مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کابل ښار د بګرامیو ولسوالۍ عمومي سړک په اوږدو کې د حسین خېلو درېیم سړک سره نن مازدیګر پر یوه مرسډیز ډوله موټر چاودنه شوې ده.
د لومړنیو راپورونو له مخې په دې چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ په بګرامیو ولسوالۍ کې پر یوه مرسډیز ډوله موټر د چاودنې خبر تایید کړ او ویې ویل چې چاودنه تلفات هم لري.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ کابل نیوز ته وویل، چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې دي او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
✒: د اريانا افغان هوايي شرکت وايي، د پخوا په پرتله يې عوايد د پام وړ ډير شوي، له همدې کبله هڅه کوي چې څلور نورې الوتکې وپېري. د دې شرکت چارواکي وايي، د يوې الوتکې د پېرلو په وروستۍ مرحله کې دي او د دريو نورو د پېرلو لپاره هم هڅې پيل شوې دي.
مسئولین وایي په ۴۰ میلیونه ډالرو یوه کارګو او درې مسافر وړونکې طیارې اخلو.
✒: د پخواني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هند ته له ۴۳ ورځني سفر وروسته د شنبې په ورځ بېرته هېواد ته راستون شو.
عبدالله عبدالله وايي، هیله لري، چې د افغانستان ټول خلک په خپل هېواد کې د عدالت په سیوري او ښې فضاء کې په سوله ییزه توګه ژوند وکړي.
نوموړي هغه شایعات او ګنګوسې رد کړې، چې ګڼې هېواد کې د کوم دولتي پوسټ لپاره پاتې شوی، بلکې په خبره يې، غواړي خپل هېواد کې اوسېږي.
عبدالله عبدالله همداراز د اوسني حکومت له مسوولانو وغوښتل، چې د هېوادوالو د ښه او ارامه ژوند کولو په برخه کې کار وکړي.
✒: عبدالله عبدالله، رئیس شورای عالی مصالحه ملی حکومت پیشین در صفحه تویتر خود نوشته است که پس از بازگشت به کابل با حامد کرزی رئیس جمهور پیشین افغانستان دیدار کرده است.
✒: تیم ملی کریکت کشور در نخستین دیدار بازیهای ۲۰ آوره، تیم زیمبابوی را با تفاوت شش ویکت شکست داد.
✒: مولوی شهاب الدین دلاور، سرپرست وزارت معادن و پترولیم در نشست معرفی معینان این وزارت، میگوید که تمام مشکلات ناشی از جنگ بیش از چهل ساله در بخشهای صحت، اقتصاد و زراعت در کوتاه مدت حل نمیشود.
آقای دلاور گفت که با آمدن امارت اسلامی، حاکمیت ملی و امنیت در ۳۴ ولایت کشور تامین شده است.
به گفته او، بیش از ۲ هزار کارمند حکومت پیشین در وزارت معادن و پترولیم کار میکنند و کارمندان زن نیز که در خانه استند، معاشهای شان را بدست میآورند و هیچ کسی از وظیفه برکنار نشده است.
✒: د افغانستان ا.ا وایي چې ژر به د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ رغنیزې چارې بیا پیل شي. د چارواکو په خبره، د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ د پاتې درېیمې برخې رغنیزو چارو د بیا پیل لپاره یې یو پلاوی ایران ته تللی دی.
✒: رحمت الله نبیل: که د حامد کرزي ملاتړ ورسره نه وای، اشرف غني به د بهرنیو پیسو، لابیو او بهرنیو پلویانو سره هم واک ته نه وای رسېدلی.
✒: د مالیې وزارت ویاند: د لندن څخه خپرېدونکي ایکانومسټ مجلې راپور خپور کړی دئ، چي د افغانستان اسلامي امارت د مالي مديريت په برخه کي د مالياتو په راټولولو، د فساد په له منځه وړلو، د وړ او مسلکي کسانو په ګمارولو او د ټولو سيسټمونو په فعاله ساتولو کي ښه ځلېدلی دئ.
موږ ددې هيله بخښونکي خبر څخه هرکلی کوو، د لومړی ورځي څخه زموږ هڅه داده چي هيواد مو په اقتصادي لحاظ ځان بسيا کړو.
✒: پاکستان: د زرداري په مشرۍ د پیپلز ګوند مرکزي ناستې پرېکړه؛
د افغانستان په اړه ټول تصمامیم باید پارلمان کې وشي.
دوی له ټي ټي پي سره د خپل حکومت د مذاکراتو په څرنګوالي هم بحث کړی.
✒: د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه راتلونکې چهارشنبه د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا غونډه کوي.
د معلوماتو له مخې په پام کې ده په دې ناسته کې د افغانستان په اړه د امریکا پر سیاست او همداراز له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي خبرې وشي.
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر جان بس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال براین مکوین، د بهرنیو چارو وزارت سلاکار درک شولت د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي پخوانی مرستیال مولي في او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ په دې ناسته کې ګډون کوي.
✒: قطر: د امنیت شورا سلاکار مو کابل کې په هغه څه بحث نه دی کړی چې د ملابرادر په ټویټر لیکل شوي.
د برادر دفتر لیکلي وو چې د قطر امنیت شورا سلاکار سره افغانستان کې پر کانونو، بندونو جوړولو او د بریښنا صنعت کې پانګونه باندې بحث شوی.
✒: پوتین له خپل ترکمن سیال سره لیدنه کې: روسیه او شاوخوا ملګري یې چمتو دي چې افغانستان له جنګ وروسته خپلو لویو زیربنایي او لوژیستیکي پروژو ته ورګډ کړي.
✒: د وینزویلا ولسمشر ایران ته تللی او دغه هېواد سره یې د ستراتیژیکو همکاریو شل کلن سند لاسلیک کړ.
وینزویلا او ایران دواړه په ظاهره د امریکا دښمنان دي.
✒: اوکراین: روسانو سره جګړه کې تر اوسه زموږ ۱۰ زره او د هغوی ۳۰ زره پوځیان وژل شوي.
✒: د شمالي کوریا تاریخ کې په لومړي ځل یوه میرمنه د بهرنیو چارو وزیره وټاکل شوه.
چووی سوون هووی نومیږي.
✒: امریکا د افغان پولیسو په روزنه شل میلیارده ډالر لګولي وو. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار ویلي چې امریکا د افغان پولیسو په روزنه شل میلیارده ډالر لګولي وو، خو دا لګښتونه بې ګټې وو.
✒: د اوکراین په ختیځ کې د جګړو د شدت خبر ورکړل شوی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې د اوکراین په ختیځ کې بیا هم د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ جګړې شدیدې شوې دي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبه هم اوښتې ده.
✒: د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد کې د مېشتېدو په موخه د کډوالۍ د ځانګړو ویزو لپاره د سلګونو افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي دي. بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له ډسمبر نه راپدیخوا د ۱۳۰۰ افغانانو ایس ای وي کېسونه رد شوي دي.
✒: کمیشنری عالی سازمان ملل متحد در امور پناهندگان در صفحه توئیتر خود نوشته است که مردم افغانستان با بدترین بحران بشری در جهان مواجه هستند.
کمیشنری سازمان ملل متحد در امور پناهندگان همچنان از جامعه جهانی خواسته است که افغانستان را فراموش نکنند و به افغانان کمک های بشری انجام دهند.
✒: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ترکمنستاني سیال سردار بردي محمدوف سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې امریکا او متحدینو یې د خپل شل کلن حضور پر مهال افغانستان خورا بد وضعیت ته رسولی او په خبره یې اوس په کار ده چې امریکا او ملګري هېوادونه یې د دغه هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.
✒: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ځانګړو استازو په بروکسل کې د یوې ناستې په ترڅ کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت په ځانګړې توګه د نجونو، ښځو او قومي ډلو په حقونو اندېښنه ښودلې ده.
✒: راین کراکر سفیر پیشین امریکا در افغانستان در یک مصاحبه تازه خود گفته است، که جهان نیاز به تعامل با حکومت جدید افغانستان دارد و بدون این دیگر راهی ندارد.
به گفته ای کراکر، تعامل با حکومت جدید افغانستان به نفع همه است و امریکا اکنون بدون این دیگر راهی ندارد.
✒: د اروپايي کمېسيون رئیسه اورزلا فندیرلاین د یوکراین پلازمېنې کیف ته تللې او هلته یي د دې هیواد له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د روسیې پر وړاندې جگړې، یوکراین سره بشري مرستو او اروپایي اتحادیې سره د دې هیواد د یوځای کیدو په اړه خبرې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اروپایي اتحادیه به راتلونکې اونۍ پدې ټولنه کې د یوکراین د غړیتوب درخواست باندې غور او بحث وکړي.
