No-IMG

ورور حکمتيار د هېواد له علماؤ، داعي او جهادي مشرانو سره وکتل

دوشنبه؛ د جوزا ۲۳مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د کاپيسا ولايت، تګاب ولسوالۍ له مشهور جهادي قومندان ښاغلي بختيار، د هلمند ولايت له دوه تنه ديني عالمانو مولوي عبدالحکيم او ښاغلي مولوي عبدالحليم، د ننګرهار ولايت له مشهور داعي او جهادي شخصیت قاري صيب مؤمن او همدا راز د ملک حکيم جان په مشرۍ د کابل ولايت له يو شمېر قومي او جهادي مشرانو سره وکتل.

په دغو کتنو کې پر يو لړ بېلابېلو سياسي او إجتماعي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

قدرمن مشر د يادو مشرانو ځينو پوښتنو او اندېښنو ته په پام سره وويل:

په ټوله کې وضعيت ښه دی، الحمدلله لوی لوی آرمانونه مو ترسره شول، الله تعالیٰ زموږ د مُجاهد او غيور ملت پر لاس په تېره نيمه پېړۍ کې درې ستر او مغرور زبرځواکونه مات کړل، ناټو، امريکا او شوروي اتحاد پر زوال محکوم شول، په دې هيله چې الله تعالیٰ د يادو قربانيو په بدله کې يو واقعي اسلامي نظام حاکم کړي او تېرې ترخې تجربې بياځل تکرار نه‌شي.

نوموړي زياته کړه:

فعلاً د دې امکانات ډېر کم دي چې اشغالګر دې مستقيماً بيا د راتلو هڅه وکړي، د نوموړي پر وينا؛ که څه هم د خپلو مفسدو لاسپوڅو پر مټ به دلته او هلته غلچکي بريدونه وکړای شي، خو په ټوله کې د هغوی مستقيمه مداخله له امکان لرې برېښي.

نوموړي دا هم وويل:

په هېڅ صورت بايد إجازه ور نه‌کړئ او په ټول توان هڅه وکړئ چې پخواني مفسدين بېرته را نه‌شي، ټول ورونه بايد په خپلو سيمو او مناطقو کې د ستونزو او تهديداتو دفع وکړي او له حکومت سره مرسته وکړي څو مفسدين او د پرديو لاسپوڅي بيا د تحرک او مشکل ايجادوو فرصت ترلاسه نه‌کړي.

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير هيله څرګنده کړه چې ګوندې الله تعالیٰ فضل وکړي او افغانان له دې پر ټپه ولاړ حالت او مرحلې هم په خير سره تېر شي. د نوموړي پر وينا؛ که څه هم ستونزې شته، خو انتظار او حوصله به کوو، او باور به ساتو چې رڼا به راځي، او موږ به إن شاء الله د يو آرام، سوکاله او ټول‌منلي نظام او افغانستان شاهدان واوسو.

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک