قرباني او کانګو وايرس
ډاکټر ديدار يوسفزی
د پاکستان پۀ څاروو کښې د کانګو وايرس اطلاع ده او څۀ مرګونه هم رپورټ شوي دي - دا وايرس د ځناورو نه انسانانو ته لګي - د متاثر شوي ځناور پۀ وجود چې کوم کوني ticks وي - د هغې د چيچلو نه يا د حلالې پۀ وخت د وينې لګېدو نه هم دا وايرس وجود ته داخيلېدے شي -
پۀ علاماتو کښې تېزه تبه ، دردونه ، سر چورلېدل ، د نري رګونو نه وينه راتلل او پۀ وجود داغونه جوړېدل شامل دي - د متاثره کوني د چيچلو نه د يوې نه د نهو ورځو پۀ مينځ کښې او د حلالې پۀ وخت د وينې لګېدو د وجې د پنځوۀ نه د څوارلس ورځو پۀ مينځ کښې علامات ښکاره کېدے شي -
د دې وايرس له پاره د ځناورو څۀ ويکسين نشته - ځکه حفاطتي اقدامات ضروري دي - کله چې مېلې ته څاروي اخستو له ځئ - نو پکار ده چې ټول وجود مو پټ وي - ګرمي ده خو کۀ بند پېزار او جرابې ورسره پۀ پښو کولے شئ نو هم ښۀ ده - پۀ واپسۍ کښې د جامو بدلول او لامبل ضروري دي -
چې کله څاروے راولئ نو پکار ده چې د کونو سپرے پرې وکړئ - دا احتياط پۀ دې وجه هم ضروري دے - چې متاثر شوے څاروے بالکل روغ ښکاري - د حلالې پۀ وخت د پوره جامو ، بندو پېزارو سره سره د دستانو ، ماسک او چشمو استعمال هم ضروري دے - خو د خوشالۍ خبره دا ده چې کله غوښه سهي پخه شي - نو دغه وايرس بيا ژوندے نۀ پاتې کيږي -
( د اګاهۍ له پاره يې د ملګرو سره شريک کړئ مننه )
