روڼ اندو او لوستو کادرونو ته یوه مشوره
ابراهيم شينوری
له څو کلونو راپدې خوا افغانان په مجموع او پښتانه په ځانګړي ډول په ستونزو کې ګیر دي. خو زموږ (ځینې) روڼ اندي او لوستي کادرونه بیا ځان له دوی بېل د خیر په یوه لوړه غونډۍ ناست ګڼي او ملت او قام ته نصیحتونه کوي، کنایې ورته وایي او پیغورونه ورکوي. مثلاً وایي:
- نړۍ داسې او داسې شوه خو پټان! پټان لالا .... دې خدای پوه کړي!
- ټوله نړۍ پوه شوه خو زموږ خلک به کله پوهیږي!
- موږ تر دې په ښه حالت کې وو، اوس ولې داسې شوو؟
- چې دا ولې زموږ ملت بیدار ملت نه دی! او کله بیداریږي؟
دا ډول خبرې دا معنی لري چې هر څه ګل و ګلزار وو، خپله دې ښاغلي/ اغلې هم خپل ټول مسؤولیت اداء کړی دی، خو ملت او خصوصاً پښتون (چې دوی ورته له استهزاء پټان وایي) ملامت دی.
د هرې ټولنیزې پدیدې ډیر زیات علتونه وي چې ځینې داخلي او ځینې بهرني وي. په مجموع کې زیاتره داخلي علتونه مهمتر وي، خو کله کله بهرني فکټورونه دومره پیاوړي وي چې ټول تدبر او تعقل یې هم مخه نه شي نیولی، لکه یو ناڅاپي لوی تندر، ناپیشبینی شوی سیلاب، ناڅاپي وچکالي او یا د یو ځبرځواک یرغل.
زما وړاندیز لوستو او زړه خوږو دوستانو ته دا دی چې په خپلو لیکنو کې ځان له ملت څخه بېل نه کړي او د خیر له یوې لوړې غونډۍ ورته لارښوونې او یا پیغورونه ورنکړي، بلکې ستونزې په دې ډول مطرح کړي چې علتونه یې مشخص، مستدل او پر شواهدو ولاړ تشریح او د حل لارې ورته وړاندیز کړي. یوه ټولنیزه کتله (ډله، ګروپ، قام، ملت، دین، تمدن ...) په سپک ډول یا کنایه امیزه ژبه یادول باادبه کار نه دی.
ښه ده چې ستونې راوسپړو، حل لارې ورته وړاندیز کړو خو، ملت باید په هر حال کې دروند، پتمن او عزتمند یاد کړو.
