د پکتیکا د زلزلو اړوند ښه خبر
وکیل احمد عزیزي
څو شېبې مخکې مې د امریکا د متحده ایالاتو د سانډېګو پوهنتون د فزیک له یوه پروفیسر، ډاکټر ایلین شفټر سره د پکتیکا د زلزلو د لړۍ په اړه خبرې وکړې. له ده څخه مې اساسي پوښتنه دا وه چې تر لومړۍ خطرناکې زلزلې وروسته اوس د سیمې خلک ځکه اندېښمن دي چې پرلهپسې د زلزلو ټکان حسېږي، دا به څنکه شي او خلک باید څه وکړي، ځکه زموږ هېواد امکانات او څېړنیز مسلکي ټيمونه نه لري.
ده را ته وویل:
اول خو دغه سیمه (افغانستان، پاکستان، تاجکستان، او جمو کشمیر) د هندوکش پر زون پرته ده چې د هند د نیمې وچې او ایوروست د پليټونو تر منځ ورو ټکرونه پکې کېږي او په دې سیمه کې زلزلې پېښوي او بل دا چې له لويې زلزلې وروسته وروستي ټکان یا (Aftershocks) راځي چې شدت يې تر لومړنۍ زلزلې ډېر کم وي او ورو ورو پسې درېږي. کومه زلزله چې د جون پر ۲۲ تاریخ په دغه سیمه کې وشوه، ژوروالی يې تقریباً لس کیلو متره و چې د ځمکې د تکتونیکي پلېټونو له ورو ټکره را منځ ته شوې وه. په دغه سیمه کې دا عادي زلزلې بللای شو، خو دلته يې ځکه تلفات زیات و چې ودانۍ ډېرې کمزورې رغول شوې وې. د زلزلو په دغه کمربند کې د می میاشتې له نهم تاریخه تر اوسه شاوخوا ۱۰۰ زلزلې شوې دي چې له دې جملې يې ۳۵ زلزلې یوازې په افغانستان کې شوې دي چې شدت يې ۵ درجې یا تر دې لیږ لوړ و.
اوس ښه خبره دا ده چې د دغې سیمې زلزلې د ځمکې د تیکتونیکي پليټونو له حرکته پېښېږي چې هېڅ ډول اورغورځوونکی پکې لاس نه لري او نه د چاودنو احتمال پکې شته.
البته په دغه سیمه کې د مدیترانې د کمربند ولکانیک زلزلې هم پېښېږي، خو د پکتیکا زلزله د تیکتونیکي پلېټونو د ټکر له لاسه واقع شوې ده.
ورو ټکان سوکه سوکه پسې ورکېږي، په دغه سیمه کې د اورغورځوونکو د فعالېدا، چاودنو او نورو بدو پېښو امکان نشته.
خو د سیمې خلک دې په ښورېدلو او زړو ودانیو کې نه اوسي، خدای مه کړه وروستي کوچني ټکان يې پرې ور ونه نړوي.
