حکمتيار: انگرېزانو او روسانو ډېر داسي جعلي پيران جوړ كړي او خپل خطرناكي استعماري منصوبې پلي کړې
د خطبې د پيل آيتونو په اړه مي عرائض دا دي: الله تعالى فرمايي:
ورته ووايه (اې پيغمبره!) : كه په رښتيا له الله سره مينه لرئ؛ نو زما متابعت وكړئ؛ چي الله له تاسو سره محبت وكړي او گناهونه مو درته وبخښي؛ او الله ډېر مهربان بخښونكى دئ. ورته ووايه: د الله او د پيغمبر اطاعت وكړئ؛ كه ئې مخ واړاوو؛ نو الله له دغو كافرانو سره محبت نه كوي.
يعني له الله سره د محبت دعوى له هغه چا منل كېږى شي چي عملاً د پيغمبر متابعت كوي؛ هغه چي د پيغمبر متابعت نه كوي؛ نه الله له ده سره محبت كوي او نه دى له الله سره مينه لري؛ د الله ولي او دوست هغه دئ چي په عمل كي د الله د پيغمبر متابعت كوي. يعني د الله او پيغمبر اطاعت د ايمان نښه ده او عدم اطاعت ئې د كفر نښه.
يعني مؤمنان د الله تعالى او د هغه د پيغمبر په اطاعت مكلف دي؛ د ايمان اساسي تقاضىٰ دا ده چي د ژوند په ټولو چارو كي به د الله تعالىٰ او د هغه د پيغمبر اطاعت كوو؛ د پيغمبر اطاعت په اصل كي د الله تعالى اطاعت دئ؛ پيغمبر همغه څه وايي چي الله تعالىٰ ورته ويلي؛ صحابه داسي وو چي د هري وحي له اورېدو وروسته به؛ بيا بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راتلل او پوښتل به ئې: آيا الله تعالىٰ نوې وحي او لارښوونه رالېږلې؟
د رسول الله صلى الله عليه و سلم له رحلت وروسته به مسلمانانو هغو صحابه وو ته مراجعه كوله او د خپلو پوښتنو ځوابونه به ئې ترې كول؛ چي په قرآن او حديث به تر نورو زيات پوهېدل او هغوى ته به ئې ويل: آيا د فلان قضيې او مسئلې په اړه مو له رسول الله صلى الله عليه و سلم څه اورېدلي؟ د صحابه وو او تابعينو له دور وروسته؛ مسلمانانو هغو ائمه وو او فقهاءو ته مراجعه كوله چي په قرآن او حديث تر نورو زيات پوهېدل او په تقوىٰ، اخلاص او بصيرت مشهور ول؛
هغه مهال؛ په دريو پېړيو كي؛ نه څوك د پير او مرشد په نامه يادېدل او نه د ملا، مولوي، آيت الله، حجت الاسلام و المسلمين، نور المشائخ، شمس العارفين، شيخ القرآن و الحديث په نامه، نومونه او القابونه ساده او لنډ ول او له هر راز ستايني، تكلف او مبالغې منزه؛ خلفاءو ته اميرالمؤمنين ويل كېدل او په خپل لنډ لقب به يادېدل؛ لكه عمر بن الخَطَّاب، عثمان بن عفان، علي بن ابي طالب، عبد الله بن عباس؛ حتىّٰ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته به ابو القاسم ويل كېدل؛ بايد متوجه وو چي صلى الله عليه و سلم هم ستاينه نه بلكي ده ته هغه دعاء وه چي الله تعالىٰ ئې لارښوونه كړې؛ معنىٰ ئې دا ده: د الله تعالىٰ له لوري دي پر ده درود او سلامونه وي؛
هغه مهال پر خپلي قبيلې فخر كول حرام او د شرم او عار خبره؛ او د جاهليت نښه گڼل كېده؛ هيچا د خپلي قبيلې له پلوه پر بل د لويي او فخر احساس نه كولو؛ عرب او عجم، تور او سپين، برابر وو. نه كومي قبيلې ته د ستانه په سترگه كتل كېدل او نه د سپېره په سترگه؛ الله تعالى هغوى ته دا لارښوونه كړې وه او دوى ئې په معنىٰ او مفهوم ښه پوهېدلي وو چي ټول انسانان د يوه پيغمبر او يوه پلار – مور؛ يعنى آدم او حواء عليهما السلام اولاد دي.
وروڼو خوېندو!
بريتانيا د اسلامي نړۍ په ټولو اشغال شوو مستعمراتو كي؛ په عامه توگه؛ او په افغانستان، پاكستان او هند كي په خاصه توگه؛ د خپلي سلطې د دوام لپاره څو خطرناكي استعماري منصوبې پلي كړې:
قومي او مذهبي شخړي او منازعات ئې رامنځته كړل؛ كله به ئې د سني او شيعه جوماتونو ته او كله د سيك او هندو درمسالونو ته سپكاوى اړولو او په دې توگه به ئې نه يوازي د اشغالگرانو په خلاف د دوى د يووالي مخه نيوله؛ بلكي په خپلو منځونو كي به ئې جنگول.
هغه ئې په اقتدار كي شريك كړي او پراخي زمكي ئې وركړې چي د دوى ملگرتيا ئې كړې؛ ډېرو ته په زرگونو جريبه زمكه؛ دومره چي له هر يوه ئې ستر فيوډال جوړ كړې او پر يوې سيمي او قوم ئې مسلط كړى. دا همغه كار وو چي امريكا په تېرو شلو كلونو كي وكړ.
د خپلو مستعمراتو فوځ ئې له هغو جوړ كړى چي تر خپل هېواد او ولس ئې بهرنيو بادارانو ته ډېره وفا او اخلاص درلود؛ د همدغو خانانو او فيوډالانو زامن ئې په نظامي ښوونځيو كي روزلي او په دې فوځ كي ئې د افسرانو په توگه گمارلي. دا فوځونه نه يوازي د انگرېزانو په شتون كي د دوى تر فرمان لاندي له خپل ولس سره جنگېدلي؛ بلكي د انگرېزانو له وتلو وروسته هم د دوى په چوپړ كي پاته شوي.
انگرېزانو ډېر داسي پيران جوړ كړي، شهرت ته ئې رسولي، په خپلو مستعمراتو كي ئې مستقر كړي؛ بې خبره عوام ئې؛ د پراخو غولوونكو تبليغاتو په مټ؛ دې ته چمتو كړي چي دغو ديسانت شوو پيرانو ته د مذهبي شخصيتونو په سترگه وگوري. هر يوه ته ئې داسي جعلي شجرې جوړي كړې چي تر پيغمبر عليه السلام، او خلفاء راشدين؛ ابوبكر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم پوري ئې رسولې؛ داسي څه ئې هغوى ته منسوب كړي چي قريشو به خپلو مړو او ژونديو بتانو ته منسوبول؛ په ربوبيت او الوهيت كي ئې شريكول، د غيب علم، په عالم كي د تصرف واك، د خداى او بنده تر منځ وسيله، د حاجتونو تر سره كول، د دعاءگانو اجابت، په خپله مستقيماً او پر الله تعالى ئې قبلول؛ او دا هر څه د قرآن خلاف او هغه څه چي قرآن راغلى د دې لپاره چي د دې شركي او خرافي باورونو جرړي وباسي. قرآن راغلى چي خلكو ته ووايي: نه به له الله تعالىٰ پرته بل ته سر ټيټوئ او نه به بل ته لاس اوږدوئ؛ هره ورځ به پنځه ځله، د خپلو لمونځونو په هر ركعت كي؛ له الله تعالىٰ سره دا ژمنه تكراروئ چي: يوازي ستا عبادت كوو او يوازي له تا مرسته غواړو: إِيَّاكَ نَعۡبُدُ وَإِيَّاكَ نَسۡتَعِينُ ؛ اسلام راغلى چي خلكو ته ووايي: نه به د قصرونو طوافونه كوئ او نه د قبرونو، نه به طاغوت لمانځئ او نه احبار او رهبان، ركوع او سجده به مو يوازي د الله تعالىٰ په وړاندي وي او طواف به مو يوازي د الله تعالىٰ د كور طواف.
شوروي اتحاد او د دوى كمونستو مزدورانو هم جعلي پيران جوړ كړل؛ د خاد مأمورين ئې وگمارل چي اوږدې ږيري پرېږدي، د ملنگانو او شيخانو جامې واغوندي، په حساسو او كليوالو سيمو كي مستقر شي؛ مريدان ځانته پيدا كړي او د استخباراتى مأمورينو په توگه عمل وكړي؛ كه تاسو د انگرېزانو او د كمونستانو د اقتدار په موده كي د زېږېدلو او ديسانت شوو جعلي پيرانو دوسيې وپلټئ نو حتماً به ئې د مأموريت دوسيې د خاد او د بريتانيا انټليجينټ سرويس په دفترونو كي ومومئ.
وروڼو خوېندو!
دا داسي ستونزه ده چي ټول پيغمبران او د توحيد لوري ته هر بلونكى ورسره مخامخ شوى؛ د دوى په خلاف د مخالفت او خصومت لومړۍ جبهه؛ تل د دغو له لوري پرانستل شوې؛ قرآن د واقعي او مخلص داعي او ټگمار او مكار مرشد د ژر او ښه پېژندو لپاره داسي لارښووني او معيارونه د مؤمنانو مخي ته ايښې چي په رڼا كي ئې په آسانۍ سره كولى شي؛ صادق او كاذب تفكيك كړي او د ټگمارانو په دام كي له پرېوتو وژغورل شي؛ ځيني ئې دا دي:
د صادق داعي بلنه؛ د الله تعالى لوري ته وي او د ټگمارانو بلنه د ځان لوري ته؛
هر پيغمبر ته ويل شوي؛ خپلو مخاطبينو ته ووايه:
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ 109 الشعراء: 109
له تاسو د خپل دعوت په بدل كي؛ هيڅ اجر او عوض نه غواړم؛ زما اجر يوازي پر رب العالمين دئ.
او قرآن ټولو مؤمنانو ته لارښوونه كوي چي يوازي د هغه چا متابعت وكړي چي دوه صفتونه ولري: له تاسو هيڅ اجر او بدله نه غواړي او په سمه لار روان وي.
اتَّبِعُوا مَنْ لا يَسْأَلُكُمْ أَجْرًا وَهُمْ مُهْتَدُونَ 21 يس 21
قرآن وايي: عيسىٰ عليه السلام خپل قوم ته وويل: يقيناً چي الله تعالى هم زما رب دئ او هم ستاسو رب؛ نو د هغه عبادت وكړئ؛ او همدا مستقيمه او سيده لار ده.
إِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ 51 آل عمران 51
الله تعالىٰ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته فرمايي:
قُلْ لا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلا ضَرًّا إِلا مَا شَاءَ اللَّهُ وَلَوْ كُنْتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَا إِلا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ 188 الأعراف 188
ووايه: نه د ځان لپاره د گټي (رسولو) واك لرم او نه د ضرر او تاوان (دفع كولو) توان، مگر هغه څه چي الله ئې وغواړي او كه په غيب پوهېدى نو ډېر خير او ښېگڼه به مي تر لاسه كړې وه او تاوان به نه رارسېدو، زه خو مؤمنانو ته له يوه خبردارى وركوونكي او زېرى وركونكي پرته بل څه نه يم.
يعني پيغمبر عليه السلام ته امر شوى چي خلكو ته دا خبره په واضح الفاظو اعلان كړه چي زه نه د ځان لپاره د گټي رسولو څه واك لرم او نه د ضرر او تاوان دفع كولو، د دې واك په بشپړه توگه له الله تعالىٰ سره دئ، كه ځان ته كومه گټه رسولى شم يا كوم ضرر دفع كولى شم نو دا همغه دي چي الله تعالىٰ غوښتي، د دې پرېكړه هم د الله تعالىٰ له لوري كېږي.
زه له غيب خبر نه يم، كه په غيب پوهېدى نو تل او په هر كار كي به مي خير او ښېگڼه په برخه كېده او هيڅكله به كوم تاوان نه رارسېدو. څوك چي په غيب پوهېږي په هر كار كي به گټه كوي او د تاوان له هر مورد به خوندي پاته كېږي، دا ځكه چي هغه پوهېږي څه ورته گټه لري او څه ورته تاوان، د گټي ځاى ته ځان رسوي او د تاوان له ځاى ځان ساتي، خو تاسو وينئ چي زه د نورو انسانانو په څېر له كړاوونو، ستونزو، بيماريو او ناخوالو سره مخ كېږم، دا ښيي چي زه له غيب خبر نه يم. گورئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ نه يوازي دا خبره اعلانوي چي په غيب نه پوهېږي بلكي دلائل ئې هم وړاندي كوي.
د شرك او له توحيد د انحراف پيل او بنسټ؛ په دوو غلطو باورونو ودرېدلى: 1- له الله تعالىٰ پرته بل ته د غيب علم منسوبول او 2- او بل ته د عالم په چارو كي د واك منسوبول؛ په دغه آيت كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ويل شوي چي دا دواړه غلط باورونه نفي كړي او خلكو ته ووايي: په غيب نه پوهېږم او د عالم په چارو كي دومره واك او اختيار هم نه لرم چي ځان ته كومه گټه ورسوم يا كوم ضرر دفع كړم؛ مگر همغه چي الله تعالىٰ غوښتي.
قرآن فرمايي: په زمكي او آسمانونو كي له الله تعالى پرته هيڅوك په غيب نه پوهېږي؛ او په دې هم نه پوهېږي چي كله به بيا راژوندي كېږي. حتى د جبرئيل عليه السلام په څېر مقربه فرشته هم.
قُلْ لا يَعْلَمُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ الْغَيْبَ إِلا اللَّهُ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ 65 النمل 65
پيغمبر عليه السلام د ځان او خپلي كورنۍ غړو لپاره زكات او صدقات اخيستل تحريم كړي؛ يوازي د تحفې اخيستل ئې جائز كړي او هغه هم داسي چي يا به تحفه وركوونكي ته د ده تر تحفې ښه شىء وركوي او يا لږ تر لږه د هغه تحفې ته ورته شىء.
د دې قرآني لارښوونو په رڼا كي كولى شئ؛ هغه صالح مرشد او لارښود تشخيص او غوره كړئ چي د متابعت او ملگرتيا وړ وي او الله تعالى پرې راضي كېږي او د ټگمارو په دام كي له لوېدو وژغورل شئ.
دعاء كوو چي الله تعالى د صالحانو ملگرتيا راپه برخه كړي او د ټگمارانو په لومو كي له پرېوتو مو وژغوري. آمين
سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ
