No-IMG

د حکمتيار صاحب لسم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يک‌شنبه؛ د جوزا ۲۲مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

 

(د قرآن قَسَمُونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د أمير لسمه درسي مُحاضره د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼ‌شمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.

د نوموړي نننئ درسي مُحاضره د سورة البلد او سورة الشمس د قسمونو پر توضيح ور ټوله وه او وئې ويل:

په يادو سورو کي راغلي قسمونه د دي مُدعیٰ د إثبات لپاره څرګند دليل دی چي:

(له ستونزو او كړاوونو سره مواجه كېدا؛ د الله له رعايت د محروميت نښه نه ده؛ دا عام الهي سنت دئ).

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

د البلد د مباركي سورې په لومړي آيت كي قسم په دې صيغه راغلى:

لَآ أُقۡسِمُ بِهَٰذَا ٱلۡبَلَدِ ١

نه؛ قسم مى په دې ښار.

وَأَنتَ حِلُّۢ بِهَٰذَا ٱلۡبَلَدِ ٢

په داسي حال كي چي دې ښار كي ته حلال گڼلى كېږي!

وَوَالِدٖ وَمَا وَلَدَ ٣

او قسم مى په هر پلار او هغه چي زېږېدلى

د قسمونو ځواب دا دئ:

لَقَدۡ خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ فِي كَبَدٍ٤

يقيناً چي انسان مو په كړاو كي پيدا كړى

 

نوموړي د پورتنيو قسمونو او ځواب له تشريح وروسته وويل:

دلته څو خبرو ته پام وكړئ:

الف•        كه د دې سورې ټول آيتونه له نظره تېر كړئ نو متوجه به شئ چي په (هذالبلد يعني مكه مكرمه) او (هر پلار) او (هر زوى) لوړه شوې، يعني د مكې مكرمې په تېر تاريخ او پر هر پلار او هر زوى تېر شويو كړاوونو استشهاد شوى او د دې مطلب د اثبات لپاره وړاندي شوي (له ستونزو او كړاوونو سره مخامخېدل يو طبيعي بهير دئ او الله تعالى انسان داسي پيدا كړى چي خامخا به له ستونزو سره مخامخ كېږي)؛ بيا هغه مغرور او متكبر انسان ته خبردارى وركوي چي خپل زور ځواك مغرور كړى، گمان كوي دومره ځواكمن دئ چي هيڅوك پرې برلاسه كېدى نه شي او په ډېر غرور او مستۍ سره وايي: د پيغمبر عليه السلام او د ده د دعوت په خلاف مي ښه ډېر مال دولت مصرف كړى! او د قرآن له بيان معلومېږي چي دا قسمونه او ځواب ئې د همدې مغرور انسان په ارتباط راغلي او هغه ته وايي: گمان مه كوه چي الله تعالى درنه غافل دئ، ستا د كړنو څارنه نه كوي او د ظلم او تېري سزا به درنكړي. او بيا د دې مهم او اساسي مطلب د اثبات لپاره چي (د انسان رب، بصير او د ده د عملونو شاهد او ناظر دئ، حتماً به ئې د ټولو كړنو په اړه قضاوت كوي)؛ په داسي ډېر مضبوط او ډېر څرگند دليل استناد كوي چي هيڅوك ترې انكار نه شي كولى؛ د انسان خپلي سترگي او د ليدو استعداد؛ د دليل په توگه وړاندي كوي او فرمايي: ستا دا دواړه سترگي شهادت وركوي چي ستا پيدا كوونكى رب حتماً (بصير) دئ او ستا د ټولو كړنو شاهد، دا ځكه چي د (مخلوق هر صفت) د دې نښه ده چي (خالق) ئې حتماً په دغه صفت په بشپړه او اكمله توگه متصف دئ؛ ورپسې په انسان كي د تكلم په صفت او د ده په ژبي او دوو شونډو استناد كوي او فرمايي: ستا رب هم حتماً د تكلم په صفت متصف دئ او خامخا به ستا د عملونو په اړه پرېكړه كوي او ستا د كړنو، عزائمو، عقائدو او افكارو په اړه به قضاوت كوي. د انسان په وجود كي د (ښه او بد) په اړه د ده په هغه احساس او قضاوت استناد كوي چي ښه ورته ښه ښكاري او خوښوي ئې او بد ورته بد ښكاري او كركه ترې لري، نېكي ورته معروف برېښي، منل شوى او پېژندل شوى حقيقت ئې بولي او له خپل فطرت سره ئې آشنا گڼي، خو بدي ورته منكر ښكاري، كركجنه ئې گڼي او د خپل فطرت منافي ئې بولي، له ښو دفاع كوي او له بدو كركه لري، كه دوه انسانان د نښتي په حال كي وگوري، يو ئې ظالم بل ئې مظلوم، غواړي د مظلوم مرسته وكړي او ظالم په خپل ځاى كښېنوي، په ده كي دا د (قضاوت مَلَكَه او استعداد) د دې نښه ده چي د ده (پالونكى او پيدا كوونكى) رب؛ هغه چي ده ته ئې دا استعداد وركړى؛ هغه به هرومرو په دغه صفت متصف وي، حتماً به د انسان د عملونو په اړه قضاوت كوي، د مظلوم لاس نيوى به كوي او ظالم ته به سزا وركوي. بيا فرمايي: دغه غولېدلى انسان د دين لار له دې كبله غوره نه كړه چي گرانه او له لوړو ژورو ئې ډكه ومونده، له گږلېچونو او كړاوونو ئې ووېريدو، هغه صبر، ثبات، زغم او د قربانۍ جذبه چي په دې لار د تلونكو لپاره ضروري ده، هغه ئې په خپل ځان كي ونه ليده، خپل وزرونه ئې له دې دنگو دنگو غرونو د اوړېدو لپاره وړ او جوگه ونه موندل، دين دى د مظلومانو د آزادۍ په لار كي مبارزې ته بللو، د خپلوان يتيم او محتاج مسكين مرستي ته ئې هڅاوو، هغه هم د سختي قحطۍ په كال كي او هغه وخت چي دى په خپله له سختي لوږي سره مخ وي، د بې وزلي او مظلوم انسان په اړه ئې ترحم او زړه سوي ته بلنه وركوله؛ ده ته په دې لار تگ او د عظمت او عزيمت دغو لوړو څوكو ته رسېدل گران وبرېښېدو؛ نو له انتخاب ئې ډډه وكړه. اړوند آيتونه ئې او ژباړه ئې دا ده:

أَيَحۡسَبُ أَن لَّن يَقۡدِرَ عَلَيۡهِ أَحَدٞ ٥ يَقُولُ أَهۡلَكۡتُ مَالٗا لُّبَدًا ٦ أَيَحۡسَبُ أَن لَّمۡ يَرَهُۥٓ أَحَدٌ ٧

آيا داسي انگېري چي هيڅكله به څوك پرې برلاسى نه شي؟ 6- وايي: ډېر مال مي تباه كړ! آيا داسي انگېري چي هيچا ليدلى نه دئ؟

أَلَمۡ نَجۡعَل لَّهُۥ عَيۡنَيۡنِ ٨ وَلِسَانٗا وَشَفَتَيۡنِ ٩ وَهَدَيۡنَٰهُ ٱلنَّجۡدَيۡنِ ١٠

آيا ده ته مو دوې سترگي ورنكړې؟ او يوه ژبه او دوې شونډي؟ او ده ته مو ونښودې دوې لاري؟

فَلَا ٱقۡتَحَمَ ٱلۡعَقَبَةَ ١١ وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلۡعَقَبَةُ ١٢ فَكُّ رَقَبَةٍ ١٣ أَوۡ إِطۡعَٰمٞ فِي يَوۡمٖ ذِي مَسۡغَبَةٖ ١٤ يَتِيمٗا ذَا مَقۡرَبَةٍ ١٥ أَوۡ مِسۡكِينٗا ذَا مَتۡرَبَةٖ ١٦ ثُمَّ كَانَ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَتَوَاصَوۡاْ بِٱلصَّبۡرِ وَتَوَاصَوۡاْ بِٱلۡمَرۡحَمَةِ ١٧

وئې نه دانگل دغي سختي لار ته. څه يې ته پوه كړى چي دا سخته لاره څه ده؟ د غاړو پرانيستل (يعني د غلامانو آزادول)؛ او د لوږي په ورځ؛ وركړه د طعام: د خپلوۍ خاوند يتيم ته؛ يا په خاورو سپېره شوي كوم مسكين ته. بيا له ډلي د هغوى شي چي ايمان ئې دئ راوړى او په صبر او زړه سوي باندي ئې كړې سپارښتنه.

 

ب•          ځيني گمان كوي چي په (لَآ أُقۡسِمُ) كي تر قسم مخكي "لا" اضافي ده او مراد ئې قسم كول دي؛ او ځيني نور وايي چي دا د قسم د نفي لپاره ده؛ په دې معنى چي لوړە نه كوم، دا دواړە توجيهات كمزوري دي، په قرآن كي نه اضافي څه شته او نه كم او دا دوهمه توجيه خو تر دې هم ډېره كمزورې او خرابه چي د غير ضروري خبري له كولو سره ئې مترادف كوي؛ كه معنى ئې دا وي چي په دې ښار لوړە نه كوم نو د دې خبري د كولو گټه څه شوه؟!! غوره او دقيقه توجيه دا ده چي په دې "لا" سره د مخاطب وينا او دعوى رد شوې او د ده د ذهنيت له ردولو وروسته؛ مختصر مكث دئ او بيا ويل شوي چي په دې ښار مې قسم، يعني داسي نه ده چي تاسو ئې انگېرئ؛ دا د مكې ښار او هر زوى او پلار په دې شهادت وركوي چي الله تعالى انسان له كړاوونو او ستونزو سره جوخت پيدا كړى؛ هم ښه انسان ورسره مخامخ كېږي او هم بد. د قرآن په ډېرو ځايونو كي كلام په "لا" او "فلا" سره پيل شوى، د دې مثالونه مو په مخكنيو درسونو كي وړاندي كړل؛ په انساني محاوره كي هم د دې شاهد يو چي معمولاً انسان د خپل مخاطب خبره په (لا) او (نه) سره ردوي او ورپسې خپله خبره كوي.

بايد وگورو چي د دې خبري معنى څه ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ويل شوي: "ته په دې ښار كي حلال يې"؟ معنى ئې دا ده چي: د مكې په دې ښار كي چي د "بيت الله الحرام: د الله محترم كور" محدوده ده، جنگ پكي حرام دئ، په دې كي خلك د خپل پلار له قاتل هم د غچ اخيستو هڅه نه كوي، د بوټو او ونو له شكولو ئې ډډە كوي، د ځناورو او حشراتو له وژلو هم ځان ساتي، ښكار پكي حرام گڼي، د هر چا او هر څه حرمت پكي ساتل كېږي؛ خو اي پيغمبره!! دلته ستا هتك حرمت، له تا سره دښمني او مخالفت، ستا د يارانو تعذيب او وژنه، نه يوازي جائز گڼل كېږي بلكي د ثواب كار ئې شمېري!! ټول د "حرمت" په "حريم" كي دي، خو ته له حرمت محروم او حلال!! كه د سورې په متن كي او د قسمونو او ځواب تر منځ ارتباط ته لږ ځير شو نو په دې خبري پوهېدا راته آسانه كېږي چي له "أَنت حِلُّ بهَذَا الْبَلَد" مراد همدا مطلب دئ.

په درېيم آيت كي "والد" او "ما ولد" د نكيره په صيغه راغلي او معنى ئې هر پلار او هر زوى دئ؛ نه خاص پلار او زوى.

له قسمونو وروسته ويل شوي:

لَقَدۡ خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ فِي كَبَدٍ ٤

بى شكه چي انسان مو په كړاو او محنت كي پيدا كړى.

دا د مخكنيو قسمونو ځواب دئ، بايد وگورو چي دا قسمونه څه مطلب افاده كوي او څنگه د دې ادعاء په حقانيت شهادت وركوي چي "الله تعالى انسان په محنت او مشقت كي پيدا كړى" او پر "هذا البلد" او "والد و ما ولد" د لوړي او ځواب تر منځ ئې څه رابطه ده؟

 

قدرمن مشر پورتنيو مطرح شويو پوښتنو ته د ځواب په اړه وويل:

په دې خبرو د پوهېدو لپاره دغو نقاطو ته توجه وكړئ:

1.            هغو خلكو چي له پيغمبر عليه السلام او د ده له دعوت سره ئې مخالفت ته ملا تړلي وه، خپل ټول زور، ځواك،  وسائل او امكانات ئې د دې الهي نهضت د مقابلې لپاره كارول، د پيغمبر عليه السلام ياران ئې د مكې په وادي، دا د الله تعالى د كور حرم كي؛ تر شديد تعذيب او ځورونو لاندي نيولي وو؛ ويل به ئې: په دې خبري څنگه باور وكړو چي محمد صلى الله عليه و سلم د خداى پيغمبر دئ؛ د ټولو ملائكو مطاع جبرئيل د الله له لوري ده ته د الهي وحي قاصد دئ، دا ادعاء كوي چي لار ئې حقه او الله ئې مل دئ!! پداسي حال كي چي دى او ياران ئې له دغو سختو كړاوونو او ستونزو سره مخامخ دي، په هر گام مصيبتونه او ابتلاءات ورته منتظر؛ تعذيب كېږي، له ملك شړل كېږي او وژل كېږي!! دا ولي د ده خداى د ده مرسته نه كوي؟ ولي ملائكي د ده مرستي ته نه راځي؟ ولي د ده مخالفين د الله په عذاب نه اخته كېږي؟ الله تعالى په همدې سورې كي او د دغو قسمونو په استناد؛ دوى ته دا ځواب وركوي: له كړاوونو او ستونزو سره مخامخ كېدل يو ثابت الهي سنت دئ، الله تعالى انسان داسي پيدا كړى چي خامخا به د راز راز محنت او مشقت له كږلېچونو تېرېږي، لوړي ژوري به گوري او كړاوونه به گالي؛ له مصيبتونو سره د چا د مخامخ كېدو معنى دا نه ده چي هغه د الله له تأييد محروم او لار ئې ناسمه ده!! تاسو سخته اشتباه كړې چي دا انگېرنه مو د خپلو قضاوتونو لپاره ملاك او معيار گرځولى، مگر د دې ښار د جوړېدو له قصې خبر نه ياست؟ دا ستاسو د ستر جد؛ ابراهيم عليه السلام؛ په لاس جوړ شوى؛ د خداى خليل؛ هغه چي په خپل ملك؛ عراق كي د اور په كنده كي غورځول شوى وو؛ پلار په رجم كولو گواښلى وو، له وطن شړل شوى وو؛ خپله ناتوانه مېرمن؛ هاجر او خپل وړوكى تى خور ماشوم زوى؛ اسمعيل عليه السلام ئې په دغي سوځنده وادي كي هغه وخت يوازي پرېښودل چي نه پكي د څښاك اوبه وي، نه ونه او بوټي، نه سيورى، نه حيوان او انسان؛ وېروونكې وچه دره او سپيره ډاگ؛ دواړە ئې د الله په حكم دلته يوازي پرېښودل؛ څومره ستره ابتلاء، هم پلار ته او هم مور او زوى ته!! څومره سختي ورځي پرې راغلې؟ دا ښار د ده او د ده دغه زوى په لاس جوړ شوى؛ كه ابراهيم عليه السلام دا د كعبې معمار او زوى ئې اسمعيل ذبيح الله؛ هغه دوه ستر شخصيتونه چي تاسو اي قريشو! ځان ورته منسوبوئ او په دې انتساب فخر كوئ؛ كه دوى له داسي ابتلاءاتو سره مخامخ شوي او تاسو دا نه واياست چي ولي ستاسو پر اجدادو داسي سختي ورځي او آزمويني راغلې؛ نو د محمد عليه السلام په اړە ولي دا خبره كوئ؟ د پيغمبرانو د ابتلاءاتو قصې خو دا حقيقت ثابتوي چي دا يو ثابت الهي سنت دئ.

 

2.            د هر انسان د ژوند بهير ته پام وكړئ، كه پلار وي او كه زوى، د هر چا ژوند له لوړو ژورو ډك وي؛ كمزوى، ضعيف او محتاج دنيا ته راشي، بل ته په هر څه كي اړ، لاس پښي وهي، له يوه بل اړخ ته نشي اوښتي، بل څوك بايد د ده مرسته وكړي، خپله غذا په اوښكو، ژړا او چيغو تر لاسه كوي، چي له زمكي د ولاړېدو شي نو هر گام په ډېر زحمت پورته كوي، په هر قدم كي پر مخ لوېږي، له راز راز بيماريو سره د دوامداري مقابلې لړۍ ئې په مخ كي، دردونه او رنځونه، چي ځوان شي، د ژوند بهير ئې نوى پړاو پيل كړي او ستونزې ئې نوې بڼه او پيچلي ابعاد غوره كړي، له يوې نزاع لا نه وي فارغ شوى چي په بلي سر شي، يو مشكل ئې لا نه وي حل چي له بل سره مخامخ شي، له يوې بيماري روغ شي په بلي اخته، دغه دئ د انسان د ژوند حقيقي انځور؛ له ستونزو سره مخامخ كېدل ئې د ژوند طبيعي بهير، د الهي سننو مطابق او د ژوند لازمه. الله تعالى انسان داسي نه دى پيدا كړى چي تل به د گلانو د پاڼو په بستر څملي، الله د گل تر څنگ اغزي پيدا كړي، د خندا تر څنگ ژړا، د خوشحالي تر څنگ غم، د سوكالي تر څنگ ستونزې. دا ولي تاسو له دې كبله د رسول الله صلى الله عليه و سلم د رسالت په اړه شك كوئ چي دى او ياران ئې له آزموينو او كړاوونو سره مخامخ دي؟! د يو چا د تگلاري او دعوت په اړه قضاوت خو بايد د هغه د دريځ او تگلاري د څرنگوالي له مخي وي او دې ته په پام سره وي چي څوك؛ له كومو مواصفاتو او ځانگړتياوو سره د ده ملگرتيا كوي او څوك ئې مخالفت؛ ښه ئې ملگري دي كه بد؟ خلكو ته ئې پيغام سم دئ كه ناسم؛ عجيبه ده چي د ټولني د مفسدينو او جاهلانو د مخالفت له كبله؛ دى ملامتوئ او د ده دعوت او رسالت په اړه شك كوئ!!

 

دغه راز نوموړي د البلد سورې د قسمونو له توضیح او تفسير وروسته د

الشمس سورې پر قسمونو هم تفيصيلي بحث وکړ او زياته ئې کړه:

په ياده سوره کي راغلي قسمونه د دي مُدعیٰ (كه بريا غواړې خپل نفس تزكيه كړە) د إثبات څرګند دليل دی:

 هلته چي فرمايي:

وَٱلشَّمۡسِ وَضُحَىٰهَا ١

 قسم په دغه لمر او په غرمه ئې.

وَٱلۡقَمَرِ إِذَا تَلَىٰهَا ٢

قسم په دې سپوږمۍ چي شي ورپسې.

وَٱلنَّهَارِ إِذَا جَلَّىٰهَا ٣

قسم په دغي ورځ چي ئې څرگند كړي.

وَٱلَّيۡلِ إِذَا يَغۡشَىٰهَا ٤

 قسم په دغي شپې چي ئې راونغاړى تياره كي.

وَٱلسَّمَآءِ وَمَا بَنَىٰهَا ٥

قسم په دې آسمان او دغه رنگ جوړښت ئې.

وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا طَحَىٰهَا ٦

قسم په دغي زمكي او داسي خورېدا ئې

وَنَفۡسٖ وَمَا سَوَّىٰهَا ٧ فَأَلۡهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقۡوَىٰهَا ٨

قسم په دغه نفس او دا هسي سمېدا ئې. چي الهام ئې ورته وكړ د فجور او ځان ساتو ئې.

 

نوموړي د لا وضاحت لپاره وويل:

له لومړي آيت تر 8 پوري؛ په څو شيانو لوړە شوې او ورپسې ويل شوي:

قَدۡ أَفۡلَحَ مَن زَكَّىٰهَا ٩ وَقَدۡ خَابَ مَن دَسَّىٰهَا ١٠

بى شكه بريالى شو هغه چي پاك ئې كړلو؛ او بى شكه نامراد شو هغه چي وئې لړلو.

بايد وگورو چي د دغو قسمونو او ځواب تر منځ ئې څه ارتباط شته؟ دا قسمونه څنگه دا خبره ثابتوي چي: "هغه بريالى شو چي خپل نفس ئې تزكيه كړ او هغه نامراد شو چي ككړ ئې كړ"؛ ځواب دا دئ:

لكه څنگه چي د دې عالم حكيم خالق، ستا د زمكي د روښانه كولو لپاره داسي لمر پيدا كړى چي نه يوازي ستا د زمكي "كور" ته رڼا وركوي بلكي حرارت هم وركوي، د لمر له "حرارت" او "نور" پرته به ستا په تياره او سړې زمكي باندي ژوند ممكن نه وو، همدا راز ئې ستا د لارښووني لپاره ستا په نفس كي د سالم فطرت او حساس ضمير روڼ څراغ ايښى، داسي لارښود چي هم تا ته "فجور" درښيي او هم "تقوى"، ښه درته ښايسته او آشنا كړي او بد درته منكر او كركجن.

ته په آسمان كي گورې چي د "لمر" له پرېوتو سره سم سپوږمۍ راڅرگنده شي، دا سپوږمۍ چي د شپې نښه ده، نه له ځانه نور لري او نه حرارت، كه له سپوږمۍ ستا د زمكي په لور د نور پلوشي رادرومي، نو دا په خپله د دې نه دي بلكي د لمر وړانگي دي چي دا ئې د يوې آئيني په څېر زمكي ته منعكس كوي. كه لمر پرېووت سپوږمۍ راځي او د شپې راتگ اعلانوي، همدا راز كه ستا د ضمير څراغ خړ او مړ شو؛ نو نامراده شوې او تياره دي په برخه شوه.

ته ورځ گورې چي لمر راڅرگند كړي، ورځ د زمكي هغه حالت دئ چي لمر ته مخه كړي، په دې سره روښانه شي، رڼا او حرارت ئې په برخه شي، هر څه پكي ويښ شي، وده، حركت او خوځښت پكي پيل شي او ته شپه گورې چي لمر پټ كړي، شپه د زمكي هغه حالت دئ چي لمر ته شا كړي او په دې سره له نور او حرارت محرومه او تياره ئې په برخه شي، د خوځښت او حركت ځاى ركود او جمود ونيسي، ستا د "نفس" هم دغه حالت دئ؛ كه دي "تزكيه" كړ او پاك صاف دي وساتو، بريالى كېږې او كه دي "ولړلو" نو ناكام او نامراد به شې. كه تا د خپل نفس لمر "دا حساس ضمير" او "دا لارښود څراغ" روښانه كړ نو "رڼا"، "ژوندون"، "وده" او "بيداري" به دي په برخه شي او كه دي خړ او دپ كړ نو "تياره"، "خوب" او "ركود او جمود" به درته مخه كړي.

 

قدرمن مشر دا هم وويل:

دلته دې مطلب ته اشاره كول هم ضروري برېښي چي دا ولي قرآن د دې پر ځاى چي ووايي: د لمر په راتلو سره ورځ راځي او په تلو سره ئې شپه، برعكس وايي: ورځ لمر راڅرگند كړي او شپه ئې پټ كړي؟! د بيان په دغه اسلوب سره قرآن يوه داسي ستر حقيقت ته اشاره كړې چي انسان يوازي څو كاله د مخه په 19 پيړۍ كي پرې پوه شو. انسان مخكي په دې نه پوهېدو چي شپه او ورځ په اصل كي د زمكي دوه خاص حالتونه دي چي د زمكي په حركت پوري ارتباط لري، نه د لمر په حركت پوري، د زمكي حركت دئ چي كله د لمر د څرگندېدو باعث شي او كله ئې د پټېدو، د بيان دا دقيق اسلوب نه يوازي د قسمونو له ځواب سره ژور ارتباط لري بلكي له يوه ستر علمي حقيقت هم پرده اوچتوي. لكه چي د زمكي د شپې او ورځي باعث په خپله زمكه ده؛ كه لمر ته مخ كړي؛ روښانه شي او كه مخ ترې واړوي تياره شي؛ ستا د نفس د شپې ورځي باعث هم په خپله ستا نفس دئ؛ كه د رڼا لوري ته ئې مخه كړه روښانه كېږي او كه ئې مخ ترې واړولو تياره كېږي.

همدا راز ته په خپلي فضاء كي لوړ او اوچت آسمان گورې او تر خپلو پښو لاندي پرېوتې زمكه، ستا نفس هم دې ته ورته دوه حالته درلودى شي، يا به لوړ درومي يا به له زمكي سره نښلي، يا به د ارتقاء او رشد لار نيسي او عزت، رفعت او سرلوړي ته به رسي، يا به د ځوړ، سقوط، هبوط او پرېوتو لار غوره كوي او د ذلت او سپكاوي په كنده كي به پرېوځي.

 

نوموړی زياتوي چي:

قرآن په ډېرو نورو ځايونو كي هم دې ته ورته د زمكي په لوري دروند كېدل، په زمكي پسې نښتل او د هبوط او سقوط اصطلاحات هلته كارولي چي ذلت، رذالت او سپكاوى افاده كړي، ذلت ته غاړە ايښودل او په سپك ژوند د انسان رضايت تمثيل كړي او پورته تگ ئې د معنوي ارتقاء او روحي رشد لپاره كارولى.

په 5، 6 او 7 آيت كي د "مابنٰاها، ما طحٰها و ماسوٰها" په اړە د مفسرينو دوه رأيي زموږ مخي ته راځي چي دقيقه او ارجح ئې دا ده: په دې آيتونو كي "ما" مصدرى ده او د آيتونو ترجمه داسي ده: قسم په دې آسمان او داسي  جوړښت ئې؛ قسم په دغي زمكى او داسى خورېدا ئې؛ قسم په دغه نفس او داسى سمېدا ئې. د دې رأيي د ترجيح دلائل دا دي:

الف•        د كلام بلاغت او د آيتونو تر منځ نظم او ربط دا تقاضى كوي چي د مخكنيو او وروستنيو آيتونو په څېر دلته هم بايد په څرگندو شيانو لوړە شوې وي، لكه چي په نورو آيتونو كي په لمر او غرمه ئې، په سپوږمۍ چي په لمر پسي راشي، په ورځ چي لمر څرگند كړي، په شپه چي لمر پټ كړي، په آسمان او په زمكي لوړە شوې، په "مابنٰاها، ما طحٰها و ماسوّٰها" كي هم بايد څرگندو شيانو ته اشاره شوې وي، د قرآن اسلوب دا دئ چي "مشهود" او "ملموس" شىء د "غيب" او له سترگو پټو شيانو د اثبات لپاره شاهد راوړي.

 

ب•          كه "مَا" د "مَنْ" په معنى ونيول شي نو د قسمونو معنى به دا شي چي په ټولو كي په الله لوړە شوې؛ (مابنٰاها: هغه چي آسمان ئې جوړ كړى، ما طحٰها: هغه چي زمكه ئې خوره كړې؛ و ماسوٰها: هغه چي نفس ئې سم جوړ كړى)؛ چي په دې سره له يوې خوا د بلاغت مغاير تكرار راځي او له بلي خوا په الله تعالى باندي لوړي سره "كافر" مخاطب په دې نشي قانع كېدى چي د نفس تزكيه په بريا منتج كېږي او تدسيه ئې په خسران او نامرادي.

 

ج•           معمولاً (مَا) د غير ذيروح لپاره راځي او (مَنْ) د ذيروح لپاره؛

نو په دې قسمونو سره انسان ته ويل شوي: كه ستا نفس همت وكړ اوچت او لوړ اهداف ئې غوره كړل، له تيارو د وتلو تكل ئې وكړ، له زمكنيو ټيټو جاذبو ئې ځان وژغورو، د لوړو په لوري ئې د الوتو پياوړي وزرونه پيدا كړل؛ نو بريا دي په برخه كېږي؛ خو كه دي نفس په تياره، ناپاكي او پليدي كي پاته شو، له هغه د وتو همت او جرأت ئې ونه كړ؛ نو ذليل، زبون، شقي او بدمرغه به شي. لكه چي ته په طبيعت كي روڼ او تود لمر گورې؛ او سپوږمۍ گورې چي په خپله تياره ده او لمر ئې روښانه كوي؛ شپه او ورځ گورې چي يوه ئې لمر متجلي او څرگند كړي او بله ئې پټ؛ لوړ آسمان او ټيټه پرته زمكه گورې؛ په خپله د انسان دننه د" تقوى" الهام او د "فجور" د وسوسې شاهد يې، يو دي تقوى ته هڅوي او بل فجور او گناه ته؛ نو په دې پوه شه چي ستا د روح او نفس هم دوه حالته دي: يا به هغه تزكيه كوې، وده به وركوې، لوړ به ئې بيايې، ارتقاء به وركوې او په دې سره به بريا تر لاسه كوې او يا به ئې په گندگيو لړې، لاندي به ئې غورځوې، له اوچت تلو به ئې راگرځوې، پرېږدې به ئې چي تپ او زنگ وهلى پاته شي؛ چي په دې سره به ئې په خسران او نامرادي اخته كوې.

 

دغه راز نوموړي دا هم وويل:

دا مطلب هم د يادولو وړ دئ چي د يوې مذهبي فرقي په ځينو تفاسيرو كي د "الشمس"، "القمر" او دې ته ورته الفاظو داسي تفسيرونه شوي چي له قرآن سره د دوى چلن او د قرآن په غلط تفسير كي د دوى جسارت او بې باكي ته انسان حيران پاته شي!! د مثال په توگه وايي: الشمس يعني علي، والقمر يعني فاطمه!! يعني د الشمس او القمر معنى هغه نه ده چي عام خلك پرې پوهېږي، له الشمس مراد علي رضي الله عنه دئ او له القمر مراد فاطمه رضي الله عنها!! دوى د قرآن د الفاظو هغه معنى اخيستل سم نه گڼي چي د عربو په محاوراتو كي معمول وه يا ئې د لغت په كتابونو كي موندل كېده او كېږي!! د قرآن د الفاظو ظاهري او متداوله معنى اخيستل؛ له الشمس لمر، له القمر سپوږمۍ، له الليل شپه او له النهار ورځ، له السماء آسمان او له الارض زمكه او ... دا صحيح نه گڼي، وايي: د دې الفاظو د ظاهري معنى تر شا بله باطني معنى مضمر ده چي په هغې يوازي اهل بيت او د دوى ائمه پوهېږي او بس!! دوى وايي: د قرآن په درې سوه آيتونو كي علي رضي الله عنه ته اشاره شوې؛ په داسي حال كي چي هر په قرآن پوه انسان حتى هغه چي ډېر محدود او سطحي پوهه هم ولري؛ په دې ښه پوهېږي چي په ټول قرآن كي يو داسي آيت هم نشته چي په هغه كي صراحتاً او يا اشارتاً او تلويحاً علي رضي الله عنه ته اشاره شوې وي!! د دوى په مقابل كي بيا ځيني نور داسي دي چي د تفسير او ترجمي په دوران كي د يوه لفظ ټولي هغه معاني رااخلي چي د لغت په كتابونو كي ئې مومي او د مختلفو معانيو له مخي د آيت گڼ شمېر ترجمي او تفاسير وړاندي كوي؛ پرته له دې چي يوې ته پر بلي ترجيح وركړي او دا ووايي چي په دې خاص ځاى كي كومه ځانگړې معنى مراد ده!! دوى گمان كوي چي د يوه كلام كمال په دې كي دئ چي ډېري معاني ولري!! حال دا چي بليغ كلام هغه دئ چي معنى ئې څرگنده او پرېكنده وي، مخاطب مشخص، محدد او واضح مفهوم ترې واخلي، دا شك ورته راپيدا نشي چي د كلام د خاوند هدف څه دئ؛ بلكي  دا ويناوال هدف په صراحت او آساني سره درك كړي. قرآن خو خپل ځان داسي معرفي كوي چي مبين، آسان، له شك فارغ او څرگند دئ، يوه برخه ئې په بل سره توضيح شوې، په واضح عربي ژبي كي لېږل شوى، ابهام او اغماض پكي نشته او د هر څه تفصيلي بيان پكي راغلى.

 

د درس په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي محاضره د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک