No-IMG

افغانان د درواغجنو او مکارو پيرانو په لومو کې

حبيب الله نياز

 

زموږ ځینې بې علمه افغانان او افغانانې دومره دخرافاتو په لومو کې بند شوي او نښتې دي چې کله کله انسان حیرا ن پاتې شي چې دوی ولې داسې کوي او دوی باید څنګه وپو هول شي چې ددغې کږې او انحرافي لارې نه یې سمې لارې ته بوځو.

ډیرشمیر افغانان او افغاني میرمنې اوس هم نه یوازې په افغانستان کې بلکې په پاکستان ، ایران او هندوستان کې هم د یو شمیر کوډګرو ، ټګمارو او تعویذ لیکونکو په لومو کې نښتې دي او دغه ټګماران او دوکه بازان ددوی نه هغه پیسې شکوي چې دوی او یا خاوندانو یې په زحمتونو پیدا کړي دي .

دغه ټګمار او دوکه بازه کوډ ګر او تعویذلیکونکي چې پخپله نه دسپيڅلي قرآن او نه هم دنبوي( ص) احادیثو نه خبر دي او نه یې په معنا پوهیږي زموږ په ښارونو او کلیواو بانډو کې دټګۍ دامونه غوړولي دي اودسودا بازارونه یې ښه ګرم دي ،دوی زموږ دپاکو او سپيڅلو خلکو دغلطو عقیدو په وجه دغلو په څیر ددوی نه پیسې شکوي .

افغانان دپیړیو پیړیو راهیسې د خپلې کم علمۍ او ناپوهۍ په وجه په دغو مداري ډوله ټګمارانواوکوډګرو تعویذ لیکونکو پیرانو پورې نښتي دي ، څوک ورنه دزامنو  سوالو نه  کوي ، څو ک دښایسته میرمنې او ښایسته خاوند سوالونه کوي ، څوک دپيریانو دایستلو او څوک هم دخپل راتلونکي ژوند دقسمتونواو برخلیک دمعلومولو ،خو دغه دوکه بازان اوکوډګر پکې خپلې غوړې حلواګانې خوري او خپلې پیسې د( شکرانې ) په نامه هم ښې ډیرې ترې شکوي .

باید ووایم چې موږ او تاسو ټول مسلمانان یو او په دې هم بشپړه عقیده لرو چې هرڅه دالله په لاس کې دي .پرته دالله نه ،نه څوک چاته زوی ورکولای شي او نه هم ترې پیریان او جنیات ایستلی شي او نه هم دالله پرته څوک دغیبو علم لري .

افغانانو او په تیره بیا پښتنو ! نور دخدای لپاره پوه شئ ترڅو به په دې جهالتونو او تورتمونو کې ژوند کوئ .نور دې دروغجنو پیرانو آو ټګمارانو ته مه ورځئ چې دا غله دي او ستاسو نه دغلو په څیر ستاسو حلالې پيسې شکوي او پخپله او کورنۍ یې په دغو پيسو چړچې او مزې کوي . دامفته خواره خلک دي چې بل کار روزګار نه شي کولی او له دې لارې تاسو غولوي او ستاسو نه پیسې شکوي موږ باید نور ددې کوډګرو او دوکه بازو پیرانو او تعویذ لیکونکو دمکاریو دغه بازارونه وروتړو او ورته هیڅکله هم ورنه شو .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک