No-IMG

ورک یوسف دې بیا له غمه لرې وي!

وجيح ظهير

 

سهار پر وخت د ورک یوسف د را پیداکېدو او را خوشې کېدو زېری له شک پرته خوږ او خوندور دی.

اسدالله هارون(د ګوانتانامو د کرغېړن زندان پنځلس کلن بندیوان) بلا تشبیه د دې عصر یوسف او سپین ږیری، د اولاد په غم پر ملا کړوپ، دردېدلی او زورېدلی پلار(حاجي صیب عبدالغفار) یې یعقوب دی.

الله ج شاهد دی، څو ورځې دمخه مې د همدغه مظلوم انسان په اړه فکر کاوه، مال ربه تاته خو اسانه ده. ته یې کولای شې. دغه درنه او پتمنه کورنۍ نوره مه دردوه. نور یې د صبر او د کړاو ازموینه مه اخله. سپین ږیري پلار او سپین سرې مور ته یې د زړه او د جګر ټوټه ور ورسوه. هغه لورکۍ چې د پلار پر فراق له کمکیتوبه اوښکې تویوي او اوس په پېغلتوب کې د پلار خوږه غېږه او د شفقت لاسونه غواړي، مه نا هیلې کوه. هغه مشر ورور چې ښی لاس او بازو دې ترې اخیستی، نور مه غمجنوه. هغه دوستان چې د بندیوان یوسف په اړه یې لاسونه ستا پاک دربار ته لپه کړي او آزادي یې غواړي، بېنوا یې مه پرېږده او...

دا چې د خالق تعالی هېڅ کار له حکمته خالي نه دی، ویې غوښتل چې دې امت کې هم د خپلو خوږو استازو او پیغمبرانو تاریخ تکرار کړي. اراده یې وکړه چې موږ ته څرګنده کړي چې له هرې تیارې وروسته رڼا وي. له هرې سختۍ وروسته راحت وي او له هر خفګان وروسته خوښي وي.

نو؛ دغه رڼا، دغه راحت او دغه خوښي دې موږ ټولو ته مبارک وي.

 په سترګو رنځور، په ملا کړوپ او سپین سري والدین یې باقي غمجن مه شه. صابره مېرمن، معصومه لورکۍ او دردېدلی مشر ورور یې بیا کله دردمن او خفه مه شه. مظلوم هارون دې دوی او دوی دې پروردګار ده ته ژوندي او خوښ لري. هر هغه چا چې په دې خلاصون کې هر رنګ هڅه کړې وي، د هغوی دې هم اجرونه په برخه شي.

''ظهیر''

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک