چه : خلک( غیر مسلمانان) به څه وایی. او که د ام المؤمنين عائشی رضی الله عنها حدیث هم یادکړو چه رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : که ستا قوم نوی مسلمانان شوی نه وه ، نو ما به کعبه نړولی وه او په هغه تهداب به می له سره جوړه کړی وه چه ابراهیم علیه السلام جوړه کړی وه، نو بیا به دا هم په نظر کی نیول کیږی چه رعیت ( ولس ) به څه وایی.
لنډه یی دا چه نظام باید همیشه او په هر څه کی - د شرعی ثابتو احکامو د مراعاتولو په شرط- دا په پام کی ونیسی چه : څرنګه چه یوازی ژوند کول او د نړیوالو سره د تعامل څخه رغیدل ناشونی دی، نو ځما پدی کار به د نړئ او ولس غبرګون څه وی؟ آیا دا به د اسلام د نیکنامئ سبب ګرځی او که خدای مه کړه د بدنامئ؟ مثالونه یی ډیر زیات دی او وار وار مو یاد کړی نو بیا یی د تکرار اړتیا نشته دی.
دا هماغه د فقه المآلات د اصل عملی تطبیق دی چه ما مخکی یوه مقاله پری لیکلی وه.
الله تعالی دی مونږ او تاسی او ټولو چارواکو او هغو علماوو ته چه غږ یی اوریدلی کیږی، بصیرت او په دین کی فقاهت ورپه برخه کړی .
