No-IMG

زموږ په نسل کې د افغانستان دولتونه ژر ژر بدل شول

ابراهيم شينواری

 

زموږ په نسل کې د افغانستان دولتونه ژر ژر بدل شول. دوستان زیاتره د واکمنو او دورو ارزونه د قومي، ژبنیو، مذهبي، ګوندي سمتي او نورو اړخونو له مخې کوي چې زیاتره منصفانه نه وي.

په دې باره کې باید لومړی پرنسیپ دا وي چې تېر اشخاص خصوصاً مړه شوي کسان سپک یاد نه شي؛ ځکه دا معقول، بامروته او اخلاقي کار نه دی او هغوی اوس د خدای لور ته ورغلي دي.

دویم پرنسیپ باید دا وي چې د تاریخي دورو او اغیزناکو اشخاصو او کړنو ارزونه باید یوازې د عبرت او ورڅخه د زده کړې په نیت وشي، نه د تفاخر، ځان لوړګڼلو، نورو سپکولو او عقدو سپړلو.

دریم پرنسیپ باید دا وي د منصفانه قضاوت کولو لپاره باید هر شخصیت او هره دوره د وخت او زمان په تله کې د مشخصو شاخصونو له مخې وڅیړل شي. په دې صورت کې د هر شخصیت او دورې بریاوې او ناکامۍ مشخصیږي.

زه یو څو شاخصونه وړاندیزوم او له دوستانو هیله کوم چې دالست تکمیل او تعدیل کړي او هغه موارد په نښه کړي چې غیر ضروري او یا هم کم اهمیته دي. وروسته به د متخصصو دوستانو سره په مشوره یو واحد لست ترې جوړ شي چې له مخې به یې بیا موږ په اسانۍ معلومولی شو چې کوم واکمن یا شخصیت په کومه دوره کې هیواد او ملت ته څومره ګټه او څومره ضرر رسولی دی. (البته دا شاخصونه د هرې دورې او هر شخص په باب نه شي راټولیدی، خو لږ تر لږه د شلمې پیړۍ د مشرانو او دورو په باب یې راټولول، ارزول او نتیجه ترې راایستل ممکن دي).

د لومړۍ سطحې مهم مسایل:

- موجوده جغرافیه ساتل

- ملي حاکمیت ټینګول

- خپل هیواد او خلک د بهرنیانو له برید او یرغله ساتل

- هیواد او ملت پخپله خاوره د بهرنيانو له نیابتي جګړو ساتل

- خپل خلک نه شکنجه کول او نه وژل

- د هیواد تصویر او نفوذ په سیمه او نړۍ کې پراخول او ښه کول

- د ملت او دولت واحد هویت تقویه کول او ساتل

- دولت جوړول، ساتل او ټینگول

- د  هیواد د خلکو، خاورې او نظام د بقا او دفاع لپاره د بهرنیو خطرونو د مقابلې وړتیا جوړول او ساتل

- د  هیواد په پولو کې د مخالف ستر ځواک او یا یو ناکام دولت له خطرونو ځان ساتل.

- د هیواد د ملي منابعو ساتل، پر خپل وخت استخراج او د ملت د نیکمرغۍ لپاره ترې مثمره او موثره استفاده.

- د  هیواد  د ملي ګټو سره په سمون کې له نږدې او لیرې هیویادونو سره معقول خارجي سیاست ټاکل او ورته دوام ورکول.

- د هغو نړیوالو قوانینو د منلو حمایه چې له سوله ایزو لارو د لانجو د حل پلوي کوي.

- هیواد له انزوا راایستل او بحر او وچې ته لارې ازادې ساتل.

- د نوې جغرافیې تر لاسه کول (دا شاخص د معاصرو واکمنو لپاره ډېر صدق نه کوي، ځکه اوس د ملګرو ملتونو سازمان او متعدد نړیوال تړونونه شته او هیوادونه په اسانۍ د نورو سیمې یا خپلې پخوانۍ سیمې نه شي نیولی).

- د  هیواد  لپاره د داسې متحدینو غوره کول او ساتل چې اړیکي مو د متقابلو ګټو، متقابل باور او متقابل درناوي  پر بنسټ وي او د افغانانو او هیواد په خیر وي.

- د ټولنیز عدالت په رڼا کې ملي یووالی ساتل.

- په یوه مناسب فرصت او مناسبه بیه د مهمو جغرافیوي لانجو اداره او پای ته رسول او د هیواد طبیعي او سیاسي پولې یو کول.

- نظامي تکنولوژي، تجهیزات، مهارت او سیستم تر لاسه کول، تقویه کول او ساتل.

- ګاونډیو هیوادونو ته د افغانانو د کتلوي مهاجرت مخنیوی.

- له نورو هیوادونو څخه هغه فرصتونه اخیستل چې زموږ پر ضد له ورانکارو ډلو او اشخاصو څخه کار واخلي.

- د بشري حقوقو، متوازن انکشاف او ټولنیز عدالت تأمین.

- د نظام د داسې سیستم جوړول او ساتل چې د ولس اراده پکې تمثیل شي.

- داخلي کش مکشونه، محرومیتونه او تفاوتونه کمول، کنټرولول او له منځه وړل.

- د قومونو، سیمو، فکرونو او ډلو د حقوقو رعایت او په منځ کې یې مساوات، تناسب او توازن ساتل.

- په نړۍ کې د نیکمرغۍ، سولې او امن ملاتړ.

- په هر ځای کې د پرمختګ او عدالت له داعیې ملاتړ .

- ټولو ملتونو ته د مستقلو هیوادونو او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې د حق د دفاع اصل منل.

- په ټوله نړۍ کې د فقر، نا امنۍ او بې ثباتۍ په له منځه وړلو کې اخلاقي، مالي او عملي مرسته کول.

- ټولنیز اتحاد ټینګیدل

- اقتصادي حالت ښه کیدل (عمومي عاید)

- د فرد کلنی خالص عاید زیاتیدل

- مدني ازادي ګانې زیاتیدل

- دژوند حیاتي توقع لوړیدل

- د میندو مړینې کمیدل

- د ماشومانو مړینې کمیدل

- د نوو زیږیدلیو د مړینو کمیدل

- د ناروغییو د سیر کمیدل

- په ټولنه کې د ښځو  ګټور ګډون زیاتیدل

- د چاپيریال ابادیدل.

د دویمې سطحې مهم مسایل:

- د قانون او پالیسیو جوړول

- د ولس تصمیم نیولو د واک اصلاحات

- د عدالت لپاره ټولنیز عمل رامنځ ته کیدل

- سلوک اصلاح کیدل

- موثریت او مثمریت لوړیدل

- مرتبط والی ښه کیدل

- تداوم رامنځ ته کیدل

- د کړنو شفافیت او عمل ښه کیدل

- د دولت مسؤولیت زیاتیدل

د دریمې سطحې مهم مسایل:

- پوهه زیاتیدل

- نظریات رامنځ ته کیدل

- مهارتونه ایجادیدل

- ذهنیت ښه کیدل

- د پروسو شفافیت او اسانوالی ښه کیدل

- د ملت د هیلو، روحیې او باور ښه کیدل

د څلورمې سطحې مهم مسایل:

- د پول او پلچک جوړول

- د پوخ او خام سړک جوړول او رغول

- زده کوونکي له ښوونځیو او او پوهینځیو فارغول

- ښوونکي روزل

- مسلکي کادرونه روزل

- کلنیکونه جوړول

- ښوونځي جوړول

- تولیدات لوړول او مواد تیارول

- پالیسي ګانې جوړول

- سیستمونه جوړول

- ریفورمونه جوړول

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک