No-IMG

حکمتيار: د مجاهد ورور اسد الله هارون آزادي دې ټولو اسلامپالو او مجاهدو افغانانو ته مبارک وي

د ګوانتانامو له وحشتناك زندان؛ د هېواد د اصيل بچي او د استقامت او ثبات مجسم  انځور؛ ښاغلي اسدالله هارون آزادي دې ټولو اسلامپالو او مجاهدو افغانانو ته مبارك وي؛ په ځانګړې توگه د هغه درنې، مُجاهد پالي او صابري کورنۍ او په عموم کي د ګران هېواد ټولو آزادو، مؤمنو، مُجاهدو او مېړنيو ولسونو ته.

ښاغلي اسد الله هارون د عمر ۱۵کلونه؛ له خپل دين او هېواد د دفاع په جرم؛ د ګوانتنامو په کرغېړن زندان کي تېر کړل او د دې جهنمي زندان ټول وحشيانه او غير انساني تعذيبونه ئې په پوره متانت، شهامت او صبر سره وزغمل؛ دى په داسي حال كي تر نورو وروسته آزاد شو چي نور زندانيان؛ د القاعده او داعش په شمول؛ كلونه وړاندي آزاد شوي وو؛ هغه په خپل ثبات او استقامت سره؛ د ټولو آزادي‌خوښو او اصيلو افغانانو په استازيتوب؛ إشغالګرانو او د هغوی لاسپوڅو ته ثابته کړه چې افغانان له خپل دين د دفاع او د خپل هېواد د آزادۍ لپاره د هر قيمت پرې کولو ته چمتو دي، خو د يوې شېبې له‌پاره هم اسارت او د خپلواکۍ سلبېدل نه‌شي زغملی؛ د حزب اسلامي افغانستان رهبري مقام او همدا راز د ح‌اا ټول خدای‌پال او مؤمن مجاهدين او مُخلص منسوبين د اتل هارون پر دې ستري اتلولۍ د وياړ احساس کوي او له الله تعالى هغه ته د ايمان په لار كي د مزيد ثبات او استقامت دعاء كوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک