مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د کاپيسا ولايت، تګاب ولسوالۍ له مشهور جهادي قومندان ښاغلي بختيار، د هلمند ولايت له دوه تنه ديني عالمانو مولوي عبدالحکيم او ښاغلي مولوي عبدالحليم، د ننګرهار ولايت له مشهور داعي او جهادي شخصیت قاري صيب مؤمن او همدا راز د ملک حکيم جان په مشرۍ د کابل ولايت له يو شمېر قومي او جهادي مشرانو سره وکتل.
په دغو کتنو کې پر يو لړ بېلابېلو سياسي او إجتماعي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
قدرمن مشر د يادو مشرانو ځينو پوښتنو او اندېښنو ته په پام سره وويل: په ټوله کې وضعيت ښه دی، الحمدلله لوی لوی آرمانونه مو ترسره شول، الله تعالیٰ زموږ د مُجاهد او غيور ملت پر لاس په تېره نيمه پېړۍ کې درې ستر او مغرور زبرځواکونه مات کړل، ناټو، امريکا او شوروي اتحاد پر زوال محکوم شول، په دې هيله چې الله تعالیٰ د يادو قربانيو په بدله کې يو واقعي اسلامي نظام حاکم کړي او تېرې ترخې تجربې بياځل تکرار نهشي.
✒: مولوی مهدی قوماندان محلی طالبان در بلخاب سرپل از حکومت مرکزی ناراض است.
مولوی مهدی که از مدتهای زیاد بدینسو بحیث قوماندان محلی طالبان در بلخاب ولایت سرپل فعالیت میکرد درین اواخر با مرکز مخالف گردیده است.
گفته می شود که حکومت مرکزی چندین بار هیاتی را برای گفتگو با مولوی مهدی فرستاده است اما این هیات ها بدون نتیجه برگشته اند.
بر اساس گزارش ها، اگر اینبار گفتگوها میان دوطرف نتیجه ندهد، ممکن امارت اسلامی برضد وی عملیات نظامي انجام دهد.
مولوی مهدی قبلا به حیث رییس استخبارات بامیان اجرای وظیفه می کرد که بعدا از کارش برکنار شد.
از سوی دیگر بلال کریمی معاون سخنگوی امارت اسلامی از نارضایتی مولوی مهدی قوماندان محلی طالبان در ولسوالی بلخاب ولایت سرپل ابراز بی خبری می کند.
✒: امنیتي ځواکونو د یکشنبې په شپه د کابل په بګرامیو کې د داعش ډلې یو مهم قوماندان وژلی او یو بل تن یې نیولی دی
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وايي امنیتي ځواکونو د داعش ددغه مهم قوماندان پر کور عملیات کړي چې په ترڅ کې یې نوموړی قوماندان وژل شوی او درې نور یې ژوندي نیولي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې وژل شويو او نیول شویو داعشیانو ته د خوارجو خطاب کړی او ویلي دي، چې همدغه کسان په جوماتونو، تکیه خانو او مذهبي ځایونو کې بریدونه کوي او د برېښنا پایو په الوزولو کې دخیل دي.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای سره لیدلي دي.
د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وايي، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او سیمې په حالاتو او د افغانستان او ترکیې پر تاریخي او دوستانه اړیکو خبرې کړې دي.
✒: د خوست ولایت د موسی خېلو او قلندر ولسواليو په غرونو کې د لګېدلي اور لمبې بیا تازه شوې او د سیمې د اوسېدونکو په وینا شاوخوا ۲سوه ځوانان له تېرې شپې راهیسې ددې اور په کابو کولو لګیا دي.
✒: د اسلامي امارت د رياستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال ددې ولایت د ملي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه لیدنه کړې ده.
✒: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د ماشومانو د ژغورنې موسسې د نړیوالو پروګرامونو له رئیسې نورا اینګدال او مل پلاوي سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې ستانکزي، اینګدال ته د اسلامي امارت لخوا د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی دی.
✒: د افغانستان د ا.ا د ریاست الوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي، چې ا.ا د شهيدانو د وينو او قربانيو په پايله کې جوړ شوی او ساتل يې هم د جهاد په څېر فرض دي.
✒: د ننګرهار ، سپین غر په عثمان ناو ساحه کې اور لګېدلی.
✒: کابل: د سید احمد سیلاب خیریه بنسټ ۷۰ ځوانانو ته دسته جمعي د ودونو مراسم پر ځای کړل.
✒: د جوزجان افغان ترک ښوونځي زده کوونکو د ۳۴ هیوادونو تر منځ د تایلنډ په کوربه توب د ساینسي علومو د انلاین سیالۍ اتلولي وګټله.
✒: هلمند ـ ګرمسېر: یو کس خپله مېرمن او درې کلن زوی ذبح کړی او تښتېدلی.
✒: اوکراین برخی تسلیحات سنگین از ناتو طلب میکند.
میخائیل پودولیاک، مشاور دفتر رئیس جمهور اوکراین اعلام کرد که برای پایان دادن به جنگ با روسیه به سلاحهای سنگین نیاز دارند و آنها را از ناتو طلب خواهند کرد.
✒: هشدار اسرائیل به شهروندان خود بهدلیل تهدیدهای ایران.
یائیر لاپید، وزیر امور خارجه اسرائیل از طریق شبکههای اجتماعی اعلام کرد: بهدلیل اقدامات ایران برای انجام حمله تروریستی علیه اسرائیلیها، از شهروندانمان میخواهم به استانبول و ترکیه سفر نکنند.
✒: بایدن: زلنسکی به هشدارهای ما درباره احتمال حمله روسیه توجهی نکرد.
جو بایدن، رئیسجمهور آمریکا گفت: ولودیمیر زلنسکی، رئیسجمهور اوکراین نخواست به هشدارهای سازمان اطلاعات ایالات متحده در مورد احتمال حمله روسیه به اوكراین توجهی كند.
✒: اردوغان: (گاز طبیعی دریای سیاه) در سه ماهه اول سال 2023 روزانه 10 میلیون متر مکعب گاز طبیعی که در فاز اول تولید خواهد شد را به سیستم انتقال ملی خود وارد میکنیم.
با آغاز استفاده گاز طبیعی (دریای سیاه) از سه ماهه نخست 2023 در منازل، از یک مرحله روانی مهم دیگر عبور خواهیم کرد.
✒: د متحده ایالاتو د سنا يوې شل کسيزې ډلې هوکړه کړې چې د وسلو د کنټرول نوې لايحې ته به د تاييد رايه ورکوي. دې ډلې دغه راز ويلي چې د امنيتي تدابيرو د سختولو او ذهني روغتيا د خونديتوب لپاره به د بودجې د ډيرولو هڅه هم وکړي.
✒: اندریس وان برانت، سفیر اتحادیه اروپا برای افغانستان، ماموریت دیبورا لاینز در افغانستان را پر دستاورد خواند و گفته است، که در شرایط سختی مبارزه کرده است.
برانت افزوده است، که لاینز در بخش وضعیت بشری، آموزش دختران و کار زنان در افغانستان جدی کار کرده است.
