د اوکراين جنګ چى نړۍ يى دى سياسي او اقتصادي بحران خواته کش کړې ده
د اوکراين جنګ چى نړۍ يى دى سياسي او اقتصادي بحران خواته کش کړې ده، خو جنوبى افريقا ته يى د سکرو دى دبرو په درلودو سره دى اقتصاد دى ودې طلايى چانس په لاس ورکړۍ؟ اروپايي هيوادونه دى خپلى انرژۍ دى پوره کيدو غوښتنى دومره زياتى شويدى چى دىجنوبى افريقا دى سکرو ډبروته به لين کى ولاړ دي چى ترلاسه يى کړي؟ جنوبي افريقا په ورځ کى 30000 زره ټنه دى سکرو دى ډبرو توليد لري چى يوټن يى په نني بازار کى په 400 دالره پلوري، زما مقصد ددى ليکنى داده چى زمونږ هيواد دى جغرافى په لحاظ له نړۍ سره دى اوبو او دى وچى ترانزيټي لاره نلري چى نړيوال بازار کى خپل دى سکرو دبرى ٶ پلوري، له بلى خوا زمونږ ګاوڼډي هيوادونه هم له پاکستان نه پرته دى دبرو انرژۍته ضرورت نلري چى برى وى پلورو؟ بناء دى اسلامى امارت حکومت ته په اوسني روان سياسى بحران کى به ستونځمنه وي چى دى هيواد توره طلاء ته په نړۍ وال بازار کى ځاى پيدا کړي، دى مٶسقو ذرايع نه چى زه معلومات لرم،
په ساده ژپه به يى ٶ وايم زمونږ دى هيواد دى سکرو ډبرى دى حرارت په لحاظ 270 درجى لوړ حرارت دى نړۍ له ډبرو سره لري او دومره ديرى دى ډبرو ذخيرى لرو چى په درى سوه کاله استخراج کى هم نه خلاصيږي،!
الله تعالى دى زمکى په سر په هرلحاظ دى جنت په شان هيواد رابښلۍځکه زمونږ اوتاسو په روان ژوند کى نږدى پنځه لسيزي دى نړۍ دى زبرځواکـونو دى وحشت اوبربريت دى اور په لمبوکي ٶ سوځيدو، چى بد بختانه دى اورلګيت پلته يى په خپله افغانان ٶه ? مونږ ټول بايد په دى قانع ٶ اوسٶ چى اسلامى امارت درى لويى لاسته راوړنې خپلواکي، اسلامي نظام، او امنيت هيوادوالو ته دى خپلو وينو په قربانۍ کى تحفه کړۍ دۍ، دى مغرورى امريکا په مشرۍ له 48 هيوادونو خپلواکى اخستل ددى زمانى معجزه ده چى مهربانه رب په افغانانو يى پيرزوينه وکړه،، ملت چى نن د فقر سره لاس په ګريوان دۍ،
دى تير فاسد نظام چارواکو او اشغالګرو په لوي لاس ورکش کړي يو، په شل کلنه چټله غربى ديموکراسۍ کى يى يواځى دى فقر ، غريبۍ او لاس نيولو نه پرته بل څه ندى پرښودلي،
اما دى اسلامى امارت مشران بايد دى اوسني حکومت دى پايښت لپاره څو کارونه په عاجله توګه وکړي چى دى بهرنيو له مداخلى پرته دوى يى کولۍ شي ترڅو خپل مشروعيت اودى ملت رضايت ترلاسه کړي،لمړۍ دى نجونو دى تعليمى دروازو خلاصول، د قانون اعلانول چى هم حکومت او ملت يى په رڼا کى تګ وکړي ، په حکومت کى علمى او سياسى کسانو ته ځاىورکول، او دى يوى داسى اسلامى او ملى شورا جوړول چى ټول اقوام پکى ځانونه ٶګوري، دى اسلامى امارت له مشرانو نه مو غوښتنه داده چى دى دغه لوى نعمت خپلواکۍ، امنيت او دى اسلامى نظام پايښت په خپلو لاسو بيرته مه ضايع کوۍ،
وما علينا الاالبلاغ
