زمونږ د ټولنې جهالت او پيران
بلينډه بدرۍ
زمونږ د ټولنې د جهالت او د غلامۍ شناخت د پیر په وډیوګانو کې ښه ثبوت دی .
لورکۍ مې ویل چې دا پیر څوک دی څومره کتابونه یې لیکلي دین ته یې تراوسه څه کړي ؟
ما وویل چې پیر ، سید او بلها نور منصبونه د انګلستان ایجاد دی ددوی په واسطه یې خپل ډیر پلانونه او جنګونه ګټلي .
لورکۍ وویل چې دداسې پیرانو وژل خو ضروري دي تر څو اسلام یې له شره خلاص شي .
ما ویل یو پیر که ووژنې زوی به یې له هغه هم زیات محبوب پیر شي تر څو چې د مریدۍ جهالت په خلکو کې موجود وي دا سلسله به روانه وي .
لورکۍ ډاډه وویل ، شکر اوس خو افغانستان کې اسلامي شریعت راغلی هغوی به سزا ورکړي .
ما ورته مسکۍ ورغبرګه کړه چې
نني اسلامي نظام کې حتا وزیران ، والیان هم د همداسې پیرانو ښه کلک مریدان دي .
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
