پوتین؛ امریکا او متحدین یې د افغانستان د بیا رغونې اصلی مسؤلیت لري
په داسې حال کې چې روسیه د افغانستان نوي حکومت سره نږدې اړیکې لري او ورځ تر بلې همکارۍ په ډېرېدو دي، دا خبرې ولې کوي؟
لاندې تحلیل چې دوه میاشتې مخکې لیکل شوی، درسره کومک کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف نن وویل چې افغانستان کې د رامنځ ته شوو اقتصادي ستونزه مسؤل جهت امریکا ده او امریکا مسؤلیت لري چې د ستونزو په هوارۍ کې خپل رول اداء کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت هم له سقوطه وروسته په کراتو همدې ته ورته څرکندونې کړي.
اکثر پوښتنه کېږي چې چین او روسیه ولې د امریکا پر ضد د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه پېژني!
د دې پوښتنې ځواب په همدې څرګندونو کې پروت دی.
افغانستان کې د امریکا له شکسته وروسته امریکا په دې فکر وه چې روسیې او چین سره د امارت اسلامي پراخې اړیکې به دا هیوادونه دې ته اړ کړي چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپیژني او هغه اقتصادي ستونزې چې د تېرو شلو کلونو په دوران کې امریکا رامنځ ته کړې وې، مسؤلیت به یې د روسیې او چین په غاړه ولوېږي او امریکا به یې سېل کوي، هم به له مسؤلیته خلاصه وي او هم له دې چې نړۍ یې د افغانستان په قضیه کې پړه وبلي.
چین او روسیه په دې لوبه پوه ول، دا چې د افغانستان د سیاسي تشې ډکولو کې تادي وکړي، کوښښ یې وکړ د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت او د امریکا جوړ کړی ناورین د امریکا په وړاندې استفاده کړي. دوی تبلیغاتي او رواني لحاظ څخه له دې لارې امریکا ته ډېر زیان ورساوه.
چین او روسیې نړۍ ته وښودله چې د امریکا شل کاله ملګرتوب وروسته هغه څه چې دوی افغانستان سره وکړل هر چا سره تکرارېدلای شي.
زه مطمئن یم چې چېن او روسیه به د امارت اسلامي مشرتابې ته په مجالسو کې دا وايي چې دوی هرې برخې کې تعامل ته تیار دي خو د رسمیت اعلان دې له دوی ژر نه غواړي.
زه فکر کوم چې دغه تبلیغات خپل هدف ته رسېدلي او اوس دا وخت رانېږدې شوی چې د سیمې هیوادونه نوي حکومت سره رسمي تعامل ته تابیا ونیسي.
