No-IMG

اشغال د افغان ملت په پاشلو کي له رسنیو ډېر لوی کار واخست

افغان ملت ته د تېر شل کلن اشغال د تورې دورې یوه تحفه دا ده چې د رسنیو او تښتېدلو سیاسیونو په واسطه یې دا ملت په قوم، ژبه، سمت او مذهب وویشه.

دوی په دغه پروسه کې په خاص ډول له رسنیو ډېر لوی کار واخست. دا چې اوس ځینې رسنۍ  افغانستان کې د امریکايي جمهوریت په وراثت سره په جنګ دي، اصلي وجه همدا ده چې دوی ته د دې هیواد له آبادۍ، خپلواکۍ او پرمختګ څخه د غرب د لبرال فکر د خپراوي او امریکايي اشغال د مشروعیت موضوع له هر څه ډېره مهمه وه. همدا د دوی ارزښت ؤ، دوی غرب ته په همدې تبلیغاتي خدمت ویاړي.

د اشغال له ورکېدو وروسته هغه جګړه چې افغان ملت ورسره مخ دی رواني او رسنیزه جګړه ده چې اوس هم ورته د پخوا په څېر د اشغال ځینو سر بسته غلامانو کار ویلی.‌

دوی په ډېر افتخار افغان ملت کې د پاړکیزو، ژبنیزو، او سیمه ایزو اختلافاتو ته کار کوي، دوی ورځ او شپه په داسې تبلیغاتو تېروي چې افغان ملت جګړې ته وهڅوي، افغانان ووژل شي، افغانستان غرق شي تر څو د دوی پروژې روانې اوسي.

له پرون راهیسې همدغه رسنۍ د مولو صاحب غوث الدین باز عکس لر بر کوي چې ګواکې دی یو تاجک تبار عالم دی او د حکومت په وړاندې یې بادغیس کې اسلحه پورته کړې.

مولوي صاحب یو حقاني عالم، د یو مجاهد، قومندان او شهید ځوی، د لغمان ولایت دی او کابل کې اوسېږي چې په ډېر صداقت او اخلاص د اسلام د مبین دین دعوت کې هلې ځلې کوي.

هغوی چې تېر شل کاله یې د قوم په نوم د افغان ملت سرمایه وخوړه او نن له فرانسې تر دوبۍ د افغان ملت په وینو لکسو ویلاؤ کې اوسي، باید پوه اوسي چې افغان ملت د دوی په منافقت او دروغو ښه پوه دي، افغانستان اوس یو ملت دی، ټول قومونو ورونه دي، علماء د دین ستنې دي او ستاسي روایت تل لپاره مات دی.

په دې درواغو او منافقت مو ملت ته هغه پتې څېرې بربنډېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک