د کرپټوکرنسۍ مارکیټ کاروونکو ته!
اسد مبارز
له تېرو اوو ورځو راهیسې بټکواین د تیرو دوو کلونو په اوږدو کې په بې سابقې ډول ولوېد؛ همدا اوس یو بټکواین له 22600 ډالرو هم لوېدلی او د مارکیټ له اوسني وضعیت ښکاري چې لا پسې وغورځېږي. دلیل یې د امریکا د مرکزي بانک له لورې د سود نرخ زیاتول دي چې د انفلاسیون د کنټرول يه موخه یې کړی دی.
له بل پلوه بایننس (Binance) اعلان وکړ چې تیتر (USDT) له خپل لیست څخه په 17 جون وباسي. د مارکیټ وضعیت ته په کتو تاسې ته څو مشورې لرو:
لومړۍ دا چې خپل ټوله سرمایه مو که په تیتر ساتلي وي، سمدلاسه یې BUSD ته تبدیل کړئ.
دویم؛ که چیرې مو سرمایه ګذاري کړې وي او تاواني یاست نو فعلاً یې وساتئ تر څو د نرخ په بیرته لوړېدو یې خرڅ کړئ. تر هغې چې خرڅ یې نکړئ تاوان حقیقي نه دی.
دریم؛ که چیرې مو سرمایه ګذاري نه وې کړې نو لومړۍ مو سرمایه پر Busd تبدیل کړئ، تحلیل دادی چې بټکواین تر 18000 پورې وغورځېږي او طبیعي ده چې بټکواین سره نور کواینونه او ټوکنې هم لوېږي نو بیا یې د سرمایه ګذارۍ غوره وخت دی.
