No-IMG

اوميګا پرو ، او د اسانه ګټي تلوسه او هوس

دوکتور عمر عماد

 

ما پروسږ کال د اوميګا پرو په هکله يوه ليکنه کړي وه چه ، زه د اوميګا پرو په هکله دومره معلومات نه لرم چه د روا او يا ناروا حکم پري وکړم.

خو په ټوله کي هغه کاروبار چه غربي ريښه لري د شبهي نه خالي نه دي .

هغه څه چه په اوميګا پرو کي معامله د شرعي اړخه د سوال لاندي راولي هغه عموما ما ته دوه موضوعات ښکاري ، اوله دا چه ځما د معلوماتو له مخي دغه شرکت کوم حکومتي اجازه نه لري او نه يي داسي کوم ثابت حقوقي مرجع شته چه ددعوی او اختلاف په حالت کي هغي ته مراجعه وشي .

دوهمه دا چه : د مضاربت يو مهم شرط دا دي چه د کاروبار مجال به يي روا وي ، او فکر نه کووم چه ددي شرکت کوم افغان ګډونوال ته معلوم وي چه ايا هغه حلال دي او که حرام.....

نن سبا د اوميګا پرو دلالانو دا موضوع بيا ګرمه کړي ده . او ددوي دوه کسانو راته وويل چه د اوميګا پرو دفعاليت او کاروبار ساحه (فاريکس) دي چه په عربي کي ( التجارة في العملات) ورته وايي.

 که رښتيا هم همداسي وي لکه دوي چه ويلي دي ، نو دغه خبر داري راته اړين ښکاره شو:

په جده کي د اسلامي فقهي نړيوالي ټولني چه د اسلامي همکارئ دهيوادونو يوه څانکه او د امت په کچه د عصري مسائلو د احکامو مهم مصدر دي ، څو کاله وړاندي په فاريکس کي د تعامل د‌عدم جواز پريکړه کړي ده. همدا راز د مصر دار الافتاء يي هم د عدم جواز فتوی ورکړي ده .

اوس نو د هر چا خپل کار ، چه ګډون پکي کوي او که نه .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

سلمان

اصل کښې دليل ته مونږ حاجت لرو تاسو وويل چه فاريکس نا رواه نو دا څنګه نا رواه دی تفصيل ددی اوکړئ دويمه خبره داده چه ددی کاروبار صرافي ده او صرافي جايز ده

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک